په اسټرالیا کې پر یهودانو برید کوونکی نوید اکرم د ۱۵ کسانو په وژلو تورن شو

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د اسټرالیا پولیس وايي چې د سیډني په بونډای سمندرغاړه کې پر خلکو ډزې کوونکی نوید اکرم د ۱۵ وژنو او د یوه ترهګریز عمل په ګډون په ټولټال ۵۹ جرمونو تورن شوی دی.
د ساجد اکرم په نوم ۵۰ کلن دویم بریدګر چې د ده پلار و، له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې د برید په ورځ ووژل شو خو په خپله نوید اکرم په ټپي حال کې ژوندی پاتې شو.
په دغه برید کې ۱۵ تنه ووژل شول، لسګونه نور ژوبل شول او په ترڅ کې یې په اسټرالیا کې هغه یهودان په نښه شول چې د 'حنوکا' په نوم د مذهبي مراسمو نمانځنې ته ورټول وو.
دا له ۱۹۹۶ راهیسې په دغه هېواد کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.
د 'نیو ساوت وېلز' سیمهييزې محکمې ویلي چې د تېرې یکشنبې ورځې د برید پرمهال نوید اکرم ژوبل شوی و او د قضیې لومړنۍ اورېدنه یې هم له روغتونه ترسره شوه.
محکمې زیاته کړې چې دا قضیه د راروان ۲۰۲۶ میلادي کال تر اپرېل میاشتې ځنډول شوې ده.
تر دې مخکې د 'نیو ساوت وېلز' د پولیسو کمشنر مال لانیون ویلي وو چې له نوید اکرم د رسمي پوښتنو ګروېږنو لپاره پر هغه د درملو د اغېز ختمېدو ته په تمه دي.
ښاغلي لانیون ویلي وو چې د برید په اړه پر "حقیقت د پوهېدو لپاره موږ د هغه ښه کېدو ته اړتیا لرو."
'ساجد اکرم د هند و او شپږ ځله یې هلته سفر کړی و'

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې هندي پوليسو ویلي چې ساجد اکرم د هند د حیدر اباد اوسېدونکی و او ۲۷ کاله وړاندې په ۱۹۹۸ کې د زدکړو لپاره اسټراليا ته تللی و.
د سې شنبې په ورځ د فېلپين پلازمېنه منيلا کې چارواکو بي بي سي ته تائید کړه چې ۵۰ کلن ساجد اکرم په دې وروستيو کې په هندي پاسپورټ او زوی یې په اسټراليایي پاسپورټ فېلپين ته سفر کړی و.
د هند پوليسو تائید کړې چې ساجد د هند پاسپورټ درلود او اولادونو یې اسټرليایي پاسپورټونه لري.
د سې شنبې په ورځ په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د نيو سوت وېلز د پوليسو مشر فېلپين ته د دغو دواړو د تګ پخلی کړی او وايي "د سفر موخه او هغو ځايونو په اړه پلټنې روانې دي چې دوی ورغلي دي".
د اسټراليا اې بي سي ټلوېزيون له مطبوعاتي کنفرانس مخکې د امنيتي سرچينو په حواله ادعا کړې وه چې ساجد او نويد اکرم د "پوځي ډوله روزنې" لپاره فېلپين ته تللي وو خو د دغه هېواد پوځ ويلي چې دوی اوس د روزنې په اړه راپورونه نشي تائیدولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسټراليا لومړی وزير انتوني البانيز وايي د سېډني په بونډي سمندرغاړه کې که څه هم بریدګرو په يوازې سر عمل کړې خو وايي د داعش له ايډيالوژۍ سره تړلې په "څرګنده توګه افراطي انګېزه" یې درلوده.
ښاغلي البانيز ويلي، داسې ښکاري چې ډزې کوونکي د داعش ایډیالوژۍ هڅولي دي.
نوموړي زياته کړې، "دا نظريه له یوې لسيزې زیاتې مودې راهيسې شته ده چې د کرکې په ايډيالوژۍ بدله شوې او وروستۍ بېلګه یې دې ډله ييزې وژنې ته چمتووالی دی."
هغه دا یو پلان شوی برید وباله او زياته یې کړه چې د پلټونکو معلومات ښيي چې يوازې دوه کسان په کې ښکېل وو.
د رسنيو د راپورونو له مخې د دغه پلار او زوی په موټر کې د داعش بيرغ هم موندل شوی دی.
په ځايي رسنیو کې د هغو دوو بریدګرو نومونه، چې پرون يکشنبه یې د اسټرالیا په بونډي سمندرغاړه سیمه کې ۱۵ کسان په ډزو ووژل، ساجد اکرم او ۲۴ کلن زوی یې نوید یاد شوي دي.
له دې مخکې پولیسو تائید کړه، چې بریدګر زوی او پلار دي او دا چې د پاخه عمر سړی د پېښې په ځای کې وژل شوی او زوی یې په سخت ټپي حالت کې روغتون کې دی.
بریدګرو پر هغو یهودانو ډزې وکړې، چې د حنوکه مراسمو لپاره یو ځای شوي وو. په وژل شویو کې یوه لس کلنه ماشومه، یو مذهبي مشر چې برېتانیا کې زېږېدلی، د پولیسو یو متقاعد افسر او له هولوکاسټ یو ژوندی پاتې کس هم شامل دی.
د هغه سړي پلار او مور چې یو بریدګر یې بې وسلې کړ وايي، زوی یې احمد الاحمد په ولیو کې څلور مرمۍ لګېدلی دی. د یادونې ده، چې په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې احمد الاحمد له یوه بریدګر سره ښکېل کېږي او بې وسلې کوي یې.
د پېښې پر مهال پر سمندرغاړه د حنوکا پیل په نامه جشن مراسم روان وو، چې د ځايي پولیسو په وینا تر ۱۰۰۰ پورې کسانو په کې ګډون درلود.

د پېښې ځای کې پولیسو یو داسې موټر موندلی، چې د دوی په باور چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو او له هغه وروسته هلته د بمونو له منځه وړلو ماهرین هم استول شوي دي.
په اسټرالیا کې د ډزو دغسې پېښې خورا کمساري دي او له همدې کبله دا پېښه د خلکو لپاره ''ډېره بوږنونکې ده.''
لومړي وزیر انتهوني البانېس دا یوه ''بوږنونکې او ځورونکې پېښه'' بللې ده.
په یوه تائید شوې ویډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې، دوه کسان په داسې حال کې له لیدل کېږي، چې د موټرو درولو ځای او ساحل تر منځ پر یوه کوچني پله ولاړ دي او پر خلکو ډزې کوي.
دا پل د ماشومانو له یوه پارکه په ایله ۵۰ متره واټن کې موقعیت لري. په یوه بله ویډیو کې بیا چې هغه هم تائید شوې، د همدې پله پر سر ګڼ شمېر پولیس لیدل کېږي، یوه پر ځمکه پراته سړي ته د لومړنۍ طبي مرستې (سي پي ار) ورکولو هڅه کېږي او بیا د یو چا غږ اورېدل کېږي، ''مړ دی، مړ دی.''
بریدګر څوک دي؟
ساجد اکرم په ۱۹۹۸ کال کې د تحصیلي ویزې له ترلاسه کولو وروسته اسټرالیا ته رسېدلی، په ۲۰۰۱ کال کې یې ویزه (پارټنر) ته اوښتې او وروسته د ریزیډنټ ریټرن حیثیت ورکړل شوی دی.
ده د تفریحي ښکار لپاره د ټوپک لایسنس ترلاسه کړی و او د ټوپکوالو د یوه کلب غړیتوب یې هم درلود.
نوید اکرم ته بیا د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د چارواکو پام واوښت، خو د اسټرالیا لومړي وزیر انتهوني البانیس وايي، ارزونه وشوه چې په تاوتریخوالي کې د هغه د ښکېلتیا په اړه د کوم دوامداره ګواښ نښې نښانې نه وې.''
د اسټرالیا د اي بي سي خبري شبکې راپور وايي، چې نوید اکرم، چې په اسټرالیا کې زېږیدلی تبعه دی، د سیډني مېشته اسلامي دولت (داعش) ترهګریزې ډلې سره د نږدې اړیکو په اړه تحقیقات شوي دي.
اې بي سي دغه راز په خپل رپوټ کې وايي، چې د ترهګرۍ ضد پولیس باور لري چې دې وسله والو له داعش ترهګرې ډلې سره بیعت کړی و.
پولیس باور لري چې دې وسله والو کسانو د بونډي له ساحله شاوخوا ۳۰ دقیقې لېرې په یوه لنډمهاله کرایه شوي جایداد کې د برید لپاره چمتووالی نیولی و. په کمپسي کې یوه یو پوړیزه خړ رنګه ودانۍ د پولیسو د تحقیقاتو یو له اصلي مرکزونو څخه ګرځیدلې ده.
تېره شپه پولیسو د بریدګرو د کورنۍ پر کور چاپه ووهله، چې شاوخوا یو ساعت واټن کې دی. د دوی یوې پخوانۍ ګاونډۍ بي بي سي ته وویل چې کله یې د ډزو خبرونه ولیدل، "فکر مې کاوه، چې یا خدایه، دا څنګه دوی کېدای شي".
'برید د سیډني یهودانو ټولنې په نښه کولو لپاره طراحي شوی و'

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې باور شته، چې د بونډي سمندرغاړې په اوږدو کې د یهودانو هانوکه نومې جشن مراسم روان وو.
پر انلاین بڼه یوه خپور شوی اعلان چې د سمندر غاړې چانوکه ۲۰۲۵ نوم ورکړل شوی ښيي چې له ځايي وخت سره سم مازدیګر پنځه بجې سمندرغاړې ته نژدې د ماشومانو پارک ته څېرمه ځای د دې مراسمو لپاره په پام کې نیول شوی و.
په دې مراسمو کې چې د چاباد اف بونډي یهودانو مرکز له لوري ترتیب شوی و، ''د هر عمر کسانو لپاره'' په ژوندۍ بڼه د ساعت تېري فعالیتونه په پام کې نیول شوي وو.
د نیو ساوت ویلز پرېمئر (اعلی وزیر) کریس مینز تاییدوي چې په برید کې یو بریدګر وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.
دی زیاتوي چې برید "د سیډني یهودي ټولنې په نښه کولو لپاره طراحي شوی و".
هغه زیاتوي چې هغه شپه چې د "سولې او خوښۍ شپه" وای، د "بوږنونکي، شیطاني برید" له کبله"له منځه لاړه."

غبرګونونه
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي د بونډي ساحل ډزو پېښې "بوږنولی" دی.
نوموړي پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي: زه بوږنېدلی یم، د نن ورځې وحشیانه وژونکي برید غندم چې په سیډني کې د هانوکا لمانځلو لپاره پر راټولو شويو یهودي کورنیو وشو."
"زما خواخوږي د هانوکا د دې لومړۍ ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کې له یهودي ټولنې سره ده، دا جشن د سولې او رڼا د معجزې لمانځل دي چې تیارې ماتوي."
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو مشرانو د بونډي ساحل د ډزو پېښې په تړاو غبرګونونه څرګند کړي. د برېتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر ویلي چې هېواد به یې "تل د اسټرالیا او یهودي ټولنې تر څنګ ودریږي".
ښاغلي سټارمر پر اېکس لیکلي:
"دا خبر چې د بونډي ساحل برید د چانوکا مراسمو په یوه غونډه کې د یهودي کورنیو پر ضد یهود ضد ترهګریز برید و، ځورونکی دی،"
نوموړی زیاتوي چې برېتانیا حکومت په فعاله توګه په برېتانیا کې د یهودانو امنیتي ادارې سي اېس ټي سره د چانوکا مراسمو اړوند کار کوي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په دې هکله وايي: "په سډني کې، د یهود ضد ترهګریز برید هغه کورنۍ په نښه کړې چې د هنوکا لمانځلو لپاره راټولې شوې وې:
"موږ د اسټرالیا له خلکو سره درد کې شریک یو او د یهود ضد کرکې پر وړاندې به په نه ستړې کېدونکې توګه مبارزه وکړو، چې که هرچېرې برید وکړي، موږ ټولو ته زیان رسوي.''








