د طالبانو حکومت: د ښځو او ایراني لیکوالانو پر کتابونو بندیز لګولی دی

د عکس سرچینه، MoHE
- Author, علي حسیني
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت (د وږي پر ۳ او ۴) دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته دوې لارښوونې صادرې کړې، چې له مخې یې د درسي موادو، مضامینو او درسي سرچینو پر تدریس پراخ او بې ساري بندیزونه او محدودیتونه ولګېدل.
د دواړو لارښوونو کاپي بي بي سي ته رسېدلې ده. د دې لارښوونو ارزونه ښیي چې په پوهنتونونو کې پر ۱۸ مضامینو او درسي موادو بشپړ بندیز لګېدلی. د ایراني لیکوالو او ایران کې پر چاپ شویو کتابونو او همدارنګه د هغو اثارو تدریس منع شوی چې ښځو لیکلي دي.
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال ضیا الرحمن اریوبي د پوهنتونونو او لوړو زدکړو موسسو ریاست ته په یوه لیک کې ویلي چې د پخواني نظام ځینې داسې درسي موادو او مضامینو ته کتنه نه ده شوې چې د "شرعي اصولو او د نظام له پالیسۍ" سره په ټکر کې دي.
ښاغلي اریوبي دا لیک د "شیخ الحدیث" په توګه لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې "عالمانو او شرعي متخصصانو" د تحصیلی څانګو له ارزونې وروسته ۱۸ هغه "د شریعت او نظام د پالیسۍ مخالف" ګڼلي او له همدې امله له تدریس ايستل شوي دي.

کوم مضامین بشپړ حذف شوي دي؟
هغه ۱۸ مضامین او درسي مواد چې له تدریس اېستل شوي په څو کټګوریو وېشل کېدی شي.
یو یې سیاسي-حقوقي مضامین دي چې له عصري حکومت او ولسواکۍ سره تړلي دي؛ لکه د افغانستان بنسټیز حقونه، د افغانستان سیاسي سیستم، انساني حقونه او ولسواکي، ټاکنیز نظامونه، ښه حکومتولي او نړیوالتوب او پراختیا.
په دویمه ډله کې هم دا مضامین لرې شوي دي: د ښځو ټولنپوهنه، د جنسیت له مخې ګومارلو رنګارنګي، د جنسیت اړیکې، په عامه اړیکو کې د ښځو رول او جنسي ځورونه.
دا مضامین مخامخ د ښځو له حیثیت، حقونو او ازادۍ سره تړلي دي. طالبان د ښځو محدودونکی چلن لري او د دې مضامینو لرې کول د دوی له اوسنۍ پالیسۍ سره سمون لري چې هغه هم (له لوړو زدکړو او ټولنیز ګډون د ښځو محرومول) دي.
د دینونو تاریخ، د اخلاقو فلسفه، د افغانستان سیاسي ټولنپوهنه، د کوچنیو ډلو مشري او جنسیت او پراختیا هغه نور مضامین دي چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت یې په پوهنتونونو کې تدریس منع کړی دی.
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت لارښوونو کې دا هم راغلي، چې ۲۰۱ نور مضامین او درسي مواد"نسبتا لږ ستونزې لري" او پکار ده چې "له سمون سره" تدریس شي.
د طالبانو حکومت د لوستوکو په محتلفو برخو کې سمون یا اصلاحات غواړي، د مثال په توګه، د حقوقو په څانګه کې، د ۳۲ مضمونونو درس باید اصلاح شي. هغه هم داسې مضامین لکه اسلامي نړیوال حقونه، د ماشومانو حقونه، د سوداګرۍ حقونه، پولي سیاست او ډیپلوماټیک اداب او تشریفات.
په نورو څانګو لکه سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو، مخابرات، رسنۍ او بازار موندنه، اقتصاد او مدیریت، فلسفه او منطق کې نور لسګونه مضامین دي چې باید له سمون سره تدریس شي.
په دې برخه کې د غور موضوع د ارواپوهنې او مشورې څانګه ده. د لوړو زدکړو وزارت له حکم سره سم، د دې برخې له ۵۰ زیات مضامین او درسي مواد باید اصلاح شي. موضوعات یې هم لکه عمومي ارواپوهنه، د چلن بدلون او سمون طریقې، د ماشومانو د ودې ارواپوهنه، د لومړنۍ دورې او له ښوونځي مخکې د ښوونې روزنې بنسټونه او د کورنۍ مشوره.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت
د ۶۸۰ درسي سرچینو تدریس بندېدل
د درسي موادو او مضمونونو د تدریس د منع کولو او محدودولو د لارښوونې تر خپرېدو یوه ورځ وروسته، د لوړو زدکړو وزارت د ۵۰ مخونو نوملړ خپور کړ چې پکې د هغو درسي سرچینو نومونه مشخص شوي وو چې باید په پوهنتونونو کې تدریس نه شي.
دا تدریسي سرچینې په مختلفو څانکو پورې تړلې دي؛ له شرعیات، اسلامي علومو، مدیریت او عامه پالیسۍ نیولې تر حقوقو، اقتصاد، ارواپوهنې، ټولنپوهنې، ژبو او ادبیاتو او ښکلو هنرونو پورې.
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت علمي مرسیتال ضیا الرحمن اریوبي په لیک کې راغلي "مسلکي کمېټې چې د شرعیاتو او اسلامي ثقافت او کلتور څانګو له علما کرامو جوړې دي" له څو پړاوه ارزونې وروسته او "د اړوند څانګو د استادانو په موافقه " ۶۷۹ عنوانه کتابونه او درسي مواد "رد کړل".
په دې لیک کې راغلي چې د عقیده يي، فکري، مذهبي، پالیسي جوړونې، کلتوري او علمي منځپانګې له مخې د کتابونو ارزونه د دې کمېټو دنده وه. له دې وضاحت دا پایله ترلاسه کېدلی شي چې رد شوي کتابونه له پورته ذکر شویو ټکو سره په ټکر کې دي.
په کابل کې د پوهنتون یو استاد- چې د حذف شویو مضامینو او منع شويو درسي موادو نوملړ یې لیدلی- بي بي سي ته وویل چې هدف انساني علوم وو. د هغه په وینا، ډېری کتابونه "د بشري علومو د کمزرولو او ان له منځه وړلو او زوال لپاره لرې شوي دي."
د افغان پوهنتونونو د نصاب او درسي پروګرام اسلامي کول
موږ د کابل پوهنتون له دوو استادانو سره خبرې وکړې، چې یو یې هم د "ارزونې کمیټې" غړی دی. د هغه په وینا، په دریو پړاوونو کې د کتابونو ارزونه کېږي او په هر پړاو کې، د "اسلامي او شرعي لید له مخې" دا ارزونه په ډېر شدت ترسره کېږي.
د کتابونو ارزونې کمېټې دې غړي بي بي سي ته وویل، په پوهنتونونو کې د څانګو مشران یا مدیران د مضامینو او تدریسي سرچینو د لرې کولو اړوند پرېکړې او لارښوونې پلي کوي. دوی لیکلې ژمنه کوي چې لرې شوي مضامین او منع شوي کتابونه به د دوی د څانګو او ډلو په تدریسي موادو کې نه شاملېږي.
د هغه په وینا، د سلګونو درسي سرچینو پر تدریس د بندیز موخه په افغانستان کې "د تحصیلي نصاب اسلامي کول" دي او پرېکړه دا ده چې ان د جغرافیې، فزیک او کیمیا کتابونه هم "اسلامي" شي.
کله مو چې له هغه وپوښتل چې څنګه داسې کتابونه اسلامي کوي، په ځواب کې یې وویل، "هر کتاب باید اسلامي سریزه ولري او د درسي موضوع ارزښت باید له اسلامي لید وړاندې شي."
هغه دا هم وویل چې له اسلام او اسلامي منځپانګې سره د هغو درسي موادو پر اړیکو د پوهېدو لپاره " چټ جي پي ټي کاروو."
دا معلومه نه ده چې د کمېټې غړي له چټ جي پي ټي په څومره پراخه اندازه کار اخلي، خو یوه غړي یې بي بي سي ته وویل چې په ځینې برخو کې دا اېپ کارول شوی دی.
هغه وویل چې کمېټې له هغو مذهبي او اسلامي کتابونو سره سخت چلند کاوه چې سلفي او شیعه منځپانګه پکې وه او داسې کتابونه یې هم لرې کړي دي.
د طالبانو حکومت وايي چې افغانان د حنفي مذهب پیروان دي. د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت چارواکو دې موضوع ته اشاره کړې، مګر د شیعیانو په ګډون یې د نورو اسلامي مذهبونو هېڅ نوم نه دی یاد کړی.
د کتاب ارزونې کمېټې غړي او د پوهنتون استاد بي بي سي ته وویل چې یو "ډېر ښه کتاب" له دې لامله له تدریس منع شو چې یوازې یو ځل پکې د ایران د اسلامي انقلاب د مشر ایت الله خمیني نقل قول راغلی دی.
د ایراني لیکوالو پر کتابونو بندیز
د منع شویو کتابونو په لیست کې یوه د پام خبره دا ده چې د ایراني لیکوالو او خپروونکو نومونه ډېر تر سترګو کېږي. په ۸۶۰ رد شویو درسي کتابونو کې، نږدې ۳۱۰ یې د ایراني لیکوالو او خپروونکو دي؛ یعنې له کابل نیولې تر جوزجان او پکتیا پورې د افغانستان د مختلفو پوهنتونونو د درسي کتابونو شاوخوا ۴۶ سلنه د ایراني لیکوالو دي، چې په دوی کې د مشهورو کسانو نومونه هم دي لکه عبدالرحمن عالم، حسن بشیریه، حاتم قادري، احمد نقیب زاده او سیروش شمیسا هم شامل دي؛ دا د سیاسي علومو او پارسي ادبیاتو مشهور استادان دي.
په کابل کې د پوهنتون یو استاد بي بي سي ته وویل، دا روښانه ده چې د طالبانو حکومت په افغان پوهنتونونو د فارسي او ایراني سرچینو ولکه له منځه یوسي. دا استاد په دې باور دی چې په افغانستان کې د ژباړې کمزوري حالت ته په کتو، د نړۍ له اکاډمیک او پوهنتوني سیستم سره د افغانستان د علمي ټولنې د نښلولو یوازنۍ لار ایراني کتابونه دي او د ایراني لیکوالو او ژباړونکو د کتابونو د نشتوالي له لامله پیدا شوې تشه ډکول خورا جدي ننګونه ده.
دوو سرچینو، چې یو یې د کتاب ارزونې کمېټې غړی هم دی، بي بي سي ته تایید کړه چې د افغانستان په نصاب کې د "ایراني منځپانګې د نفوذ" د مخنیوي پرېکړه شوې ده.
د عربي او غربي لیکوالو نږدې۲۰ کتابونه هم په دې نوملړ کې لیدل کېږي.

د ښځینه لیکوالو پر کتابونو بندیز
د منع شویو کتابونو په لیست کې بل مهم ټکی هم د ښځینه لیکوالو اثار دي.
په دې نوملړ کې له مختلفو کتابونو سره د ښځو نومونه ښکاري؛ لکه د حمیده سها فیضي له لیکل شوي اثر تطبیقي بیالوجۍ نیولې د پروین قدیور د زدکړې ارواپوهنه پورې کتابونه.
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت په منع شويو ۶۸۰ کتابونو او درسي موادو کې نږدې ۱۴۰ اثار د ښځینه لیکوالو دي، چې نږدې ۲۰ سلنه جوړوي.
په دې برخه کې د غور ټکی دا پوښتنه ده چې ایا پر دې کتابونو د بندیز دلیل د دوی منځپانګه یا د دوی لیکوالې او که دواړه دي؟
دا پوښتنه ځکه را پورته کېږي چې ځینې کتابونه د "شریعت او طالبانو سیاست خلاف" برخه کې "د طالبانو حکومت له اندېښنو" سره هېڅ تړاو نه لري، خو یوازینۍ خبره یې دا ده چې ښځو لیکلي دي.
د طالبانو حکومت تر دې دمه د ښځو او نجونو د غږ او انځور په اړه غوڅ حکم صادر کړی، چې پرې محدودیتونه لګېدلي دي، خو د ښځو د لیکوالۍ او د دوی د اثارو د تدریس په اړه یې لا څه نه دي ویلي.
خو بندیز کې د ځینې کتابونو د نومونو شاملول په دې معنی ده، چې په ډېر باور پر کتاب د بندیز دلیل دا دی چې لیکواله یې ښځه ده. د مثال په توګه یو کتاب هم "په کیمیايي لابراتوار کې خوندیتوب" دی، چې ایرانۍ لیکوالې رودینا معتمدي لیکلی دی.
دا کتاب د کیمیايي لابراتوارونو د چاپېریال د خوندیتوب په اړه مقالې لري. دا روښانه نه ده چې د طالبانو حکومت د ارزونې کمېټې دا اثر څنګه "د شریعت او طالبانو د سیاست مخالف" ګڼلی دی.
د شهلا عارف د کیمیايي ټیکنالوجۍ بنسټونه، د تفسیره هاشمي عمومي ایکالوجي، د حنیفه حبیب جبارزۍ په درې اړخیزه فضا کې تحلیلي هندسه او د زهرا علیزاده راډیو کیمیايي نور ورته کتابونه او درسي مواد دي.
د کتاب ارزونې ډلې یوه غړي بي بي سي ته تایید کړه چې "د ښځې په لاس لیکلی کتاب هېڅ د تدریس وړ نه دی."
یو ملت، یو نصاب
د "نصاب ارزونې/درس پروګرام کمیټې" د غړي په وینا، چې د ځینې مضامینو، درسي موادو او سرچینو له لرې کولو مخکې د افغانستان په کچه د پوهنتونونو د نصاب یو لاس کولو پروسه پیل شوې وه، ترڅو د مختلفو ولایتونو د مختلفو پوهنتونونو ترمنځ د نصاب توپیر ختم شي.
د دې پروسې لومړي پړاو یو کال وخت ونیو، خو د نصاب "اسلامي کولو" ارزونې "هر څه له منځه یووړل" ځکه د تحصیلي نصاب لپاره غوره شوي ځینې کتابونه هم حذف یا لرې شول.
د هغه په وینا، د منع شويو کتابونو لپاره د بدیل نشتوالی "ډېره سخته ستونزه ده" او دې وضعیت استادان اړ کړي چې د کمېټې د باید او نه بایدپه پام کې نیولو سره پخپله درسي منځپانګه تیاره کړي.











