د طالبانو حکومت نوی تصویب شوی قانون: شعر باید له مجازي عشق، ناروا خواهشاتو او بې ځایه احساساتو پاک وي

د عکس سرچینه، TALIBAN
د مشاعرو په اړه د طالبانو د حکومت نوی قانون وايي، له دې وروسته مشاعرې د دوی په ټکو تصفیه کېږي او شاعران مکلف دي چې د قانون په ټکو اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو له تحقیر او تفریق، د غیراسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، مجازي عشق او د طالبانو د حکومت د مشرتابه د پرېکړو له نقدولو ډډه وکړي.
قانون وايي، په مشاعرو کې د دې ډول شعرونو وړاندې کوونکي یا تنظیموونکي مجازات کېږي.
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د مشاعرو د تنظیم قانون د مشر ملا هبة الله اخندزاده له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور او نافذ کړی چې له مخې به یې د مشاعرو د غونډو څرنګوالی، په دغو غونډو کې د شاعرانو د اشعارو محتوا او د ارزوونکي پلاوي وظایف تنظیمېږي.
د قانون له مخې د مشاعرو ویناوال مکلف دي اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غیراسلامي اخلاقو او ناروا دودونو له یادولو ډډه وکړي.
په فرمان کې کمونیزم، نېشنلیزم، فیمینیزم او ډيموکراسي هم غیراسلامي افکار بلل شوي او شاعرانو ته امر شوی چې په خپلو شعارونو کې رد پرې وکړي.
په شعرونو کې د مجازي عشق او د هلکانو او نجونو ستاینه او دوستي یې ستایل یا ور ته هڅول منع شوي.
همدا ډول د طالبانو د مشر د فرمانونو، حکومونو او پرېکړو نقدول هم منع شوي.
په قانون کې اتڼ، چکچکې، شپېلۍ هم ناروا دودونه بلل شوي او "عادتي شکل جرګې" ته د خلکو هڅول یې هم منع کړي.
د دغه قانون د تطبیق مکلفیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارل شوی چې د دغه وزارت استازي به د امر بالمعروف وزارت او د علماوو شورا استازي سره په ګډه یوه پلاوي کې له مشاعرو وړاندې او وروسته شعرونه ارزوي، شاعران انتخاب کړي او له محتوا یې منفي ټکي حذف او مثبت ټکي پکې ور واچوي.

دغه وزارت او ولایتي ریاستونو ته يې دنده سپارل شوې چې مشاعرې ثبت کړي او د ارزونې د پلاوي له خوا د مشاعرې له تصفیې وروسته، هغه د یوه ځانګړي ادرس له خوا خپرې کړي.
په دغه قانون کې مکافات او مجازات هم یاد شوي او ویل شوي که کوم شاعر یا ویناوال له دغه قانونه سرغړونه کوي، نو د شریعت له مخې به سزا ورکول کېږي. خو دغه سزاګانې مشخصې شوې نه دي.
دغه قانون شاعران مکلف کړي چې په خپلو شعرونو کې اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس تزکیه، د اسلامي عقیدې تحکیم، د امت وحدت او اسلامي غوښتنو ته بلنه ورکړي.
په افغانستان کې دودیزې مشاعرې له پخوا دود دي چې په عمومي توګه په چارواکو هم نیوکې پکې کېږي.
مشهورې مشاعرې لکه د ننګرهار د نارنج ګل، د کندهار د انارګل او یا هم د خوست د چنار د مشاعرې په څېر د افغانستان په ګڼو برخو کې دا مشاعرې او ادبي را ټولېدنې د وینا او پیغام رسولو د یوه دریځ په سترګه هم کتل کېږي.
یو شمېر لیکوالان او مدني فعالان دا قانون په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ یو بل محدودیت ګڼي.








