طالبان وايي یوه ورځ کې یې څلور تنه په عام محضر کې اعدام کړي

پړی

د عکس سرچینه، SOCIAL/MEDIA

د عکس تشریح، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې لومړی په عام محضر کې فراه کې یو تن اعدام کړ چې د دوی جګپوړي چارواکي هم ورغلي وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، بادغیس کې یې د دوو تنو او نیمروز کې د یوه تن له قصاصولو وروسته په فراه کې څلورم تن هم په عام محضر کې اعدام کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، نیمروز کې اعدام شوی د شیب‌کوه ولسوالۍ اوسېدونکی و او یو بل کس یې په چړې وهلی او وژلی و.‌

د طالبانو سترې محکمې د قتل په تور د درېیو محکومو شویو کسانو د اعدام له اعلانولو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي: "نن ورځ د فراه ولایت مرکز ورزشي سټډیوم کې په یو تن قاتل باندې د الله (جل‌جلاله) حکم (قصاص) تطبیق شو".

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د اعدام شوي تن د اعدام حکم د طالبانو د مشر له تایید او د مقتول د کورنۍ له لوري د نه بښلو له تایید وروسته د جمعې پر ورځ‌ (اپریل ۱۱) د فراه لوبغالي کې وشو.

له دې سره له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته لس تنه په عام محضر کې اعدام شوي دي.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې لومړی په عام محضر کې فراه کې یو تن اعدام کړ چې د دوی جګپوړي چارواکي هم ورغلي وو.

وروسته یې دوه تنه غزني، یو په لغمان، یو جوزجان او یو پکتیا ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام کړل.

کرښه

د یوه عیني شاهد د سترګو لیدلی حال

یوه عیني شاهد، چې د بادغیس ولایت د قصاص په راټولېدنه کې حاضر و، د خپلو سترګو لیدلی حال بي‌بي‌سي ته داسې بیان کړ:

دری کسان د قصاص لپاره راوستل شوي وو. سپین ږیري او یو شمېر ښځې، چې د محکومینو له کورنیو سره یې تړاو درلود، د مقتول کورنۍ ته ورغلل. وروستی ځل یې بښنه وغوښته او د عفوې غوښتنه یې وکړه. له درېیو محکومینو یو تن وبخښل شو او د قصاص حکم پرې پلی نه شو.

قاضیانو د محاکمو پړاوونه خلکو ته تشرېح کړل او د محکومینو او شاهد اعتراف او څرګندونې یې خلکو ته ولوستلې. وروسته د محکمې حکم او د قصاص پروسه خلکو ته بیان شوه.

د قاتلینو اعترافونه چې پر پاڼه لیکلي و ولوستل شول. یو کس درې مرمۍ وویشتل شو. بل ته اته مرمۍ. هلته امبولانس نه و. شاوخوا پنځه یا شپږ زره کسان نندارې لپاره حاضر وو. ما پکې ان څلور کلن او پنځه کلن ماشومان هم ولیدل.

هر څوک پلټل کېدل، د طالبانو امنیتي ځواکونو ان د ساده نوکیا موبایلونو اجازه هم نه ورکوله. د یوه قصاص شوي کس مور د زوی له قصاص وروسته بې‌هوښه شوه او روغتون ته یې یووړه.

زه له خپلو پنځو ملګرو سره ورغلی وم. نه پوهېدم چې دا به دومره وېروونکی وي. ډېر اغېز یې راباندې وکړ. ډېر خپه شوم، خو خلکو ویل ښه وشول چې قاتلینو ته یې جزا ورکړه.‌

کرښه

اوو تنو ته عام محضر کې تعزیري سزا

په درو وهل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو څه باندې یو کال وروسته د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده خپلو قاضیانو ته حکم کړی و چې مجرمان قصاص او شرعي حدود پرې جاري کړي - په دُرو د وهلو یو پخوانی انځور

بل خوا، د طالبانو سترې محکمې په یوه بله جلا خبرپاڼه کې ویلي چې فراه او غزني ولایتونو کې یې اوو تنو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.

"تعزیري سزا" یوه اسلامي حقوقي اصطلاح ده، مانا یې داسې سزا ده چې د شریعت لخوا مشخصه نه وي، خو قاضي یا حاکم یې د جرم یا خطا په بدل کې د نظم ساتلو، عبرت ورکولو یا اصلاح لپاره ټاکي.

تعزیر له "عزر" اخیستل شوی چې مانا یې ده: ملامتول، اصلاح کول یا تنبیه کول.

دا کسان د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې په تعزیري سزا محکوم شوي وو، چې یو تن کې په نامشروع اړیکو او دوه ته په غلا تورن شوي وو.

سرچینه وايي، لومړنۍ محکمې یو تورن کس په ۳۹ دُرو او دوه تورن په ۲۰-۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

سترې محکمې دا هم ویلي چې په غزني ولایت کې یې څلور تنو ته د غلا په تور تعزیري سزاګانې ورکړې دي، چې لس او پنځه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرې پکې شاملې دي.

تېر کال د پکتیا ولایت یوه لوبغالي کې د اعدام پلې کېدو ځای چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د کډوالو چارو پخوانی وزیر خلیل الرحمن حقاني په ګډون ګڼ نور طالب چارواکي او سلګونه نندارچیان ورغلي وو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال د پکتیا ولایت یوه لوبغالي کې د اعدام پلې کېدو ځای چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د کډوالو چارو پخوانی وزیر خلیل الرحمن حقاني په ګډون ګڼ نور طالب چارواکي او سلګونه نندارچیان ورغلي وو

د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړیوالو ادارو د طالبانو له لوري اعدامونه ځپونکي او بې رحمه بللي او د دغه ډول بدني سزاګانو د سملاسي ځنډېدو غوښتنه یې کړې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي وو چې ورته اعدامونه د افرادو د ژوند حق تر پښو لاندې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، کړنې یې د اسلامي شریعت له اصولو او لارښوونو سره برابرې دي.

ویل کېږي چې طالب چارواکي د دغه ډول سزاګانو د پلې کېدو لپاره ګڼ شمېر ځايي خلک ورغواړي، خو خبریالانو ته یې له نژدې د خبري پوښښ اجازه نه ورکوي.

طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پرمهال هم قصاص او شرعي حدود جاري کول چې نړیوالو بشري سازمانونو پرې سختې نیوکې کولې.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو څه باندې یو کال وروسته د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده خپلو قاضیانو ته حکم کړی و چې مجرمان قصاص او شرعي حدود پرې جاري کړي.

د پخواني حکومت د جزا قانون له مخې د اعدام سزا د درې ګونو محکمو او سترې محکمې له طرزالعملونو او د ولسمشر تر وروستۍ پرېکړې وروسته د پلې کېدو وړ و.