جرمني کې د پاکستان پر کونسلګرۍ 'برید'؛ پاکستان د خپلو دیپلوماتو د خوندیتوب غوښتنه کړې

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې ځینې احتجاج کوونکي لیدل کېږي، چې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي.

د عکس سرچینه، PAKISTAN CONSULATE GENERAL

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې ځینې احتجاج کوونکي لیدل کېږي، چې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي.

پاکستان په جرمني کې پر خپله کونسلګرۍ ''برید'' سخت غندلي دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي: ''پاکستان په جرمني کې د خپلې کونسلګري پر ودانۍ د یو شمېر سخت دریځو برید او د جرمن چارواکو لخوا د (پاکستان کونسلګرۍ ودانۍ) د حرمت او امنیت په خوندي ساتلو کې پاتې راتلل غندي.''

د رپوټونو له مخې پرون شنبه لسګونه مظاهرین د جرمني په فرانکفورت کې د پاکستان کونسلګرۍ ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او شعارونه یې ورکول.

پر خواله رسنیو د دې پېښې په تړاو یو شمېر ویډیويي کلیپونه هم لاس په لاس کېږي، چې ځینې کسان پکې په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د کونسلګرۍ پر ودانۍ د ډبرو ګوزارونه کوي.

په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې ځینې کسان په ودانۍ کې د پاکستان بېرغ کوزوي، خو خپلواکو سرچینو دا ویډيي کلیپونه نه دي تائید کړي.

بل لور د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې له جرمن چارواکو غوښتل شوي، چې د ویانا کنوانسیون ته په پام سره په دې هېواد کې د پاکستان دیپلوماتیکو ماموریتونو او د دې کارکوونکو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دغه راز له جرمني چارواکو غوښتي چې د پرونۍ پېښې عاملین ونیسي او له هغو کسانو پوښتنې، ګروېږنې وکړي، چې د دوی په وینا د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلي دي.

اعلامیه

د عکس سرچینه، PAKISTAN ForeignOffice

له دې مخکې په جرمني کې د پاکستان سفارت هم دا پېښه وغندله.

په جرمني کې د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله ويلي: ''موږ د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۲۰مه په فرانکفورت کې پر خپله کونسلګرۍ د برید غندنه کوو.''

په اعلامیه کې زیاته شوې: ''موږ د جرمني له چارواکو سره په اړیکه کې یو، چې بیا دغسې وضعیت رامنځته نه شي او ورانکاري له قانوني تعقیب سره مخامخ شي. موږ د خپلې ټولنې له خلکو د سوله ییز پاتې کېدو غوښتنه کوو.''

بل لور جرمني کې ځايي مسوولینو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.