د 'عیسی مسیح' د لیدو په هیله ۲۱ کسان له لوږې مړه شول

کینیا

د عکس سرچینه، Reuters

د کېنیا پولیسو د ۲۱ کسانو مړي موندلي، چې اټکل کېده د یوه پادري په سپارښتنه یې د خوړو نه خوړلو له کبله سا ورکړې ده.

دا کسان په ساحلي مالیندي ښار کې موندل شوي او په تړاو یې یو پادري نیول شوی، چې ولې یې د کلیسا اړوندو مینه والو ته ژمنه ورکړې وه که (په لوږه کې ومرئ) نو د (عیسی مسیح) لیدل به مو په برخه شي.

په مړو شویو کې ماشومان هم دي او پولیس وايي، اټکل دی چې نور مړي هم وموندل شي.

ددغو کسانو مړي د شاکوهولا ځنګل ونو منځ کې په قبرونو کې موندل شوي.

تېره اونۍ پولیس ونه توانېدل چې په سیمه کې د (ښه خبر نړیوالې کلیسا) اړوند ۱۵ کسان مخکې له دې چې له لوږې ومري، وژغوري.

پولیسو د دغې کلیسا مشر پادري پل مکنزي انټینګ نیولی او تمه ده چې ژر به د پوښتنو ګروېږنو لپاره د قاضي مخې ته ودرول شي.

په یوه رپوټ کې راغلي چې یادې کلیسا ته څېرمه تر اوسه ۵۸ مړي کشف شوي دي.

مکنزي پر هغه هر ډول تورونه رد کړي او وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې یې خپله کلیسا رخصت کړې او تړې ده.

د کېنیا سټنډرډ ورځپاڼې لیکلي، ډاکټران د مړو شویو کسانو پر ډي اېن اې بوخت دي چې په زبات ورسوي ایا رښتیا دا کسان له لوږې مړه شوي او که نه.‌

کېنیا یو مذهبي هېواد دی چې ګڼې سخت دریځې مذهبي ډلې او کلیساګانې پکې شته او خپلو پلویانو ته د خطرناکو قوانینو سپارښتنه کوي.