کینیا کې ولې ډېر نارینه ځانوژنه کوي؟

د ویډیو تشریح، کینیا کې ولې ډېر نارینه ځانوژنه کوي؟

د بي بي سي افریقا څېړنې یو پروګرام دا ځل په افریقا کې د سړیو ژوند او چال چلند موضوع ته کتنه کوي. د رپوټونو په دې لړۍ کې لومړنۍ موضوع په کینیا کې د سړیو ځانوژنه پلټي. دغه رپوټ د کینیا په مرکز نیاندارو ولایت کې جوړ شوی دی. همدغلته تېر کال ۷۰ کسانو چې ټول یې سړي وو ځانونه وژلي دي.