کینیا د خره غوښې پر کاروبار بندیز لګوي

Donkeys

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کینیا په ۲۰۱۲ کال کې د خرو د غوښې کاروبار قانونی کړی و

د کینیا د کرنې او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې له راتلونکې میاشتې به د خره د غوښې پر کاروبار بندیز لګوي، او نور به یې قصابیو ته د ذبح کولو اجازه نه ورکوي.

کینیا په ۲۰۱۲ کال کې د خره غوښې کاروبار قانوني کړی، ځکه هغه مهال یې په چین کې غوښتنه بیخي ډېره وه. خو اوس د کرڼې وزیر پیټر مونیا ویلي، دا پرېکړه ناسمه وه او له کبله یې په کینیا کې د خرو نفوس کم شوی دی.

د کینیا په ډېرو کلیوالو سیمو کې خلک د اوبو او لرګیو راوړلو لپاره خره کاروي. اوس وېره دا ده چې که د خرو نفوس همداسې کمېږي نو ښځې به اړې وي چې دا کارونه وکړي.

حکومتي شمېرې ښیي چې کینیا کې دا مهال د خرو نفوس یو اعشاریه دوه میلیونه دی، خو کابو یوه لسیزه مخکې یې شمېر نژدې دوه میلیونه و.

خره
د عکس تشریح، د کینیا په کلیوالو سیمو کې خره د بار وړلو لپاره کارېږي

د تېرې دوشنبې پر ورځ د یو شمېر کلیوالو سیمو خلکو د کرڼې د وزیر دفتر مخې ته احتجاج وکړ او غوښتنه یې کوله چې د خرو نفوس دې خوندي کړل شي.

له دې وروسته د کرڼې وزیر هغو لویو سوداګریزو قصابیو ته چې د خرو ذبحې لپاره ځانګړي شوي، امر وکړ چې په یوه میاشت کې دې دا چاره بنده کړي.

ښاغلی مونیا وایي، د خرو د غوښې خوړلو پر ځای که هغه د بار وړلو لپاره وکارول شي نو ګټه به یې ډېروي.