'قطري ‌پلاوي متقي ته د سفر بلنه ورکړې'؛ دوحه وايي د طالبانو حکومت دې نړیوالو بحثونو کې ښکېل شي

دوحه

د عکس سرچینه، Taliban

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له امیر خان متقي سره لیدنه کې نوموړي ته بلنه ورکړې چې دوحې ته سفر وکړي.‌

ښاغلی الخلیفي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او پر ښاغلي‌ متقي سربېره یې د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء له درېواړو مرستیالانو او همدا راز د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو سره هم لیدلي دي.

د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر خپله اېکس خواله رسنۍ خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې قطري‌ پلاوي‌ له امیر خان متقي سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، روغتیايي، بانکي سکتور او د زیربنایي پروژو برخو کې د "لازمو همکاریو" ژمنه کړې.‌

په اعلامیه کې زیاته شوې، ښاغلي الخلیفي ویلي چې هېواد یې په کندهار کې د یوه "مجهز څلورسوه بستریز روغتون" د جوړولو هوډ‌ لري او همدا راز دا ډاډ یې هم وکړی چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنو د ازادېدو لپاره همکاري وکړي.

د دوحې ۳مه ناسته او د طالبانو دریځ

طالبان

د عکس سرچینه، TALIBAN

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره د ښاغلي الخلیفي لیده

د یادونې ده چې دا قطري پلاوی په داسې مهال کابل ته تللی، چې د ملګرو ملتونو لخوا دوحه کې د افغانستان په تړاو درېیمې ناستې ته چمتووالی روان دی.

ډاکتر الخلیفي کابل ته له تګ مخکې افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره هم لیدلي وو.

ښاغلي وېسټ پر خپل اېکس/ټویټر یوه پیغام کې لیکلي وو، له ډاکتر الخلیفي او سفیر فیصل بن عبدالله آل حنزاب سره یې په افغانستان کې مخې ته پر پرتې لارې خبرې کړې. هغه زیات کړې "د غونډو د سمبالولو، د حل لارو پراخولو او د ګډو زمینو موندلو او پاللو کې، د قطر د فعالې ونډې ستاینه کوم".

ټام

د عکس سرچینه، Thomas West

د طالبانو حکومت د دوحې ناستو د لړۍ په لومړۍ او دویمه غونډه کې برخه نه وه اخیستې او د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ظاهرآ د دې لپاره کابل ته تللی، چې دوی یې په راتلونکې ناسته کې ګډون ته وهڅوي.‌

خو د طالبانو حکومت چارواکي وایي، د دوحې راتلونکې غونډه کې په دې شرط ګډون کوي چې د دوی دریځ او شرایط ومنل شي.

د دغو شرایطو ډېر جزییات نشته، خو په دوحه کې د طالبانو حکومت سفیر محمد نعیم دویمه غونډه کې د نه ګډون په اړه بي‌‌بي‌سي ته ویلي وو، نه غواړي "په ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري."

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي متقي د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره لیدنه کې د "دوحې ناستې د موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت موقف په وضاحت سره وړاندې کړ او په یاده غونډه کې یې د اقلیم د بدلون، خصوصي سکتور او مخدره توکو په اړه د بحث کولو سره رضایت څرګند کړ."

د طالبانو اعلامیه وایي چې ښاغلي الخلیفي هم د دوحې درېیمه ناسته کې د دوی "د ګډون شرایط پرځای وبلل او په وینا یې ټول پر دې باور دي چې د اسلامي امارت له ګډون پرته دا ناسته هېڅ ګټه نه شي درلودلای."

قطر څه وايي؟

قطر

د عکس سرچینه، MofaQatar_EN

هممهاله د قطر بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه یوه خپره کې اعلامیه کې ویلي، چې کابل ته د دوی تللي پلاوي له طالب مشرانو سره په کتنو کې "په ځانګړې توګه په سیاسي، بشري، پرمختیايي او امنیتي برخو کې د افغانستان پر وروستیو پرمختګونو بحث او خبرې کړې."

اعلامیه وايي،‌ ښاغلي الخلیفي دغو لیدنو کې یادونه کړې چې "د قطر دولت د افغانستان کړکېچ د هواري لارې په توګه د خبرو پر اهمیت او همدارنګه د دوامداره حل لارو موندلو لپاره چې په دغه هېواد [افغانستان] کې د امنیت او ثبات له لا ټینګښت سره مرسته کوي، په نړیوالو بحثونو کې د سرپرست حکومت [د طالبانو حکومت] د ښکېلتیا له لارې له نړیوالې ټولنې سره په رغنده همکاریو بشپړ باور لري."

ښاغلي الخلیفي له ترهګرۍ، فساد او نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخه کې د افغانستان له لاسته راوړنو د قطر دولت رضایت څرګند کړی خو د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې "د هر اړخیزې ملي روغې جوړې، د بشري حقونو خوندیتوب، د افغانانو او په عزت کې د دوی د ژوند تېرولو حق ملاتړ او د ټولو فرقو او برخو ترمنځ د ټولنیزې سولې د تامین لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي."

دوحه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، دوحه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو او د څو پړاو بې پایلو بین الافغاني مذاکراتو کوربنه هم وه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د دغه هېواد لخوا په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د یوه مجهز تخصصي روغتون د جوړولو او له افغانستان سره په ښوونیزو او بشري برخو کې د مرستو د دوام یادونه شوې ده.

دغه وزارت ویلي چې "تر هر څه لومړی زدکړې" په نوم قطر بنسټ په مرسته د افغانستان لروبر ۳۰ زره کسانو لپاره د سواد زکړو پروګرامونه روان دي.‌

دوحه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو او تر هغې وروسته د څو پړاو بې پایله بین الافغاني مذاکراتو کوربنه وه.

همدا راز د طالبانو سیاسي دفتر هم همدلته او تر اوسه فعال دی.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر ظاهرآ همدې ته به کتو "افغانستان او قطر د سختو ورځو ملګري" بللي او ټینګار یې کړی چې "دغه ملګرتیا لا پیاوړې شي".

د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون یو شمیر لوېدیزو هېوادونو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ هم دوحې ته لېږدولي او خپلې چارې له هماغه ځایه سمبالوي.