"په افغانستان کې د اسټرالیا پوځ جنګي جرمونو" افشا کوونکی په بند محکوم شوی

ډیویډ مک برایډ چې په افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جرمونو د تورونو په افشا کولو کې مرسته کړې وه، په پنځه کاله بند محکوم شوی دی.

نوموړی، چې د پوځ پخوانی وکیل دی، ویلي، د اسټرالیا (ABC) شبکې ته یې د ضمیر او اخلاقو په نظر کې نیولو، د پوځي اسنادو یوه بسته ورکړې وه.

هغه معلومات چې نوموړي دې شبکې ته ورکړي وو، د یو لړ رپوټونو بنسټ و، چې په ۲۰۱۷ کال کې د "افغانستان دوسیې" په نوم وپېژندل شول او په افغانستان کې یې د جنګي جرمونو تورونو په ګډون د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه یوه کړکۍ پرانیسته.

ښاغلي مک برایډ د پوځي رازونو د غلا او افشا کولو جرم منلی دی.

د دغو رپوټونو له خپرېدو وروسته د اسټرالیا د دفاع وزارت څلور کلنې څېړنې، د هغو شواهدو د موندلو لامل شوې چې ښيي د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په ناقانونه ۳۹ افغانان وژلي دي.

د اسټرالیا د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي جنرال انګوس کمپبل د رپوټ له خپرېدو وروسته وویل، د یو شمېر پوځیانو تر منځ د "وسله والو کلتور" شرموونکې قضیې په ډاګه شوي، او د "SAS" (هوایي ځانګړي ځواکونو) ۲۵ تنو سرتېرو په دې وژنو کې لاس درلود، چې "هېڅ یو يې هم د جګړې په منځ کې نه دی وژل شوی."

ښاغلی مک برایډ لومړنی کس دی چې د افشا کولو په تور په اسټرالیا کې زنداني کېږي.

دغه شپیته کلن وکیل د محکمې د پریکړې د اعلان په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افشا کول یې عادلانه دي او د ناسمو کارونو د بربنډېدو لامل شوي.

نوموړي د ویکي لیکس د بنسټ اېښودونکي جولین اسانج د مېرمن سټیلا اسانج په ګډون د ملاتړ کونکو یوې ډلې ته وویل: "ما د اسټرالیا خلکو او سرتېرو ته چې موږ خوندي ساتي خپل قسم نه دی مات کړی."

ښاغلی مک برایډ په ۲۰۱۹ کال کې نیول شوی و او د دولتي ملکیتونو د غلا، له قانونه د سرغړونې او پرته له اجازې د اطلاعاتو د افشا کولو په ګډون له پنځو تورونو سره مخ شو.

د هغه وکیلانو په پیل کې غوښتل، په اسټرالیا کې د افشا کوونکو خوندیتوب قانون په کارولو د مک برایډ دفاع وکړي، خو له خپلو ډېرو دلیلونو څخه تېرېدو ته اړ شول، ځکه ویل شوي و، دا به ملي امنیت له خطر سره مخ کړي، او له همدې امله دوی له خپلو دفاعیو تېر شول.

څارنوالانو ښاغلی مک برایډ په دې تورن کړی چې د خپل "سموالي ثابتولو" له امله هڅول شوی او دا چې هغه ډول چې نوموړي معلومات او اسناد راټول کړي، زېرمه او افشا کړي "د استرالیا ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ یې په خطر کې اچولي دي."

په اسټرالیا کې یوه قاضي د سه شنبې په ورځ وویل، ښاغلی مک برایډ خپل شخصیت لري، خو داسې ښکاري چې د خپل نظر ثابتولو کې راګېر شوی دی.

د ښاغلي مک برایډ قضیه په اسټرالیا کې د ډېرو جنجالونو لامل شوه او په دې قضیه کې د سرغړونکو سرتېرو د محاکمې سستوالی او د افشا کوونکو خوندیتوب قوانینو کمزوري یې په ګوته کړل.