د اسټرالیا لوړپوړي پوځي په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د "بدنامۍ" قضیه وبایلله

د اسټرالیا یوه تر ټولو لوړپوړي او ډېر ستایل شوي پوځي بېن رابرټس سمېت د درو ورځپاڼو پر ضد د "نوم بدۍ" هغه تاریخي دوسیه وبایلله چې دی یې په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن کړی و.

دا لومړی ځل و چې په دغه هېواد کې په یوه ملکي محکمه کې پر یوه اسټرايلوي سرتېري د جنګي جرمونو لګول شوي تورونه ارزول کېږي. په دې قضیې کې هغه رسنۍ محاکمه شوې چې پر ښاغلي سمېت یې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې یې بې وسلې بندیان وژلي دي.

یوه قاضي انتوني بېسانکو د محاکمې پر مهال وویل، له هغو شپږو تورونو یې څلور ریښتیا دي چې دغه سرتېري رد کړي او وايي چې ګواکې نه یې دي کړي.

خو دغه قاضي ویلي، موندنې یې ښيي چې ورځپاڼې پر هغه د دوو نورو لګول شویو تورونو په زبادولو کې پاتې راغلې. په دغو تورونو کې یو دا و چې ګواکې دغه اسټرالیاوي سرتېري پر هغې مېرمنې برید کړی و چې ده ورسره جنسي اړیکه درلودله او بل هغه چې تر خپل لاس لاندې یو سرتېری یې ګواښلی و چې باید د جګړې له ډګره ناسم خبرونه ورکړي.

تر دغو دوو تورونو پرته پاتې نور د ځورونې څلور تورونه پر دغه سرتېري سم ثابت شول.

که څه هم تر اوسه نه هغه ته کومه سزا اورول شوې او نه هم په جنايي محکمه پر هغه د لګول شویو تورونو ارزونه او یا هم کره ثبوتونه وړاندې شوي دي.

نن د پنجشنبې په ورځ د قضیې د اورېدنې پر مهال دغه ۴۴ کلن اسټرالیاوی پوځي په محکمه کې حاضر نه و.

د مډالونو ګټل او د نوم بدۍ پیل

ښاغلی رابرټس سمېت د اسټرالیا د ځانګړو هوايي ځواکونو یا ایس.ایس.ايس یو وتلی، تر ټولو ډېر ستایل شوی او مشهور سرتېری دی. هغه په ۲۰۱۱ کې د دغه هېواد تر ټولو لوړه پوځي جایزه "ویکټوریا کراس" ترلاسه کړه. ښاغلي سمېت ته دا جایزه هغه برید له کبله ورکړل شوه چې د ده ډلګۍ د طالبانو تر برید لاندې راغلې وه خو ده په یوازې ځان هغوی ته ماتې ورکړه.

خو دغه اسټرالیايي پوځي په ۲۰۱۸ کې هله نوم بدی شو چې د سيډني مارنېنګ هیرالډ، د اېج او د کینبرا ټایمز په نوم ورځپاڼو د هغه د ځينو ناوړه کارونو په اړه مقالې خپرې کړې. دغه مقالې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲مه د هغه له ځينو ناکردو پرده پورته کوي.

د محاکمې پر مهال دغه لوړ پوړه سرتېري استدلال کاوه چې ګواکې پر ده د قتل لګول شوي پنځه تورونه بې بنسټه ځکه دي چې هغه کسان د جګړې په ډګر کې وژل شوي وو او د شپږم قتل قضیه هېڅ ريښتیا نه ده.

قاضي بیسانکو ته په ډاګه شوه چې یادو رسنیو که څه هم دوه تورونه ثابت نه شول کړای خو د څلورو وژنو په اړه یې مقالې او راپورونه ریښتيني دي.

ټول تورونه کوم دي؟

  • یو لاس تړلی کروندګر یې په لغته وهلی او غورځولی و چې له کبله یې د کروندګر غاښونه مات شوي وو او وروسته په مرمۍ ویشتل شوی و.
  • یو اسیر طالب یې لس مرمۍ پر شا ویشتلی و، بیا یې د هغه مصنوعي پښه د بريا د جام په څېر ورسره وړې وه او وروسته یې هغه د څښاک د لوښي په توګه کاروله.
  • دوه هغه قتلونه چې د رابرټ سمېت په امر شوي. تازه ورغلو سرتېرو ته یې امر کړی و چې د هغوی په وژلو او وینو بهولو سره دې خپل جګړه ييز ماموریت پیل کړي.

تر محکمې بهر په دې قضیه کې ښکېلو رسنیو د قاضي پرېکړه وستایله چې ګواکې د هغوی راپورونه تاییدوي.

تحقيقي خبریال نېک مکېنزي چې له دوو نورو خبریالانو کرېس ماسټرز او ډېوېډ رو سره په ګډه یې پر دغه اسټرالیاوي پوځي رپوټونه جوړ کړي وو، په یوازې یوه کلمه کې د محکمې پرېکړه خلاصه کړه، "عدالت".

ښاغلي مکېنزي وویل، "دا د اسټرالیا د ځانګړو هوايی ځواکونو د هغو مېړنیو سرتېرو د عدالت ورځ ده چې د بېن رابرټس سمېت پر ضد راپاڅېدل او خلکو ته یې د هغه ریښتیني څېره وروښودله چې هغه یو جنګي مجرم، ځوروونکی او دروغجن دی"

او "نن د بېن رابرټس سمېت پر وړاندې د افغان قربانیانو لپاره د یوه کوچني عدل ترلاسه کولو ورځ ده"

د اسټرالیا دفاع وزیر ریچارډ مارلس د دې قضیې په اړه له څه ویلو ډډه کړې. خو د جګړې یوه تاریخپوه پيټر سټېنلي بي بي سي ته وویل چې دا په افغانستان کې د اسټرالیا د ناسمو کړنو او پرې د لګول شویو تورونو یوه یوه ازموینه وه.

د ده په خبره، "د بېن رابرټس سمېت قضیه د جنګي جرمونو، تورونو، محکمو او احتمالي محکومیتونو یوازې یوه بېلګه ده او په راتلونکو څو کلونو کې به د دې سلسلې نورې برخې هم وګورو"

د یادولو ده چې په ۲۰۲۰ کې په یوه رپوټ کې د باور وړ داسې شواهد موندل شوي چې اسټرالیاوي ځواکونو په افغانستان کې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۳ کال پورې په ناقانونه توګه ۳۹ ملکي وګړي وژلي او بندیان کړي دي.

اوس شاوخوا درې کاله وروسته سيمه یيزو رسنیو ویلي چې له ۴۰ ډېر سرتېرو په جنګي جنایتونو کې د لاس لرلو په اړه تحقیق کېږي. خو تر اوسه یې له ډلې پر یوازې یوه اولیور شولز تورونه ثابت شوي او په سزا محکوم شوی دی.‌