نارینه لوبغاړي د لوبو په سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره ښځینه کالي اغوستي وو

    • Author, کیلیسټائن کولونې
    • دنده, بي بي سي افریقا سپورت څانګه
سټینلې اوموندي د کینیا شطرنج ۲۰۲۳ کال سیالیو کې ګډون ته ښځینه کالي اغوستي وو.
د عکس تشریح، سټینلې اوموندي د کینیا شطرنج ۲۰۲۳ کال سیالیو کې ګډون ته ښځینه کالي اغوستي وو.

په کینیا کې د شرنج یوه لوبغاړي د ښځینه لوبغاړو په سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره د ښځو کالي اغوستي وو. سټانلې اوموندي ځان له سره تر پښو په یوه بورکه کې پټ کړی و او عینکې یې پر سترګو وې، ځان د دې سیالیو لپاره د میلیسینټ اوور په نامه ثبت کړی و.

خو د نوموړي دا هڅه هله رسوا شوه، چې منتظیمنو ته د یوې ''غیر مشهورې'' لوبغاړې بریا مشکوکه ښکاره شوه. وروسته نوموړي د بښنې غوښتو لپاره یو لیک ولیک، چې بي بي سي هم لیدلی او پکې یې ویلي، اقتصادي اړتیاوې یې درلودې، ځکه یې په دې سیالیو کې برخه اخیستې.

نوموړي دغه راز ویلي، د هر ډول عواقبو لپاره چمتو دی، خو اوموندي د دې موضوع په هکله د نظر څرګندولو لپاره د بي بي سي غوښتنه نه ده ځواب کړې.

د کینیا شطرنج لوبو ادارې مشر برنارد وانجالا بیا د دې موضوع په هکله وايي، ښايي پر ښاغلي اوموندي د څو کلونو لپاره په سیالیو کې د برخې اخیستو بندیز ولګول شي، خو په خبره یې د ټول عمر لپاره به په سیالیو کې له برخې اخیستو منع نه شي.

د کینیا سپورت چارواکي وايي، دا په هېواد کې لومړۍ دا ډول پېښه ده.
د عکس تشریح، د کینیا سپورت چارواکي وايي، دا په هېواد کې لومړۍ دا ډول پېښه ده.

ښاغلي برنارد د بي بي سي افریقا سپورت څانګې سره خبرو کې وویل: ''په لومړي سر کې مو هېڅ شک او شبه نه درلودل، ځکه د شځینه لوبغاړو نقاب د معمول خبره ده، خو وروسته چې یې د خورا مشهورو لوبغاړو خلاف بریا خپله کړه، موږ ته ځکه مشکوک ښکاره شو، چې معمولاً نوي لوبغاړي د داسې تجربه کارو لوبغاړو پر وړاندې نه بریالي کېږي.''

د مسوولینو په خبره د اوموندي پیزار (بوټان) او دا چې خبرې یې نه کولې، د دې شکونو د لا زیاتوالي لامل شول.

چارواکي وايي، له دې شکونو سره سره یې د لوبې په بهیر کې ځکه د هغه مخه و نه نیوله، چې هسې نه د مذهبي تبعیض تور پرې ولګېږي، خو په وینا یې په څلورم پړاو کې یې چې اوموندي د سپیناوي لپاره وغوښت، نو هغه هېڅ حیرانتیا څرګنده نه کړه.