د نایجېریا دودیز ډُولچي: 'په ډُول وهلو خپل کلتور ژوندی ساتو'

د ویډیو تشریح، د نایجېریا دودیز ډُولچي: 'په ډُول وهلو خپل کلتور ژوندی ساتو'

نایجېریایی هنرمن اډیبایو ایوډیجي په لاګوس ښار کې ماشومانو ته په افریقايي کلتور کې د ډُول وهلو اهمیت ورزدکوي. په نایجېریا کې ډُول وهل د اړیکو او یو او بل د خبرولو یوه لاره ګڼل کېده، خو د ګرځنده موبایل په څېر د ټکنالوجۍ په راتلو سره، دودیز ډُول وهل ورو-ورو په ختمېدو دي. ایوډيجي هیله‌من دی چې د ډُول وهلو کار به یې کلتور ژوندی وساتي.