تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې اسټرالیا له ۱۶ کلونو د ټیټ عمر پر زلمیانو ټولنیزې رسنۍ بندوي؟
د ډسمبر له لسمې نېټې وروسته د ټولنیزو رسنیو شرکتونه باید "مناسب ګامونه" پورته کړي چې ډاډ ترلاسه شي په اسټرالیا کې له ۱۶ کلونو د کم عمره ځوانان په خپلو پلټ فارمونو کې حسابونه نه شي جوړولی او موجوده حسابونه غیر فعال یا لرې شي.
حکومت وايي دا بندیز - چې د نړۍ په کچه بېلګه او د ډېرو والدینو خوښ سیاست دی - د هغو "فشارونو او خطرونو" کمولو لپاره دی چې ماشومان د ټولنیزو رسنیو له لوري ورسره مخامخېږي؛ هغه خطرونه چې د پلټفارمونو له ډیزاین څخه رامنځته کېږي، ځکه دا ډیزاینونه ماشومان د ډېر وخت تېرولو ته هڅوي او هم ورسره داسې منځپانګه وړاندې کوي چې د هغوی روغتیا او هوساینې ته زیان رسولای شي.
سږکال د حکومت په غوښتنه شوې یوې څېړنې وښودله چې له لسو تر ۱۵ کلن ماشومان ۹۶ سلنه ټولنیزې رسنۍ کاروي او په هغوی کې له هرو لسو څخه اوه یې له زیان رسوونکې محتوا او چلند سره مخ شوي دي. دا چلند له ښځو څخه د کرکې ډکو موادو، د جګړې ویډیوګانو، د خوړو د اختلالاتو او ځانوژنې د هڅونې پورې رسېږي.
له هرو اوو ماشومانو یوه یې ویلي چې د لېوالتیا یا چلونې په ډول د لویانو یا مشرانو ماشومانو له خوا ځورول شوی او له نیمایي ډېرو یې ویلي چې د انلاین ځورونې (سایبر بولېینګ) ښکار شوي دي.
ګرېګ اټوېلز، چې د "۳۶ میاشتو" نومې کمپاین ډلې مشر دی او د ټولنیزو رسنیو د کارولو عمر له ۱۳ څخه ۱۶ کلونو ته د لوړولو لپاره یې مبارزه کړې، بي بي سي ته وویل دا په ریښتیا بندیز نه دی، بلکې یوه "وقفه ده چې ماشومانو ته فرصت ورکوي د نړۍ تر پېژندلو مخکې خپل ځان وپېژني. دا د ۳۶ میاشتو ځنډ دی چې دوی د ټولنیزو رسنیو د ډیجیټلي نړۍ رسمي برخه شي."
کوم پلټفارمونه اغېزمن شوي؟
د اسټرالیا حکومت تر اوسه نهه پلټفارمونه له بندیز لاندې راوستي:
فېسبوک، انسټېګرام، سنپچټ، تریډز، ټیکټاک، اېکس، یوټیوب، ریډیټ او یوازې-سټریمینګ پلټفارم "کِک".
پر دې سربېره حکومت تر فشار لاندې دی چې انلاین لوبې هم پکې شاملې کړي. د دې وېره چې ښايي دوی په نښه شي، د "روبلاکس" او "ډېسکارډ" په څېر لوبیزو پلټفارمونو په ځینو برخو کې د عمر د تایید ځانګړتیاوې ورزیاتې کړې دي چې ښايي له بندیزه ځان وساتي.
حکومت وايي د پلټفارمونو دا لېست بیا هم ارزوي او درې معیارونه به په پام کې نیسي:
- ایا د پلټفارم یوازینی یا "غوره مهم" هدف د کاروونکو ترمنځ انلاین اړیکه ده؟
- ایا کاروونکي له نورو کاروونکو سره په ګډه اړیکه یا تعامل لرلی شي؟
- ایا کاروونکو ته اجازه ورکوي چې مواد خپاره کړي؟
"یوټیوب کېډز/ د ماشومانو لپاره یوټیوب"، "ګوګل کلاسروم" او "وټساپ" ځکه شامل نه شول چې دا معیارونه یې نه پوره کول. ماشومان به همدا راز د یوټیوب په څېر پلټفارمونو ډېری محتوا ولیدلی شي، ځکه هلته حساب جوړول ضروري نه دي.
بندیز به څنګه پلي کېږي؟
ماشومانو او والدینو ته به د بندیز د ماتولو له امله سزا نه ورکول کېږي - بلکې ټولنیزې رسنۍ دي چې د پلي کولو مسوولیت لري او د سختو او تکراري سرغړونو په صورت کې به تر ۴۹،۵ میلیونه ډالرو پورې جریمه کېږي.
حکومت وايي دا شرکتونه باید "منطقي ګامونه" واخلي چې ماشومان له پلټفارمونو لرې وساتي او د عمر د تایید ټېکنالوژۍ وکاروي – خو پرته له دې چې مشخصه کړي کومه ټېکنالوژي.
یوشمېر ممکنه لارې وړاندې شوې دي:
- د حکومتي پېژندپاڼې کارول
- د څېرې یا غږ پېژندنه
- د عمر اټکل
د عمر اټکل داسې تخنیک دی چې د زېږېدو نېټې پر ځای له نورو انلاین نښو - لکه انلاین چلند یا تعاملاتو - څخه د یو کس عمر اټکلوي.
حکومت پلټفارمونه هڅوي چې د عمر د تایید لپاره بېلابېلې لارې چارې وکاروي. حکومت همدا راز ویلي پلټفامونه یوازې پخپله د کاروونکي د عمر لیکلو یا د والدینو په تضمین تکیه نه شي کولی.
"مېټا" چې د فېسبوک، انسټېګرام او تریډز مالکیت لري، اعلان کړی د ډسمبر له څلورمې به د ځوانانو حسابونه بندول پیل کړي. شرکت ویلي هغه ځوانان چې په تېروتنه له پلاتفورم لرې شي، د حکومت پېژندپاڼه یا د ځان ویډیويي سیلفي د عمر د ثابتولو لپاره کارولی شي.
نورو اغېزمنو شویو پلټفارمونو تر اوسه نه دي ویلي چې څنګه به له بندیز سره سم عمل وکړي.
ایا دا بندیز به کار ورکړي؟
له دې پرته چې معلومه شي شرکتونه دقیقاً کوم میتودونه کاروي، دا ګرانه ده چې ووايو بندیز به څومره مؤثر وي. خو اندېښنې شته چې د عمر د تایید ټېکنالوژۍ ښايي ځینې د قانوني عمر لرونکي کسان په غلطۍ بند کړي او په عین وخت کې له اصلي کوچنیانو تېر شي.
د اسټرالیا د حکومت خپل راپور ښيي چې د څېرې د ارزونې ټېکنالوژي د هماغه عمر ډلې لپاره تر ټولو کم باوري میتود دی چې په نښه کېږي.
په دې اړه هم پوښتنې شوې چې د سرغړونې جریمې ایا دومره لویې دي چې ګټه به ولري که نه. د فېسبوک پخواني چارواکي سټېفن شییلر د اسټرالیا خبري اژانس ته ویلي: "مېټا یوازې په یو ساعت او ۵۲ دقیقو کې شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي."
ګوتنیوونکي وايي که بندیز په بشپړ ډول عملي هم شي، بیا هم د ماشومانو لپاره د انلاین زیان مخه نه شي نیولای. د ملګرې موندلو وېبپاڼې، د لوبو پلټفارمونه او د مصنوعي ځیرکتیا چټباټونه پکې شامل نه دي؛ په داسې حال کې چې چټباټونه تازه د دې له امله په سرټکیو کې راغلي چې ماشومانو ته یې د ځانوژنې سپارښتنې کړې او له کوچنیانو سره یې "احساساتي" خبرې کړې وې.
نور کسان وايي هغه ځوانان چې له خپلو ټولنو سره د اړیکو ساتلو لپاره ټولنیزو رسنیو ته اړتیا لري به په انزوا کې پرېښودل شي. دوی استدلال کوي چې د ماشومانو روزل او پوهاوی ور کول د بندیز پرتله ډېر اغېزناک دي.
د اسټرالیا د مخابراتو وزیرې انیکا وېلز هم منلې چې دا بندیز ښايي "بې عیبه" نه وي.
هغې د نومبر په لومړیو کې وویل: "دا به په عمل کې یو څه ګډوډ ښکاري. لوی اصلاحات تل همداسې وي."
د ډېټا د خونديتوب اندېښنې شته؟
منتقدین وايي د عمر د تثبیت لپاره به د ډېرو معلوماتو راټولول او ساتل اړین وي چې د غلط استعمال خطر لري.
اسټرالیا – د نړۍ د ډېرو هېوادونو په څېر – په وروستیو کلونو کې د مهمو معلوماتي افشاګریو شاهده پاتې شوې ده؛ چې پکې ډېر حساس شخصي معلومات غلا شوي او پلورل شوي يا خپاره شوي دي.
خو حکومت وايي په قانون کې د شخصي معلوماتو لپاره "ستر خونديتوبونه" شامل شوي دي. د دې له مخې دغه معلومات باید یوازې د عمر د تایید لپاره وکارول شي او وروسته باید له منځه یووړل شي. د سرغړونې لپاره "سختې سزاګانې" هم ټاکل شوې دي.
حکومت همدا راز وايي پلټفارمونه باید د حکومت د پېژندپاڼې د کارولو پر ځای بدیل میتود هم وړاندې کړي.
د ټولنیزو رسنیو شرکتونو څه غبرګون ښودلی؟
کله چې په ۲۰۲۴ کال کې د بندیز اعلان وشو، ټولنیزې رسنۍ حیرانې شوې. دوی ویلي دا عملي کول ډېر سخت دي، اسانه نامراعات کېدای شي، د کاروونکو وخت ضایع کوي او د خلکو د محرمیت خطرونه هم لري.
هغوی دا هم ویلي چې دا بندیز به ماشومان د انټرنېټ تیاره برخو ته بوځي او هغوی به له ټولنیزو اړیکو بېبرخې کړي. "سنپ" – د سنپچټ مالک – او "یوټیوب" هم رد کړي چې ګنې دوی ټولنیزې رسنۍ دي.
ویل کېږي چې د یوټیوب مالک "ګوګل" لا هم فکر کوي چې د ځان د شاملېدو پر ضد قانوني دعوه وکړي. ګوګل د بي بي سي پوښتنې ځواب نه کړې.
که څه هم میټا اعلان وکړ چې بندیز به تر وخته مخکې عملي کړي، بیا یې هم وویل چې دا بندیز به د ځوانانو لپاره "د هغو ګڼو کاریالونو ترمنځ چې کاروي یې، متضاد خونديتوب" رامنځته کړي.
په پارلماني اورېدنو کې چې د اکتوبر په میاشت کې وشوې، ټیکټاک او سنپ وویل چې لا هم د بندیز مخالف دي، خو بیا یې هم پلي کوي.
"کِک" - یوازېنی اسټرالیایي شرکت چې له بندیز لاندې راغلی – ویلي چې یو "لړ اقدامات" به عملي کړي او له چارواکو سره به "رغندې" همکاري ته دوام ورکړي.
اټوېل بي بي سي ته وویل: "ما د یو لوی ټېکنالوژي شرکت له یو چا سره خبرې وکړې او ترې مې وپوښتل چې دوی له څه شي وېرېږي. هغه وویل دا زموږ لپاره د نړیوال ویرال خطر لري. دوی وېرېږي چې په اسټرالیا کې څه روان دي، نور هېوادونه به یې هم کاپي کړي او دوی غواړي دا موضوع یوازې په اسټرالیا کې محدود وساتي."
ایا نور هېوادونه هم ورته بندیزونه لري؟
له ۱۶ د ټیټ عمر ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو بندیز په نړۍ کې لومړني دي او نور هېوادونه به په ډېر دقت هغه څاري. په نورو ځایونو کې بېلابېلې لارې ازمایل شوي چې د ماشومانو د سکرین وخت محدود کړي او د مضرو موادو مخه ونیسي، خو هېڅ ځای لا تر اوسه په پلټفارمونو بشپړ بندیز نه دی لګولی.
بریتانیا کې تېره جولای میاشت نوي د خونديتوب قوانین نافذ شول. د دې له مخې که انلاین شرکتونه د ماشومانو د خونديتوب تدابیر په ښه ډول عملي نه کړي، نو د ډېرو لوړو جریمو یا حتی د چارواکو د بند له سزا سره مخ کېږي.
په نورو اروپايي هېوادونو کې له یوې ټاکلې کچې د ټیټ عمر ماشومان یوازې د والدینو په اجازه ټولنیزې رسنۍ کارولای شي. په سپتمبر کې د فرانسې یوې پارلماني څېړنې وړاندیز وکړ چې له ۱۵ کلنۍ ټیټ ماشومان له ټولنیزو رسنیو منع شي او د ۱۵ تر ۱۸ کلنو لپاره د ټولنیزو رسنیو "ګرځبندیز" یا د کارولو مهالوېش ټاکل شي.
ډنمارک اعلان کړی چې له ۱۵ کلونو د ټیټ عمر پر ماشومانو به ټولنیزې رسنۍ بندوي او ناروې هم ورته طرحه ارزوي. د اسپانیا حکومت پارلمان ته یوه مسوده قانون وړاندې کړې چې له مخې به یې له ۱۶ کلونو ټیټ عمره ماشومانو ته یوازې د قانوني سرپرستانو په اجازه حساب ورکول کېږي.
په امریکا کې د یوتا ایالت هغه هڅه چې غوښتل یې له ۱۸ کلنۍ ټیټ ځوانان د والدینو له اجازې پرته له ټولنیزو رسنیو منع کړي، تېر کال د یوه فدرالي قاضي له خوا ودرول شول.
ایا ماشومان به د بندیز ماتولو هڅه وکړي؟
له بي بي سي سره ځوانانو په مرکو کې ویلي، د بندیز له پيل مخکې یې له جعلي عمرونو سره نوي حسابونه جوړ کړي. حکومت ټولنیزو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې تمه لري دا ډول حسابونه تشخیص او ړنګ کړي.
انلاین، ځوانان یو بل ته د بدیلو اپلېکېشنونه سپارښتنه کوي او داسې لارې چارې شریکوي چې فکر کوي له بندیزه په تېرېدو کې به ورسره مرسته وکړي.
ځینې ځوانان، چې پکې انفلوېنسران هم دي، له خپلو والدینو سره ګډ حسابونو ته اوښتي دي. شنونکي هم وړاندوېینه کوي چې د VPN کارول به ډېر شي - هغه وسیله چې د انټرنېټ د کارولو اصلي هېواد پټوي - لکه څنګه چې په بریتانیا کې د عمر د کنټرول د اصولو له پلي کېدو وروسته ډېره عامه شوه.
خو اټوېل وايي: "هو، ماشومان تل د لارې په لټولو کې دي. دا په دې معنا نه ده چې قانون باید جوړ نه شي. موږ نور هم ډېر مقررات لرو چې د دوی د خوندي کېدو لپاره دي."
(د بي بي سي نیوز او بي بي سي ګلوبل ژورنالېزم په همکارۍ لیکل شوی راپور)