لومړنۍ اېف ۱۶ ډوله جنګي الوتکې اوکرایین ته ورسېدې

د ناټو د غړو هېوادونو له خوا اوکرایين ته لومړنۍ اېف ۱۶ ډوله جنګي جېټ الوتکې تر څو مياشتو چمتووالي او د پيلوټانو تر روزنې وروسته ورکول شوې دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، دغه الوتکې به له اوکرایینیانو سره مرسته وکړي چې "هوا یې پر مخ خلاصه شي".

روسي ځواکونه هم د اوکرایین اېف ۱۶ الوتکو ته تیاری نیسي.

دوی د اوکرایین یو شمېر پوځي هوايي ډګرونه په نښه کړي دي او داسې اندېښنې زیاتې شوې دي چې پر دغو جېټ الوتکو به هم له رسېدو سره سم برید وکړي او له منځه به یوسي.

یوازې د جولای په میاشت کې، د اوکرایین لږ تر لږه پر درې هوایي ډګرونو بریدونه شوي دي.

مسکو ادعا کوي، پنځه اوکرایني سوو ـ۲۷ جنګي الوتکې او یوه مېګ-۲۹ الوتکه یې د رادار او پیټریوټ هوايي دفاع توغندیو په وسیلې ویجاړ کړي دي.

د کیېف چارواکي په دې تړاو تر ډېره پټه خوله دي او د هوايي ځواک په تړاو یې د تبصرې لپاره د بي بي سي غوښتنه رد کړې ده.

خو د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لینډبرګیس په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، یو ناممکن کار په بشپړ ډول ممکن شو.

که دا خبر تائید شي، نو د دغو جنګي جېټ الوتکو راتګ به د اوکرایین د هوايي دفاعي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وي.

اوکرایین تر دې مهاله د خپل هوایي دفاع په برخه کې، د روسیې د یرغل پر وړاندې یوازې د پخواني شوروي دورې پخوانیو الوتکو پورې محدود و.

خو دا ځواکمنې جېټ الوتکې په ۲۰ ملي متر توپ سمبالې دي او کولای شي بمونه، او توغندي هم ولېږدوي.

دا لا څرګنده نه ده چې اوکرایین ته څو اېف ۱۶ جېټ الوتکې ورکړل شوې دي.

کیېف تمه لري، له بلجیم، ډنمارک، ناروې او هالنډ څخه نژدې اتیا اېف ۱۶ الوتکې ترلاسه کړي.

د تېر کال په اګست میاشت کې امریکا تر ډېرو بحثونو وروسته بالاخره اوکرایین ته د اېف ۱۶ جنګي الوتکو د لېږد اجازه ورکړه، خو دا یې هم ویلي و، د الوتکو لېږد به هغه وخت عملي شي، چې د اوکرایین پیلوټان د دې الوتکې لپاره بشپړه روزنه ترلاسه کړي.

اوکرایین له روسیې سره د جګړې له لومړي کال راهیسې د دغو جنګي الوتکو ترلاسه کولو هڅې کوي.

داسې انګېرل کېږي، هالنډ دا مهال د عملیاتو لپاره چمتو ۲۴ اېف ۱۶ جنګي الوتکې لري، چې ښايي نور له خدماتو واېستل شي. هالند غواړي ځای یې پر نورو پرمختللو الوتکو ډک کړي. ډنمارک هم د خپلو جنګي بېړیو وړتیاوو لوړولو پلان لري، چې ۳۰ اېف ۱۶ الوتکې په کې شاملې دي.

امریکا او متحدینو یې مخکې اوکرایین ته د اېف ۱۶ الوتکو ورکول رد کړي وو او وېره یې ښوولې وه، چې ښايي دا به د اټومي وسلو لرونکي هېواد روسیې سره جګړه پراخه کړي.

له تېر کال راهیسې په لوېدیځ کې د اوکرایین ملاتړو ۱۱ هېوادونو په ګډون یوه ایتلاف، د اوکراییني پیلوټانو روزنه پیل کړې وه.

اېف ۱۶ فالکن په نړۍ کې یو له خورا پرمختللو جنګي الوتکو شمېرل کېږي.

د امریکا د پوځي معلوماتو له مخې، دغه الوتکې د لارښود توغندیو او بمونو د لېږدولو وړتیا لري او په ساعت کې د ۲۴۰۰ کیلومترو په سرعت د الوتنې وړتیا هم لري.