د افغان ښځینه کډوالو لوبډلې تمرینونه نړیوالو سیالیو ته د ورګرځېدو په لړ کې وځنډېدل

ټاکل شوې وه، چې د افغان ښځینه کډوالو د فوټبال لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۶مې نېټې څخه په دوبۍ کې تمرینات پیل کړي، خو د دغې لوبډلې سفر متحده عربي اماراتو ته له ځنډ سره مخامخ شوی او له همدې امله تمرینات یې هم ځنډول شوي دي.

د فیفا چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې د سفر او د تمریناتو د ځنډ خبره تائید کړه خو د دې ځنډ لپاره یې ځانګړی لامل په ګوته نه کړ.

خو یوې باوري سرچینې، چې نه‌ غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، چې د لوبغاړو د ویزو د صادرېدو پروسه له ځنډ سره مخامخ شوې ده.

دغه تمرینونه د نړیوال ټورنمنټ [فیفا یونایټډز، چې د ښځو د سیالیو یوه لړۍ ده] لپاره د چمتووالي یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۵ د اکتوبر له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

په دې تورنمنټ کې د افغان ښځینه کډوالو لوبډله به د اماراتو، چاد او لیبیا د ښځو له ملي ټیمونو سره سیالي کوي.

د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله، چې اوس د "افغان ښځینه کډوالو ټیم" په نوم پېژندل کېږي، له څلورو کلونو تبعید او له نړیوالو سیالیو د لېرېوالي وروسته، بېرته نړیوال ډګر ته د ستنېدو په درشل کې ده.

دغې لوبډلې د فیفا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د نړیوالو ملاتړو په مرسته یو ځل بیا د افغان ښځو د وړتیاوو او ارادې ښودلو فرصت موندلی دی.

د ټیم غړي او د لوبغاړو ډلبندي یا جوړښت

د افغان ښځینه کډوالو د فوټبال ټیم له ۲۳ لوبغاړو جوړ شوی، چې په بریتانیا او استرلیا کې د پېژندلو یا غوراوي له کمپونو څخه غوره شوې دي.

دغه لوبغاړې له بېلابېلو هېوادونو لکه اسټرالیا، بریتانیا، پورتګال او ایټالیا څخه دې ټیم ته غوره شوې دي.

د ټیم مشره روزونکې پائولین همیل ده، چې د سکاټلنډ د ښځو د ملي ټیم پخوانۍ روزونکې ده او په روزنه کې پیاوړې سابقه لري.

اوس نوموړې د افغان ښځینه کډوالو د ټیم مشري پر غاړه لري.

دا ټیم د فیفا له لوري د یو نوي نوښت په ترڅ کې رامنځته شوی، چې موخه یې د تبعید شوو لوبغاړو ملاتړ او د ښځو لپاره د مساوي فرصتونو برابرول دي.

یاد پروګرام [د کډوالو لوبغاړو ټیم] د فیفا شورا د ۲۰۲۵ کال په مې میاشتې کې تصویب کړ او له هغه وروسته په اسټرالیا او بریتانیا کې د استعدادونو د پېژندنې له درې پړاونو تېرېدو وروسته جوړ او په کار یې پیل وکړ.

د کار له پیل سره د سکاټلنډ او اسټرالیا باتجربه روزونکې پائولین همیل، له یوه تخنیکي، طبي او رواني متخصص ټیم سره یو ځای ۲۳ وروستي لوبغاړي وټاکل.

د دې پروژې اصلي موخه د یو داسې ټیم جوړول وو، چې وکولای شي د افغان ښځو د هیلو او مقاومت استازیتوب په نړیواله کچه وکړي.

ټاکل شوې وه، چې دا لوبډله د "فیفا یونایټډز: د ښځو د سیالیو لړۍ" تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۳مې تر ۲۹مې په دوبۍ کې دوستانه سیالیو کې ګډون وکړي.

په دې سیالیو کې به د افغانستان (د کډوالو ټیم)، اماراتو، چاد او لیبیا د ښځو ټیمونه برخه واخلي.

فیفا ویلي، دا ګډون نه یوازې د افغان ښځو لپاره یو تاریخي ګام دی، بلکې دا د ښځو د سپورت او ټولنیز حق لپاره د نړیوالو ژمنو په ډاګه کول دي.

فیفا ژمنه کړې، چې د دې ټیم ملاتړ ته به ټول اړین امکانات برابروي: له تمریناتي تاسیساتو، طبي پاملرنې، رواني ملاتړ او ښوونیزو پروګرامونو نیولې، تر هغه هر څه پورې، چې یوه سیال ټیم ته اړتیا ده.

دا ګام د شنونکو په وینا، ښايي د افغان ښځینه فوټبال لپاره د یوې نوې دورې پیل وي.

د ښځو فوټبال په افغانستان کې

د افغانستان د ښځو ملي فوټبال ټیم د دغه هېواد د ښځو د زغم، زړورتیا او مقاومت یو سمبول ګڼل کېږي.

دا ټیم په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د ملي اولمپیک کمېټې په ملاتړ کابل نجونو ته د یوه خوندي ورزشي فرصت د برابرولو په موخه جوړ شو.

له هماغه پیله دا ټیم له ګڼو ننګونو سره مخامخ و.

په ۲۰۰۸ کال کې د مهارتونو د لوړولو لپاره جرمني ته ولاړ او همداراز یې د اسلامي هېوادونو په یوه ټورنمنېټ کې، چې په اردن کې ترسره شو ګډون وکړ.

په ۲۰۱۰ کال کې د ډنمارک د هېومیل (Hummel) برانډ له‌خوا مالي ملاتړ ترلاسه کړ او همدې کال کې د سویلي اسیا د ښځو د قهرمانۍ سیالیو کې د افغانستان لومړی نړیوال حضور ثبت شو.

که څه هم د نیپال پر وړاندې سخته ماتې وخوړه خو دې لوبو کې برخه اخیستل د افغان ښځو په سپورتي تاریخ کې یوه مهمه لاسته ‌راوړنه ګڼل کېږي.

په وروستیو کلونو کې د ټیم ملاتړ زیات شو او په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان فوټبال فدراسیون یو نوی تخنیکي ټیم، چې مشر روزونکی، مرستیال روزونکی او د پرګرامونو مدیر پکې شامل وو، د ټیم برخه کړل.

خو اوس د ښځو سپورت په افغانستان کې له پراخو ننګونو سره مخ دی.

له هغې وروسته، چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بېرته واک ته ورسېدل، د ښځو ټول ورزشي فعالیتونه بند شول، او ډېری ورزشکاران دې ته اړ شول، چې له هېواده ووځي.

سره له دې، چې نړیوالې هڅې د افغان ښځو د سپورت د ملاتړ لپاره دوام لري او د افغان ښځینه کډوالو ټیم د دغو هڅو ژوندۍ بېلګه دی.