د طالبانو حکومت وايي له ايرانه يې غوښتي چې په اعدام محکوم افغانان وروسپاري

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ایرانه غوښتي چې په هغه هېواد کې په اعدام محکوم شوي افغانان افغانستان ته وسپاري.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، لازمه ده چې دغه بندیان د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونو سره په همغږۍ دې هېواد ته ولېږدول شي او د افغانستان د قوانینو له مخې ورسره چلند وشي.

څو ورځې وړاندې د ایران د بشري حقونو سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي وو چې ایران د روان میلادي کال په اووه میاشتو کې درې سوه کسان اعدام کړي چې شل تنه یې افغانان دي.

په دوی کې ډېری کسان د مخدره توکو، عمدي قتلونو او نورو په تور اعدام شوي دي.

د دغه رپوټ له نشرېدو وروسته اوس د طالبانو حکومت له ایرانه غوښتي چې په اعدام محکوم شوي افغانان دوی ته وسپاري ترڅو ورسره د افغانستان د قوانینو له مخې چلند وشي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، "په دې اړه زموږ غوښتنه دا ده چې له افغاني بنديانو سره احتياط وشي او د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو سره په ګډه همغږۍ دغه بنديان هم افغانستان ته را انتقال شي، تر څو دلته د افغانستان د قوانينو له مخې هغوی خپله سزا وويني."

ښاغلی فطرت زیاتوي چې له ایران سره د افغانستان د هوکړې له مخې تر اوسه ایران دوی ته شاوخوا څلور زره افغان زندانیان سپارلي او په وينا يې د نورو د لېږد لپاره هلې ځلې روانې دي.

په ایران کې د افغان بندیانو دقیقه شمېره هم معلومه نه ده، خو د ایران یوه قضايي چارواکي تېره میاشت ویلي وو چې په دغه هېواد کې بهرني زندانیانو کې ۹۵ سلنه یې افغانان دي.

دوی تر ډېره په ناقانونه ډول هغه هېواد ته د اوښتو، مخدره موادو قاچاق او جنايي جرمونو باندې تورن دي او ځینې پکې ان اعدامېږي.

د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو لخوا له بندیانو سره د ایراني حکومت پر چلند او اعدامونو وار په وار نیوکې کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي وو چې په ایران کې د بندیانو اعدامولو کې زیاتوالی راغلی او په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د نړۍ د ټولو اعدامونو له ډلې ۷۵ سلنه یې یوازې ایران کې ترسره شوي دي.