بې لاسونو غشي ویشتونکې نجلۍ؛ د بزګر له کوره څنګه تر نړیوالو سیالیو ورسېده؟

د عکس سرچینه، Abhilasha Chaudhary
- Author, ایوش ماجومدار
- دنده, د ورزشي چارو خبریال
غشي ویشتونکې ٰشیتل دېوي' خپله لېندۍ راپورته کړه، غشی یې پکې کېښود، ۵۰ متره لرې نښې ته یې شیش برابر کړ، په څېره کې یې جدیت او تمرکز برېښېده.
د هغې رقیبې لوبغاړې هم همداسې وکړل چې د هند په یوه ورزشي کلب کې تمرین ورسره کوي.
خو د دوی دواړو تر منځ توپیر دا دی چې هغه روغه جوړه خو شیتل دېوي د معلولانو پر چوکۍ ناسته ده او دغه لوبه کوي.
دېوي لیندۍ پر خپله ښۍ پښه راپورته کوي، پر ښي مټ یې تسمه سمبالوي، زنې سره ګوتمړ تکیه کوي، پښه غځوي او لیندۍ د غشي ویشتنې لپاره سره غبرګېږي.
ولې معلوله شوې؟
۱۷ کلنه شیتل دېوي د هندي کشمیر په 'جمو' سیمه کې زېږېدلې ده. دا له "فوکومیلیا" سره پيدا شوې وه، داسې یو معلولیت چې ماشوم له موره بې لاسونو زېږي.
شیتل د نړۍ لومړنۍ او یوازېنۍ داسې ښځينه ده چې پرته له لاسونو د غشي ویشتنې په سیالیو کې برخه اخلي.

د عکس سرچینه، Abhilasha Chaudhary
د اسیا په کچه د معلولانو په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټونکې دا لوبغاړې اوس غواړي د پاریس پارالمپيک کې برخه واخلي. په پام کې ده دا سیالۍ د روان کال د اګست پر ۲۸مه پيل شي.
شیتل دېوي وايي، "زه باور لرم چې د سرو زرو مډال به وګټم. تر اوسه چې خپلو ګټلو مډالونو ته ګورم نو دومره یې هڅولې یم چې احساسوم نور هم ګټم. دا خو یې ایله پيل دی."
ټاکل شوې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۴۴۰۰ لوبغاړي د ۲۲ مختلفو ورزشونو په برخه کې په سږنیو پارالمپيک سیالیو کې برخه واخلي.
غشي ویشتنه له ۱۹۶۰ راهیسې د دغو لوبو برخه ده. بریتانیا، امریکا او جنوبي کوریا د ډېرو مډالونو په ګټلو سره د دغو لوبو سرلاري هېوادونه دي خو هند یې په ۱۷ پړاو سیالیو کې یوازې یو د زېړو مډال ګټلی و.
غشي ویشتونکي لوبغاړي په دغو سیالیو کې د خپل معلولیت څرنګوالي ته په کتو ډلبندي کېږي. نښه هم د هغوی فزیکي وړتیا ته په کتو په یوه فاصله کې ورته اېښودل کېږي او د معلولانو د چوکۍ په څېر نور اړین توکي ورته برابرېږي.
شیتل دېوي اوسمهال د معلولو مېرمنو د ترکیبي ازادو سیالو په برخه کې په نړۍ کې لومړی مقام لري.
په ۲۰۲۳ کې هغې د معلولانو غشي ویشتونکو په نړیواله اتلولۍ کې د سپينو زرو مډال وګاټه او له دې سره د پاریس لوبو کې د ګډون وړ وبلل شوه.
په پاریس پارالمپيک کې به له سختې سیالۍ او سیالانو سره مخامخ شي. د دوی تر منځ د نړۍ درېیمه غوره غشي ویشتونکې 'جین کارلا ګوګېل' او د نړۍ اتلولۍ ګټونکې ترکۍ غشي ویشتونکې 'اوزنور کیور' هم شته.
خو هغه کسان چې دېوي پېژني وايي چې هغه د همدې لوبې کولو او ګټلو لپاره زېږېدلې ده.
د 'ابېلاش چودري" په نوم د شیتل یو روزونکی وايي، "شیتل دېوي غشي ویشتنه نه ده ټاکلې، بلکې غشي ویشتنې شیتل ټاکلې ده."
د یوه بزګر له کوره تر نړیوالو سیالیو

د عکس سرچینه، Abhilasha Chaudhary
شیتل د هند په یوه واړه کلي کې له یوه بزګر کره زېږېدلې او تر ۱۵ کلنۍ یې غشی او لیندۍ په سترګو هم نه وو لیدلي.
په ۲۰۲۲ کې د یوه پېژندګلو په وړاندیز له خپلې سیمې شاوخوا ۲۰۰ کلیومتره لرې په 'کاترا' کې د 'شري ماتا ویشنو دېوي زیارت' له لوري د ترسره کېدونکو لوبو لیدو ته ورغلې وه.
هماغلته یې ابېلاش چودري او کولديپ ویدان سره کتلي وو چې وروسته یې روزونکي شول او دا یې د غشي ویشتنې له نړۍ سره اشنا کړه.
دا څه موده وروسته له خپله کوره د کاترا سیمې روزنځي ته ور وکوچېده او د غشي ویشتنې تمرینونه یې پیل کړل.
روزونکي یې وايي چې د شیتل دېوي وړتیاو حیران کړل.
خپل معلولیت ته په کتو شیتل ته دا لویه ننګونه وه خو د هغې پښې او پورته بدن ډېر ځواکمن و.
دا یې لامل دا ښيي چې د لاسونو د نشتوالي له کبله له ماشومتوبه اړه وه چې ډېر کارونه په پښو وکړي، لکه لیکل او له خپلو ملګرو سره پر ونو ختل.
شیتل دېوي د غشي ویشتنې پيلولو په اړه وايي، "ما ته دا هر څه ناشوني برېښېدل. پښو به مې سخت درد کاوه خو په یو نا یو ډول مې وزغمل."
قرباني ورکول او د زحمت پایله

د عکس سرچینه، Getty Images
دېوي په لومړیو کې د ربړ تسمه لرونکې لیندنۍ کاروله او د پنځو مترو په فاصله نښې باندې به یې د غشي ویشتنې تمرین کاوه. ورو ورو یې پر ځان باور پياوړ شو، سختۍ یې وګاللې او یوازې د څلورو میاشتو په موده کې د مسلکي غشي ویشتنې وسایلو د کارولو جوګه شوه او د ۵۰ مترو په فاصله کې د ازادې نښې ویشتنې ډول لوبه یې پیل کړه.
یوازې د دوو کلونو په موده کې هغې په ۲۰۲۳ کې د اسیا په کچه د معلولو لوبغاړو تر منځ د سیالیو پر مهال په خپله کټګورۍ کې شپږ ځلې په پرله پسې ډول د نښې هغه ځای په غشي وویشت چې لس نمرې یې له کبله ګټل کېږي او له دې سره یې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
لس نمرې په غشي ویشتنه کې په یوه وار سره تر ټولو لوړې نمرې وي چې د نښې منځ ویشتلو سره ترلاسه کېږي.
شیتل وايي، "ما به ان که د ۹ نمرو ځای وویشت نو په فکر کې به مې یوازې همدا ګرځېدل چې بل غشي سره څنګه د لسو ځای وولم."
خو دې ځای ته رسېدل اسانه نه وو؛ په دې لاره کې شیتل دېوي ډېره قرباني هم ورکړې ده.
دېوي وايي، دوه کاله مخکې چې په اورګاډي کې له خپله کوره د غشي ویشتنې لپاره کاترا ته راغلې، بیا یو ځل هم کور ته نه ده تللې.
خو اوس وايي چې د پارالمپيک سیالیو نه وروسته به کور ته ځي او هغه هم داسې چې "هیله لرم له مډال سره ستنه شم."
که سیالۍ هر څنګه وي خو دا هوډمنه ده چې تر ټولو غوره غشي ویشتنه وکړي.
شیتل زیاتوي، "په هېچا کې د هېڅه کمی نه وي، بس زحمت په کار دی او دا چې ته په اصل کې څه ترلاسه کول غواړې. ما چې وکړای شول نو هر څوک یې کولای شي."











