بایسکل ځغلوونکې افغانې خویندې څنګه د طالبانو له بندیزونو تر اولمپيک سیالیو ورسېدې؟

- Author, فیروز رحیمي او پيټر بال
- دنده, بيبيسي
د سویس هېواد د الپس غرونو په لړۍ کې د ۱۵ زره پاونډو پر بایسکل سپره فریبا هاشمي په خپلې خور یولدوز هاشمي پسې د رسېدو لپاره په زوره پایډل وهي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې به د دغه هېواد د یوې لرې پرتې سيمې دې اوسېدونکو خویندو په پور کړو بایسکلونو باندې تمرین کاوه.
افغانستان نه تر وتلو وروسته اوس د پاريس په راروانو اولمپيک سیالیو کې د ګډون لپاره خپل وروستي تمرینونه کوي. که څه هم په دغه هېواد کې د طالبانو حکومت د ځينو نورو ډګرونو تر څنګ د لوبو په برخه کې هم د ښځو پر ګډون بندیز لګولی خو فریبا او یولدوز هاشمي به د افغانستان په استازيتوب تر درې رنګه ملي بېرغ لاندې په دې سیالیو کې برخه واخلي.
پر پېچومو د پایډل وهل

۲۱ کلنې فریبا هاشمي او ۲۴ کلنې یولدوز هاشمي د نړۍ له ډېرو وتلو او تجربهکارو ښځينه بایسکل ځغلوونکو سره سیالۍ ته ملا تړلې ده. له داسې لوبغاړو سره چې څنګه له خاپوړو پر خپلو پښو تګ پيل کړي نو ورسره جوخت د بایسکل ځغلول هم زده کوي. خو دغو دواړو خویندو ته دا فرصت نه و برابر او ډېر وروسته یې ورمخه کړه.
دوی دواړه په فاریاب کې زېږېدلې دي چې د افغانستان له لرې پرتو ولایتونو دی. تر ډېره یې خلک دوديز افکار لري او د ښځو له لوري د بایسکل چلول پکې نادره کار دی.
فریبا هغه مهال ۱۴ کلنه او یولدوز ۱۷ کلنه وه چې د بایسکل ځغلونې د سيمهييزو سیالیو یو اعلان یې کتلی و او په کې د ګډون پرېکړه یې کړې وه.
خو دوه ستونزې وې، یوه دا چې بایسکل یې نه درلود او دویمه دا چې چلولی یا ځغلولی یې هم نه شو.
دواړو خویندو یوه غرمه په خپل ګاونډ کې له یو چا بایسکل پور کړ. څو ساعته وروسته وپوهېدې چې ځغلولی یې شي.
د دوی لپاره بله ننګونه دا وه چې نه یې غوښتل کورنۍ پرې خبره شي، ځکه چې د ښځو بایسکل چلول په ټولنه کې دود نه دي او پر خلکو ښه نه لګېږي.
دواړو خویندو بدل نوم کاراوه، لویې جامې یې اغوستې، حجاب به یې کاوه او تورې عینکې به یې په سترګو کولې چې څوک یې ونه پېژني.
بلاخره د سیاليو ورځ راورسېده او جالبه وه چې یوې خور یې لومړی او بلې دویم مقام خپل کړ.
فریبا وايي، "ډېر خوند یې وکړ، ځان هغه مرغۍ راته ښکاره شو چې اوس الوتلی شي."
ننګونې او خطرونه

فریبا هاشمي او خور یې هله له افغانستانه ووتلې چې پر دغه هېواد طالبان واکمن شول.
دواړو خویندو همداسې د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې ګډون کاوه او بریاوې یې خپلولې چې یوه ورځ یې کورنۍ پر کومه سيمهييزه رسنۍ د دوی عکسونه وکتل او مور او پلار يې پرې خبر شول چې لوڼې یې څه کوي.
فریبا وايي، "اول غصه وو، راته ویل یې چې نور باید بایسکل چلول بس کړم. خو ناهیلې نه شوم او په پټه مې چلاوه."
خو دا هر څه له خطره خالي نه وو. خلکو به خپل ګاډي او رکشې د دوی له بایسکلونو سره ټکرولې او یا به ځينو پر کاڼو ویشتلې.
یولدوز هاشمي وايي، "خلکو ځورولو خو زما یوازنۍ هیله دا وه چې سیالۍ وګټم."
خو کړۍ نوره هم پرې تنګه شوه.
له هېواده وتل
د دوی پر بایسکل ځغلولو څلور کاله اوښتي وو چې په ۲۰۲۱ کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او د زدکړو او سفر تر څنګ یې پر ښځو بېلابېل محدودیتونه ولګول او حقونه یې ترې وتروړل. په لوبو کې یې هم د ښځو پر ګډون بندیزو ولګاوه.
د یولدوز او فریبا هاشمي ارمان و چې يوه ورځ په اولمپيک سیالیو کې ګډون وکړي. خو دوی پوهېدې چې که اوس د بایسکل ځغلونې په کومه سیالۍ کې ګډون کول غواړي نو باید افغانستان پرېږدي.

ایټالیا هېواد د بایسکل ځغلونې د یوې ټولنې په مرسته د تخلیې په بهیر کې دغه دواړه خویندې د دوی د لوبډلې له درو نورو غړو سره له افغانستانه و ایستلې. هماغه و چې په لومړيو کې يې په ایټالیا کې د بایسکل ځغلوونکو له یوې لوبډلې سره تمرینونه او روزنه پيل کړه.
یولدوز وايي، "په افغانستان کې موږ مسلکي روزونکي نه درلودل. یوازې همدومره مو کولای شول چې بایسکل واخلو او ویې چلوو، بس."
خو د خپلې کورنۍ پرېښودل او ترې لرې تلل ورته اسانه نه وو.
فریبا هاشمي وايي، "له خپلې مور لرې والی ډېر راته سخت دی. هېڅکله مې داسې فکر نه و کړی چې د بایسکل چلولو لپاره به زه د خپلو خویندو-وروڼو پرېښودو ته اړ شم. خو ما د دې لپاره ډېر څه قرباني کړل."
د پاریس اولمپيک سیالیو ته ټاکل کېدل
د اصولو له مخې د اولمپيک ملي کمېټه باید د دولت تر لاسوهنې یا مداخلې پرته نړیوالو لوبو ته لوبغاړي وټاکي خو د طالبانو حکومت د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر اوس هم پر ښځينه لوبغاړو له بندیز سره دا اصول مات کړي دي.

د ۲۰۲۴ کال د اولمپيک لوبو له رانږدې کېدو سره ګمان کېده چې ښايي د افغانستان له لوري هېڅوک هم په دغو سیالیو کې برخه وا نه خلي خو د اولمپيک نړیوالې کمېټې غوښتل چې افغان ښځينه لوبغاړو ته پکې د ګډون یوه لار برابره کړي.
تر پردې شا ته ځينې خبرې شوې دي او په جلاوطنۍ کې د لوبو برخې ځينو پخوانيو مشرانو د پاریس اولمپيک کې د ګډون لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړې ده.
په تېره جون میاشت کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې اعلان وکړ چې د جنسیت برابري ته په کتو يې د درو افغان ښځينهو او درو نارینهو یوه شپږ کسيزه ډله ټاکلې ده چې په دې سیالیو کې به د افغانستان استازيتوب کوي. په همدې ډله کې دواړه هاشمي خویندې هم شته.
فریبا هاشمي وايي، "دا زموږ لپاره لوی خبر و او دواړه یې هېښ کړو."
یولدوز وايي، "همېشه مو دا ارمان و چې په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړو او دا دی، هغه خوب مو ريښتیا شو."
یولدوز هاشمي زیاتوي، "دې ته په کتو چې ټول حقونه رانه اخیستل شوي دي خو موږ دا په ډاګه کړه چې لوی بری ترلاسه او پر یوه نړيوال دريځ د ۲۰ میلیونه افغان ښځو استازيتوب کولای شو."
یولدوز وايي، "موږ دواړه خویندې د یوې بلې قوت یو. هغه زما ملاتړې ده او زه د هغې" او فریبا هاشمي بیا وايي، "زموږ لاسته راوړنه د ټول افغانستان ده. د ټولو افغان مېرمنو ده، ځکه چې زه نن د همدوی له کبله د اولمپيک سیالیو ته روانه یم."











