افغان لوبغاړې منیژه تلاش ولې د اولمپیک له تاریخي سیالۍ بې برخې شوه؟

منیژه

د عکس سرچینه، Getty Images

منیژه له ډېرو هڅو او سختیو ګاللو وروسته د خپل یوه مهم هدف او خوب پوره کولو ځای (اولمپیکي سیالیو) ته رسېدلې وه خو د یوه شعار لېږد له کبله نه یوازې چې په روان اولمپیک کې له سیالیو بې برخې شوه، بلکې په راتلونکو سیالیو کې یې د ګډون په اړه هم پوښتنه راپورته شوې ده.

د نڅا او ورزش نړیوال فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، منیژه له دې کبله چې "په تن یې سیاسي شعار لګولی و" د سیالۍ له دوام بې برخې شوې.

نوموړې وړمه ورځ د برېکېنګ (نڅا) برخه کې له هالنډۍ سیالې سره لوبه درلوده او منیژه تلاش په کې له داسې لباس سره درېځ ته راغله چې پرې لیکل شوې و "افغان ښځې ازادې کړئ."

دا شعار چې په انګریزۍ لیکل شوی و تنظیمونکو یې سملاسي ور پام شو او هغه یې له سیالۍ بې برخې اعلان کړه.

نوموړې دا شعار په ابي رنګه ټوټه چې د هغې پر اوږو پروت و، لیکلی و او داسې انګېرل کېږي چې هڅه یې کړې وه د چادرۍ په رنګ چې افغانستان کې ډېرې دود دي، نړۍ ته د افغان ښځو د محرومیت داستان ورسوي.

برېکېنګ څنګه لوبه ده او منیژې تلاش څنګه زده کړې؟

کډوالي

د عکس سرچینه، Getty Images

برېکېنګ سیالۍ په لومړي ځل په ۲۰۲۴م کال اولپمیکي سیالیو کې ځای پر ځای شوې او منیژې تلاش هم په لومړي ځل د اولمپیکي مشهورو سیالیو برېکېنګ برخه کې ګډون کړی و.

دا ورزش ته ورته منظم حرکتونه او نڅا ده چې اصلا له یوه ډول صحرایې نڅا اخېستل شوې بڼه ده.

په افغانستان او ځینو نورو سیمو کې برېکېنګ ته د نڅا په سترګه کتل کېږي او په ډېرو سنتي ټولنو کې په ازاده فضا کې د ښځو نڅا حساسیتونه لري، ځکه نو منیژې تلاش ته هم دا اسانه نه وه چې د برېکېنګ نړۍ یوه ستوري شي او د هغې په ټکو د دې لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړې یوازینۍ افغانه ده چې له سختو او پرلپسې تمرینونو او حرفوي زدکړو وروسته د برېکېنګ برخه کې د ۲۰۲۴ اولمپیک سیالیو ته ځان رسوي.

هغې ویلي دا نڅا ته ورته حرکتونه یې د پېژندګلوي له ښکاره کولو پرته په پټه زده کړې او د دوام لپاره یې "اړه شوې چې هېواد پرېږدي."

د دغې برخې د ډېرو ورزشکارانو خلاف منیژه په څه ځنډ دغه حرکتونه پیل کړي او د زدکړې لپاره یې لومړۍ سوک وهنه او بیا رزمي هنرونه زده کړې دي.

کډوالي

د عکس سرچینه، Getty Images

دغې افغان پېغلې له خپلې لېوالتیا سره د برېکېنګ لومړۍ زدکړې کابل کې کړې او د طالبانو له واکمنۍ وروسته اسپانیا ته کډواله شوې.

اسپانیا ته له رسېدو سره منیژه تلاش فکر کاوه چې نور به ونه شي کولی د داسې افغانستان په استازولی لوبه وکړي چې طالبان په کې واکمن دي او په ښځو یې "کمساري بندیزونه" لګولي دي.

له دې سره د اولمپیک کمېټه د هغو لوبډلو په جوړولو هم لګیا وه چې له خپل هېواده لېرې په تبعید کې ژوند کوي او دې چارې بیا د منیژې په څیر د ډېر ورزشکارانو هیلې ژوندۍ کړې.

په یوه کمساري هڅه کې د اولمپیک کمیټې یو شپږ کسیزه لوبډله چې درې یې افغان نجونې او درې یې هلکان و، د اولمپیک سیالیو ته غوره کړه.

منیژه تلاش چې په ځان یې باور درلود د المپیک د تنظیمونکي کمیټې سره یې د اړیکې ټینګولو هڅه وکړه او د روان المپیک څخه دوه میاشتې وړاندې د مۍ په میاشت کې ډاډ ورکړل شو چې د کډوالو په لوبډله کې غوره شوې ده.

دې اعلان د هغې یو ورک خوب رښتیا کړ خو د سیالۍ په ورځ ورته د افغان ښځو پر وضعیت ویر د ازادۍ شعار ګران تمام شو.

هغه که څه هم له دې سیالۍ بې برخې شوه خو دغه حرکت یې چې د افغان ښځو لپاره یې اولمپیک په څير د سترو سیالیو له درېځه د ازادۍ پیغام تر نړیوالو ورساوه د ډېرو پام ځان ته اړولی دی.