د ۲۰۲۴ پاریس اولمپیک: د سرو زرو مډال ګټل څومره ارزښت لري؟

اولمپیک

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې په ۱۸۹۶ کال کې په اتنز کې عصري اولمپیک لوبې پیل شوې، دا سیالۍ په بشپړه توګه اماتور یا ذوقي وې او مسلکي ورزشکارانو ته پکې د ګډون اجازه نه وه. ګټونکو ته ان د نغدي جایزو ورکول هم منع وو.

خو د پاریس په روانو اولمپیک سیالیو کې هر ډول لوبغاړي لیدل کېږي. له هغو چې ډېر بډای دي او په کال کې سلګونه میلیونه ډالر ګټي، بیا تر هغو چې د خپلو تمریونونو او روزنې لپاره له ستونزو او ننګونو سره مخ دي او په اسانۍ یې نه شي ترسره کولای.

هغه ورزشکاران چې اولمپیک ته لار مومي، کولای شي له بېلابېلو سرچینو څخه پیسې وګټي. د بېلګې په توګه د مالي ملاتړ کوونکو او د دوی د هېوادونو لخوا ورکړل شوي مالي او نور انعامونه او هغه مالي جایزې چې په لومړي ځل د اولمپیک په دې دوره کې ورکول کېږي.

خو دغه نغدي جايزه د اولمپيک د ټولو ورزشکارانو لپاره نه ده، ځکه خو دا کار د اولمپيک په سياليو کې د شتمنيو د وېش په اړه د ځينو خلکو د ناخوښۍ لامل شوی دی.

د ۲۰۲۴ کال اولمپیک سیالیو د ۳۲ لوبو له ډلې یوازې د دوو لوبو سیالانو ته نغدي جایزې ورکول کېږي، اتلیتیک او سوک وهنه.

اولمپیک

د عکس سرچینه، Getty Images

د اتلیتیک فدراسیونونو نړیوالې ټولنې، د لوبو او څار نړیواله اداره کونکې ادارې، په اپرېل میاشت کې په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال پاریس اولمپیک کې د سرو زرو مډال ګټونکو ته به پنځوس زره ډالره انعام ورکړي.

تر هغه یوه میاشت وروسته، د سوک وهنې نړیوالې ټولنې هم اعلان وکړ چې دوی به نغدي جایزې ورکړي. د سوک وهنې په برخه کې د اولمپیک د اتلولۍ مقام ته د رسېدو لپاره د دې نړیوالې ادارې جایزه سل زره ډالره ده، خو د دې پیسو څلورمه برخه د ورزشکارانو ملي فدراسیونونو او بله څلورمه برخه یې روزونکو ته ورکول کېږي.

په دواړو برخو کې، د سپینو زرو او ژېړو مډال ګټونکي به هم لږ اندازه نغدي جایزې ترلاسه کړي. د سوک وهنې نړيواله ټولنه تر پنځم مقام پورې ګډون کوونکو ته جايزې ورکوي.

اولمپیک

د عکس سرچینه، Getty Images

په حقیقت کې دا د اولمپیک چارواکي نه دي چې په مستقیم ډول په دغو دوو ورزشي سیالیو کې مډال ګټونکو ته نغدي جایزې ورکوي، بلکې د دغو دوو ورزشي څانګو مسوولینو نړیوالو سازمانونو پرېکړه کړې چې په اولمپیک کې د دغو څانګو لوبغاړو ته جایزې ورکړي.

د ورزش نړیوال فدراسیون د هغو پیسو یوه برخه چې د اولمپیک له نړیوالې کمېټې څخه یې ترلاسه کوي د سیالیو د عاید د یوې برخې په توګه د انعامونو د ورکولو لپاره کاروي. خو ځینو دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ایا د نغدي جایزې ورکول سم انتخاب دی که نه؟

خو د اولمپیک اتلانو ته ډېرې پیسې او جایزې ورکول کېدای شي ګټور وي. ځکه ځینې یې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي. اولګا کوربوت، د پخواني شوروي جمناسټک لوبغاړې، چې د خپل مسلک په اوږدو کې یې څلور د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه ګټلي، مجبوره شوه په ۲۰۱۷ کال کې خپل درې مډالونه په ۳۳۳۵۰۰ ډالرو وپلوري.

ملي ویاړ

اولمپیک

د عکس سرچینه، Getty Images

ډېرې نورې لارې هم شته چې لوبغاړي کولای شي په اولمپیک کې د لوبو له ګټلو وروسته مالي جایزې ترلاسه کړي.

ډېری ورزشکاران چې په اولمپیک کې سیالیو او لوبو ګتلو ته د رسېدو هڅه کوي په خپل هېواد کې هم انعامونه ترلاسه کوي.

ویل شوي د نړۍ د هېوادونو تر منځ سینګاپور خپلو مډال ګټونکو لوبغاړو ته تر ټولو سترې جایزې ورکوي. اوس مهال، کوم سینګاپوری لوبغاړی په پاریس کې د سرو زرو مډال وګټي، ۷۵۰ زره ډالر ترلاسه کوي.

د کوربه هېواد فرانسې لپاره، دا اندازه ۸۰ زره یورو ده. دا په داسې حال کې ده چې ان د مراکش لوبغاړي ډېرې پیسې ترلاسه کوي. که دوی د سرو زرو مډال وګټي، ۲۰۰ زره ډالره ورکول کېږي.

دا اندازه د امریکا له خوا د اعلان شویو جایزو څخه ډېره ده. په امریکا کې، د "سرو زرو عملیات" په نوم یو بنسټ هر هغه لوبغاړي ته چې د سرو زرو مډال ترلاسه کړي، ۳۷۵۰۰ ډالر ورکوي.

تلپاتې یاد

اولمپیک

د عکس سرچینه، Getty Images

ځینې هېوادونه، لکه بریتانیا، خپلو لوبغاړو ته هېڅ مالي انعام نه ورکوي.

خو په بریتانیا کې د اولمپیک سیالیو لپاره لوبغاړو ته د روزنې او چمتو کېدلو په موخه پیسې ورکول کېږي. د بریتانیا په ټیم کې، هغه لوبغاړي چې د مډال ګټونکو په توګه پېژندل شوي کولای شي په کال کې تر ۲۸ زره پونډه ترلاسه کړي.

که څه هم دا اندازه په هېڅ ډول کمه نه ده، خو دوی ته د انعام ورکړه د نړۍ له ځینې مشهور ورزشکارانو سره چې ترلاسه کوي یې، د پرتلې وړ نه ده.

لوبغاړو ته د نغدي جایزو د ورکولو په اړه ستونزمن بحث به ژر پای ته ونه رسېږي. دا پوښتنه لاهم په جدي ډول راپورته کی‎ېږي چې ایا د دې جایزو ورکړه به د دې پیسو د لګولو غوره لاره وي کنه. خو د دې امکان هم شته چې د نغدو انعامونو ورکړه به د اتلتیک او سوکوهنې ور هاخوا هم وغځول شي.

یوه پوښتنه دا هم ده چې د سرو زرو مډال ارزښت څومره دی؟

د سږ کال د اولمپیک د سرو زرو مډال ۵۰۵ ګرامه سپین زر او شپږ ګرامه سره زر لري (د اولمپیک د سرو زرو مډالونه د ۱۹۱۲ کال راهیسې په بشپړه توګه د سرو زرو څخه نه دي جوړ شوي). د دغو مډالونو خام ارزښت ۹۵۰ ډالره دی.

له دې ټولو سره سره، د پاریس د اولمپیک اتلان هیله لري چې د دوی د بریا یادونه او خاطرې بیې ته کېنښودل شي.