د هند په کلیوالي سیمو کې بایسکل چلول څنګه د مکتبیو نجونو برخلیک بدلوي؟

د عکس سرچینه، AP
د هند یو تر ټولو بې وزله ایالت بیهار د یوې اوسېدونکې نیبها کوماري په زړه دي، چې په ۱۵ کلنۍ کې د بایسکل چلولو یې څنګه ژوند ور بدل کړ.
نیبها پوره دوه کاله، په اوونۍ کې شپږ ورځې هره ورځ دوه ساعته پر هغه بایسکل له کوره ښوونځي ته او کورسونو ته تلله چې ایالتي حکومت ورکړی و.
هغه وايي: "که بایسکل مې نه درلودای، فکر نه کوم چې ښوونځی به مې بشپړ کړی وای."
نبیها چې په پنځلس کلنۍ کې پر بایسکل ښوونځي ته تله، اوس ۲۷ کلنه ده. هغه وايي، "بایسکل مې ژوند بدل کړی دی."
د بیهار ایالت د بیګوسارای ولسوالۍ د یوه برګز لور نبیها له کوره لس کیلو متره لیرې خپلې ترور کره اوسېدله، ښوونځی یې له خپله کوره ډېر لیرې او د ترور کور ته یو څه نږدې و.
ښوونځي ته تګ یې له ننګونو او سختیو خالي نه و، سیمه کې یې د لېږد رالېږد وسایل هم د اعتبار وړ نه وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
نبیها به پر بایسکل ښوونځی ته تله او د زدکړو د دوام لپاره به یې د کلي په کنډ و کپر او خرابو سړکونو بایسکل ځغلاوه.
بیګوسارای کې د روغتیا برخې یوه کارمنه بووانیشواري کوماري وايي، "له هغه وخته چې نجونې پر بایسکلونو ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو ته ځي پر ځان باور یې لوړ شوی. اوس ډېرې نجونې ښوونځیو ته ځي. ډېرې یې بایسکل چلوي."
د هند د کلیوالي سیمو د مکتبیو نجونو له خوا د بایسکل چلولو په اړه ګڼې څېړنې شوې دي.
یوه څېړنه چې د سریشتي اګروال، ادېت سېت او راهول ګوېل له خوا په دې برخه کې ترسره شوې، موندلې چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۷ کاله د دغو نجونو له خوا بایسکل چلولو کې دوه برابره ډېروالی راغلی. دا شمېر له ۴،۵ سلنه څخه ۱۱ سلنه ته لوړ شوی.
آغلې اګروال وايي، "دا یو خاموش انقلاب دی. مونږ دې ته انقلاب ځکه وایو چې په داسې یوه هېواد کې چې جنسیتي نابرابري پکې خورا په لوړه کچه ده، د نجونو له خوا د بایسکل چلول ډېر شوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند په لیرې پرتو کلیو کې نجونو ته د دولتي بایسکلونو وړیا وېشل په ۲۰۰۴ کال کې هغه مهال پیل شول، چې ګڼ شمېر نجونې د اوږد مزل او لیرې واټن له امله ښوونځیو پرېښودو ته اړې شوې.
دا مرستې یوازې تر هند محدودې نه دي، بلکې له کولمبیا، مالاوي، کینیا او زمبابوی په څېر هېوادونو ترلاسه شوي شواهد ښيي، چې نجونو ته د بایسکلونو وېش په ښوونځیو کې د نجونو ګډون زیات کړی. خو په هند کې دا شمېر خور لوړ یاد شوی دی.
بایسکل چلول په کلیوالي سیمو کې چې ترانسپورتي وسایلو ته لاسرسی پکې ګران دی، ډېر شوی. داسې حال کې چې دا شمېر بیا په ښاري سیمو کې ثابت پاتې دی.
د بایسکل چلولو دا انقلاب د هند په کلیو کې خورا مهم دی او په بیهار، لویدیځ بنګال، اسام او چتیسګړ کې ډېر دود شوی.
۲۰ سلنه هغه کسان چې له کوره کار ځای ته ځي، بایسکل یې د ترانسپورت اصلي وسیله ده.

د عکس سرچینه، Getty Images











