د هند تر واک لاندې کشمیر کې نجونو ولې فلم جوړونې او تمثیل ته مخه کړې ده؟

فلم

هغه کشمير چې تاوتريخوالي ځپلی او تر ډېره یې خلک دودپاله دي، په وروستیو کې ګڼو ځوانو نجونو پکې فلم جوړونې او تمثیل ته مخه کړې ده.

نن سبا د هند تر واک لاندې کشمير په ګڼو سيمو کې د فلمونو ثبت یا شوټېنګ روان دی.

کشميرۍ فلمي لوبغاړې فرحانه بټ هم د سرينګر په یوه ښایسته دره کې د یوه سیریال پر ثبت بوخته ده چې دا پکې مرکزي رول لوبوي. په روانه ژبه خپل ډيالوګونه وايي او کامرې یې له بېلابېلو زاویو ثبتوي.

۲۷ کلنه فرحانه بټ د هند خوا کشمیر له بریالیو فلمي لوبغاړو ګڼل کېږي.

دا وايي، له عامر خان سره په "دنګل" فلم کې د لور رول لوبوونکې زایره وسیم سره یې ګڼو فلمونو کې کار کړی دی.

که څه هم زایره په فلمونو کې له بریالي کار وروسته له تمثیل سره مخه‌ښه وکړه خو فرحانه لا هم لګیا ده. د هندي سینما تر لسو ډېرو فلمونو کې د کار تر څنګ په سیریالونو او د موسیقۍ اړوند ځينو ویډيوګانو کې هم کار کړی دی.

فرحانه وايي، "سینما ته د راتګ اراده مې نه وه، غوښتل مې خبریاله او یا د خبرونو وړاندې کوونکې شم. تمثیل ته راتګ مې هسې یو تصادف و او څومره چې دې برخې ته راتګ ستونزمن و، هماغومره یې روان ساتل ډېرې هڅې غواړي"

د دودونو ماتول

کشميرۍ نجونې

په کشمیر کې که څه هم نجونې په بېلابېلو مسلکونو کې کار کوي خو په وروستيو کې يې سينما او د فلم صنعت ته ډېرو پام وراړولی دی.

انیسه خان د کشمير د بډګام سيمې اوسېدونکې ده او غواړي فلم جوړوونکې یا ډایرېکټره شي.

بي‌بي‌سي سره په خبرو کې يې وویل، "زه کیسه ویونکې یم. په همدې کې مې پام شو چې کیسې څنګه پر پرده باید ښکاره کړو. بیا مې ورو ورو د وړو مستندونو او لنډو فلمونو جوړول پيل کړل او دا سلسله لا روانه ده."

مصباح علي د فلمونو تنظیموونکې ده او تر اوسه یې د ګڼو فلمونو د تولید برخې د مشرې په توګه کار کړی. دا وايي، "اوس په فلمي صنعت کې د کار فرصتونه ډېر شوي نو ځکه ګڼو نجونو دغه مسلک ته مخه کړې ده."

خو مصباح وايي چې ځينې ننګونې او خنډونه هم شته چې کشميرۍ نجونې ورسره په مبارزه لګیا دي.

دا زیاتوي، "کشمیر یوه لرغونې ټولنه ده ځينو دودونو ماتول نجونو ته لویه ننګونه ده. دوی هم خپل مسلک پالي او هم د کور کارونه سمبالوي. د اوسني نسل نجونو د دودپاله کشمیرۍ ټولنې تصویر بدل کړی او پخواني دودونه یې مات کړي دي."

د کورنۍ ملاتړ

فلم

انیسې واده کړی دی او ډېر کله د شپې تر ناوخته پر کار بوخته وي.

خو دا ډاډه ده، ځکه چې د پلارګنۍ تر څنګ یې خپل مېړه هم د کار ملاتړی دی.

فلمي لوبغاړې فرحانه بټ تر ډېره د فلم د ثبت یا شوټېنګ لپاره له کشمیره بهر هم ځي.

دا خوښه ده چې ورو ورو په ټولنه او د خلکو په فکر کې مثبت بدلون راغلی دی او نجونو ته په ځانګړي ډول په فلمي صنعت کې د کار فرصتونه ډېر شوي دي.

فرحانه وايي چې پخوا کلونو کې به تر ډېرو هڅو وروسته یو چا ته په فلم کې یو وړوکی رول ورکړل شو خو اوس حالات بدل شوي دي. د نېټفلېکس او امازون پرایم په ګډون ځينو د فلمونو وړاندې کوونکو څانګو خلکو ته نوې لارې پرانیستې دي.

کشمیر له څو لسيزو راهیسې د تاوتريخوالي شاهده سيمه پاتې شوې چې پر ځايي نجونو او هلکانو یې هم اغېز کړی.

خلک یې اوس په دې تکل دي چې د خپل ځان او د دې سيمې لپاره یوه نوې پېژندګلو رامنځ‌ته کړي.

مصباح علي وايي چې د فلمونو له لارې د خپل ځان د موندلو په هڅه کې ده، ځکه چې په وینا یې، "موږ د کشمير په کشاله کې رالوی شوی نسل یو. زه چې وړه وم او ښوونځي کې وم نو تل به مو د ډزو غږونه اورېدل؛ اوس چې رالوی شوي هم یو، هغه حالات نه شو هېرولی. موږ غواړو چې تر ټولې نړۍ مخکې شو او خلکو ته وښيو چې که کشميریو نجونو ته فرصت برابر شي ډېر ستر کارونه کولای شي."