تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې لا هم انټرنېټ او د موبايل شبکې بندې دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر انټرنېټ بنديز چې ورسره په ټول هېواد کې موبايل شبکې هم بندې شوې درېيمې ورځې ته غځېدلی دی. لا هم په ټولو ولایتو کې انټرنېټ او د موبایل شبکې کار نه کوي او له امله یې کابل ته ځينې نړيوالې الوتنې لغوه شوې دي.
که څه هم د طالبانو حکومت لا هم تراوسه د موبايل شبکو د بندېد په اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يوه طالب چارواکي ويلي وو چې د مخابراتو بندېدل به تر نامعلومې نېټې پورې دوام وکړي.
د الوتنو اړوند يوې ادارې (فلايټ راډار ۲۴) د معلومات له مخې د کام اېير، اريانا، د ترکیې هوايي کرښې او فلای دوبی لږ تر لږه نهه نړيوالې الوتنې چې ټاکل شوې وه نن چارشنبې کابل ته تر سره شي، لغوه شوې دي.
د کابل يوه اوسېدونکي تازه بي بي سي ته ويلي چې د برېښنايي تذکرو، پاسپورټونو د وېش او پيسو لېږلو (حوالې) په څېر يو شمېر چوپړونه چې په انټرنېټ او مخابراتو پورې تړلي لا هم ټکني او بند دي. دی وايي نشي کولی چې په هېواد کې دننه او بهر له خپلوانو او ملګرو سره اړیکه ونيسي.
د دوشنبې (سپټمبر ۲۹) له مازديګر پنځو راهيسې د افغانستان دننه او له بهر سره د مخابراتي اړيکو ټول سيستمونه پرې شوي دي.
په کابل کې بي بي سي موندلې چې دغه پرېکړې د روغتیا، بانکولۍ، هوايي چلند او د ځمکني ترانسپورت په څېر اړينو چوپړونو ته درانه زيانونه اړولي دي.
د انټرنېټ د څار يوه اداره نېټبلاکس وايي، دا بنديز قصدي ښکاري او تخنیکي ستونزه نه ده. تر دې دمه د طالبانو حکومت د بنديز په اړه کومه رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې.
خو د سپټمبر پر ۱۶ مه چې کله په يو شمېر ولايتونو کې نوري فايبر انټرنېټ بند شو، د طالبانو حکومت ځينو چارواکو وويل چې دا کار د دوی د مشر هبت الله اخوندزاه په امر د "منګراتو" مخنيوي لپاره شوی.
ځينې کابل مېشتي لوړ پوړي طالب چارواکي وايي، د بشپړ بنديز له پرېکړې خوښ نه دي خو وايي "دا پرېکړه کندهار کې شوې ده."
ويل کېږي د انټرنېټ او ټليفوني شبکو له بندېدو سره پر سټلايټ ټلويزيوني خپرونې هم سختې اغېزمنې شوې دي.
په کابل کې يوې افغان نجلۍ بي بي سي ته ويلي چې د انلاين له لارې د زدکړو يوزانۍ لار یې هم وتړل شوه. په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیاځلې واک ته رسېدو وروسته پر نجونو د زدکړو تر څنګ یو شمېر محدوديتونه لګېدلي دي.
له دې کبله په دې وروستیو کې يو شمېر افغان نجونو پر انلاین زدکړو ته مخه کړې وه.
پر ټولنيزو رسنیو ګڼ شمېر خلک سرټکوي چې په افغانستان کې له خپلو کورنيو سره اړیکه نه لري او دې امله په ذهني ډول کړېږي.
يو بهر مېشتی افغان وايي، "مشران مور او پلار مې په وطن کې ناروغان دی، له دې بنديز وړاندې به مې هره ورځ زنګ ورته واهه، د حال او روغتیا پوښتنه به مې کوله خو اوس چې انټرنېټ بند دی او موبايلونه هم کار نه کوي، هېڅ نه پوهېږم چې هغوی به په څه حال به وي."
د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې انټرنېټ او مخابراتي چوپړونه سملاسي بېرته پیل کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يوناما د طالبانو له حکومته غوښتي چې په بشپړه توګه په ټول هېواد کې انټرنېټ او مخابراتي چوپړونه بېرته فعال کړي.
یوناما وايي، دا بنديز به د بانکي او مالي سيستمونو فعاليت ته سخت زيان واړوي، ښځې او نجونو به لا زياتې له انزاو سره مخ شي، بېړنيو چوپړونو او روغتيايي پاملرنې ته به لاسرسی محدود کړي، هوايي چلند سکتور به ګډوډ کړي او له بهرنيو هېوادونو کورنيو ته د پيسو لېږد به له خنډونو سره مخ کړي.
بل پلو د افغانستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي رېچارډ لېنسې هم د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې په ټول هېواد کې مخابراتي چوپړونه بېرته پيل کړي. نوموړي د انټرنېټ بندېدو او نړيوالو الوتنو ځنډېدو په اړه ويلي چې دا کار کولی شي د افغانانو لپاره "جدي او زيان رسونکې پايلې" ولري.
د بهرنيو ادارو او هېوادونو تر څنګ ګڼو سياستوالو او مدني فعالانو د طالبانو له حکومت غوښتي چې پر انټرنېټ او مخابراتي شبکو بنديزونه لري کړي.