تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له امریکا ایستل شوي په پاناما کې بند پاتې اسیایي او افریقایي کډوال
- Author, سانټیاګو وینیګاس او شیدا هوشمندی
- دنده, بي بي سي
له يوې مياشتې ډېره موده کېږي چې لسګونه اسيايي او افريقايي کډوال د پاناما ښار په يوه لوکس هوټل کې بند او د کړکيو له لارې د مرستې غوښتنه کوي.
امریکا دا کډوال پاناما ته استولي او هلته پرته له دې چې د وتلو ښکاره لار ولري، ايسار دي.
د مذهبي ټولنې فې يې الګريا په وینا، په دې کسانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شته، چې د ایران، افغانستان، نیپال، پاکستان، سومالیا، اریټریا، کېمرون، ایتوپیا، چین، او روسیې اوسېدونکي دي.
یاده ټولنه اوس مهال د پاناما په پلازمېنه کې ۵۱ تنه کډوال ساتي.
د پاناما حکومت د وروستیو معلوماتو له مخې، د ۲۹۹ غیرقانوني کډوالو له ډلې چې د امریکا لخوا دغه هېواد ته ایستل شوي وو، ۱۹۲ تنو په خپله خوښه پرېکړه کړې چې خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي.
پاتې کسانو، د ۳۰ ورځو لپاره لنډمهاله بشري اجازه ترلاسه کړی، چې د ۶۰ نورو ورځو لپاره غځېدلی شي. له دې مودې وروسته، دوی له پاناما ایستل کېږي.
بي بي سي له دریو ایستل شویو کسانو سره چې دوه یې ايرانيان او یو یې افغان دی خبرې کړې دي.
دوی ټول وايي خپل هېواد ته بېرته نشي ستنېدلی.
ايرانرانۍ کډواله، ارتمېس قاسم زاده وايي، "په ۲۰۲۲ کال کې، مي پرېکړه وکړه چې خپل دین بدل کړم او مسیحۍ شوم. په ایران کې د دې سزا مرګ دی".
د پاناما حکومت ویلي هغه کډوال چې خپل هېواد ته نشي ستنېدای، باید درېیم هېواد پیدا کړي چې دوی ومني.
خو هغه کسانو چې له بي بي سي سره خبرې کړې، لا هم د تګ لپاره بل ځای نه لري.
په هوټل کې بند پاتې کډوال د يوې لوحې له لارې چې پرې ليکلې يې دي، "موږ په خپل هېواد کې خوندي نه يوو"، هڅه کوي چې د بهر خلکو پام ځان ته راواړوي.
دوی څنګه پاناما ته ورسېدل؟
ارتمیس وروسته له هغه وتښتېده چې د ایران حکومت يوه پټه کليسا کشف کړه او د هغې دوه ملګري یې ونیول.
دې بي بي سي ته وویل چې د مهسا امیني له وژنې وروسته، چې د حجاب د نه مراعتولو له امله ونیول شوه او ووهل شوه، "زه له ډېرو ستونزو سره مخ شوم."
امریکا ته د رسېدو لپاره، ارتمیس لومړی متحده عرب اماراتو ته، بیا سویلي کوریا ته، او بالاخره مکسیکو ته سفر وکړ.
هغه له مکسيکو په ناقانونه توګه امریکا ته په دې نيت واوښته چې هلته به پناه واخلي.
خو د کليفورنيا په سان ډیاګو کې د سرحدي ساتونکو لخوا ونیول شوه.
د څو ورځو وروسته، هغې او لسګونو نورو کډوالو ته وویل شول چې دوی ټکساس ته لېږدول کېږي، خو په حقیقت کې، دوی پاناما ښار ته یووړل شول.
پاناما د ډونلډ ټرمپ له حکومت سره د ۲۹۹ کډوالو، چې ارتمیس هم په کې وه، د منلو هوکړه وکړه.
بي بي سي د دې هوکړې د جزئیاتو لپاره د پاناما او امریکا حکومتونو سره اړیکه ونیوه، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.
کډوال په لومړیو کې د یوې اوونۍ لپاره په يوه هوټل کې ځای پر ځای شوي وو.
د هغه وخت د پاناما د امنیت وزیر فرانک ابرېګو وویل، دوی نیول شوي نه دي، بلکې "د دوی د خوندیتوب لپاره مو لنډمهاله ساتلي" او د ملګرو ملتونو ادارې یې څارنه کوي.
خو يوه افغان کډوال چې مستعار نوم يې "هوه" دی بي بي سي ته وويل، "په هغه هوټل کې موږ د بنديانو په څېر وو."
"د خونو دروازې ته امنیتي ساتونکي، پولیس، او د کډوالو ادارې مامورین ولاړ وو."
انځورونه ښيي چې یو شمېر کډوال د هوټل له کړکیو د مرستې غوښتنه کوي.
ویل کېږي چې د دوی له بهر سره د تماس نیولو مخه نیول شوې وه، او وکیلانو ته یې لاسرسی نه درلود.
د بشري حقونو د څار اداره وايي، "دې خلکو ته د پناه غوښتلو هېڅ فرصت نه دی ورکړل شوی، له وکیلانو بې برخې وو، او د اونیو لپاره بشپړ ګوښي ساتل شوي وو."
یوه اوونۍ وروسته، د پاناما حکومت اعلان وکړ چې ۱۷۱ کډوالو په خپله خوښه پرېکړه کړې چې خپلو هېوادونو ته ستانه شي، او امریکا یې د سفر لګښتونه ورکوي.
هغه کسان چې نه غواړي ستانه شي، د سان وینسنټ کمپ ته لېږدول کېږي، چې د داریان ولایت کې موقعیت لري.
دا کمپ د یوه ګڼ ځنګله څنډې ته له پلازمېنې پاناما ښار څلور ساعت لرې پروت دی.
هوه وايي، کله چې د هوټل له مخې د امنيتي ساتونکو په لارښوونه موټر ته پورته شو له دې پرېکړې خبر نه و.
"هغوی راته وویل چې هوټل بدلوي، بس ته وختو، او اته ساعته وروسته پوه شوو چې موږ د داریان ځنګل ته لېږدول شوي یوو."
ناوړه شرایط
دريو واړو کډوالو چې له بي بي سي سره خبرې کړې، وايي، د داریان په پناه ځای کې شرایط ډېر خراب وو، حتی د ټولو لپاره کافي خواړه هم نه وو.
ايرانی کډوال ارسلان وايي، "زه د شکرې ناروغي لرم، خو دوی ما ته درمل را نه کړل. زما د وینې شکره ډېره لوړه شوې وه او هېچا مرسته راسره ونه کړه. دوی زما سره د یوه مجرم، یوه قاتل په څېر چلند وکړ."
"هغه خواړه چې دوی راکول، د خوراک وړ نه وو. کمپونه چټل وو، او په هر ځای کې چڼاسکه او مکروبونه وو،"
دی زياتوي،"په ټولیز ډول، دوی زموږ انساني حقونه نه مراعت کول."
هوه وايي، ساتونکي به یې تل څارنه کوله، حتی تر تشناب پورې. د پاناما حکومت په وینا، د کډوالو د ساتنې مسوليت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو، (يو اېن اېچ سي ار) او د (ای او اېم) پر غاړه و.
خو د ایی او اېم يو ویاند د فبرورۍ پر ۲۰مه بي بي سي ته وویل چې د دوی هېڅوک هلته نه وو.
ارتمیس وايي، د ملګرو ملتونو ادارې څو ورځې وروسته سان وینسنټ ته ورسېدې.
د بشري حقونو د څار ادارې د امریکا برخې مشره وايي، "کډوال تر داسې شرایطو لاندې ساتل شوي وو چې مناسب نه وو، نه یې د تګ ځای ته خبرول، او نه یې اساسي حقونه تر لاسه کول."
ناڅرګند حالت
کډوال دوه اوونۍ د داریان په پناه ځای کې وو، چې د پاناما حکومت اعلان وکړ دوی به د ۳۰ ورځو لپاره د اوسېدو اجازه ترلاسه کړي.
د پاناما د کډوالو ادارې بسونو د اونۍ په پای کې البروک بسونو تم ځای ته ولېږدول او خوشي يې کړل.
له رسېدو لږ وروسته ارتمیس بیبیسي ته وویل چې دوی خوشحاله وو، خو په عين حال کې اندېښمن هم وو، ځکه نه پوهېدل چې څه به ورسره کېږي.
هوه وايي، "موږ خپلو هېوادونو ته نه شو تلای، بل هېواد نه شو موندلی، نه پوهېږو چې راتلونکی به مو څه ډول وي."
د دوی حالت لا پسې ستونزمن شوی و، ځکه دوی پیسې نه درلودې، څوک يې نه پېژندل، او په اسپانوي ژبه يې خبرې نشوی کولی.
له بي بي سي سره د خبرو پر مهال، کډوال په یوه هوټل کې وو.
هوه وويل، "نه پوهېږم چې چا زموږ پيسې ورکړې دي. دوی یوازې وویل چې نن شپه به په دې هوټل کې وو، خو سبا نه پوهېږو چې چېرته ځو."
د بشري حقونو د څار سازمان مشرې ګويبرتوس بي بي سي ته وويل، "موږ ته معلومه شوه چې دوی د پاناما ښار د بسونو په تم ځای کې بېسرپناه پرېښودل شوي وو، ډېری یې د اوسېدو ځای نه لري."
د پاناما ولسمشر، جوسې راول مولینو، په پیل کې له امریکا سره هوکړه کړې وه چې پاناما به د کډوالو لپاره "یو پول" وي، نه د اوسېدو ځای.
خو اوس داسې ښکاري چې پلانونه بدل شوي، او د پاناما حکومت د دوی د برخلیک پرېکړه کوي.
ګویبرتوس وايي، "د پاناما حکومت اوس مسؤل دی چې د درېیمو هیوادونو کډوال اداره کړي، که څه هم د امریکا لخوا د دوی ایستل غیرقانوني وو."
بي بي سي موندو د پاناما د امنیت وزارت او د ملي کډوالۍ ادارې سره اړیکه نيولې، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.
په جېم کې ويده کېدل
له هغه راهیسې چې کډوال بېرته پاناما ښار ته ستانه شوي، د کاتولیکانو کلیسا لخوا يې ملاتړ کېږي.
ډېری یې د فې يې الګريا په جېم کې اوسېږي، او نور یې د پاملرنې په یوه مرکز کې ځای پر ځای شوي دي.
د فې يې الګريا د کډوالو سره د مرستې مسول اليا کورنېخو وايي، "۵۱ کسان لا هم له موږ سره اوسېږي، چې ۱۶ نارینه او ۳۵ ښځې دي. نورو یې خپله د اوسېدو ځای موندلی دی."
ځینې یې غواړي په پاناما کې پناه واخلي، خو پاتې نورو لا هم پرېکړه نه ده کړې.
کورنېخو وايي، "یوه افریقایي کورنۍ، چې له موږ ولاړه، ویل يې چې دوی به هڅه وکړي بېرته امریکا ته ولاړ شي."
لا معلومه نه ده چې د کډوالو د ۳۰ ورځني جواز تر پای ته رسېدو وروسته به څه وشي، او یا د مودې غځېدو لپاره به څه کوي.
همدارنګه معلومه نه ده چې امریکا به نور کډوال پاناما ته استوي که نه.
د فبرورۍ په میاشت کې، ۲۰۰ کډوال له امریکا کوسټاریکا ته، چې د پاناما ګاونډی هېواد دی، ایستل شوي وو، او هغوی هم په ورته نامعلوم حالت کې دي.
د یوې نیمې میاشتې له تېرېدو وروسته، ارتمیس، ارسلان، او هوه یوه غوښتنه لري:
"یوازې ازادي او د ژوند لپاره یو عادي ځای. همدا زموږ لپاره بس دی."