د ۲۰۲۴ کال مهمې پېښې په عکسونو کې

دلته د ځينو هغو عکسونو ټولګه ګورئ چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې د بېلابېلو پېښو پر مهال د خبري رسنیو عکاسانو اخیستي دي.

امریکا ته د مکسیکو پر پوله د کډوالو د اوښتو کچه د ولسمشر جوبایډن د واک په موده کې په ریکاډ کچه ډېره شوه چې د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې یې هغه ته سیاسي سرخوږی جوړ کړ. پر دې پوله د کډوالو اوښتو شمېر له ۲۰۱۸ راهیسې ډېر شوی، دوی ډېری هغه کسان دي چې د بې‌وزلۍ، ډله‌ييزې ربړونې، سیاسي زورزیاتي او د طبعي پېښو له کبله له مرکزي‌ امریکا هلته ورتښتي.

امریکایۍ سندرغاړې الیسیا کیز د ۲۰۲۴ کال د سوپر بول فوټبال سیالیو پر مهال سندره کوي. اغلې کیز په سرو کالیو کې له یوې سور رنګه پیانو سره راڅرګنده شوه او خپله مشهور سندره "ایف ای اېنټ ګاټ یو" یې وبلله. وروسته یې له امریکايي سندرغاړي اوشېر سره د ۲۰۰۴ کال ګډه سندره "مای بو" هم وویله.

د انډونیزیا ژغورنډلې د اچې په سمندرغاړه کې ۶۹ روهینګیايي/روهینجیايي کډوال په داسې حالت کې وموندل چې لمر سوځولي او تږي وو او پر نیمه ډوبې شوې کښتۍ سپاره وو. د دغه هېواد د پلټنې او ژغورنې ادارې وویل چې په دې پېښه کې یې ۹ ماشومان، ۱۸ ښځې او ۴۲ نارینه ژغورلي دي. د ۸۰ نورو په اړه باور او وېره دا وه چې ډوب شوي او مړه شوي دي.

په تېره مارچ میاشت کې د شمالي اروپا په بېلابېلو سیمو کې خلکو قطبي یا شمالي شفق ننداره کړ. د دې ډېر امکان شته چې په راروانو څو کلونو کې به بیا هم قطبي شفق راښکاره شي، ځکه چې د ۲۰۲۴ کال په پای او یا د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې لمرسترګه د خپل ۱۱کلن مدار/څرخ هسک یا اوج ته رسېږي.

خلک د بشري مرستو کڅوړو ترلاسه کولو پر لور منډې ور وهي چې له الوتکو د غزې تړانګې په شمالي برخه کې د غورځېدو په حال کې دي.‌ په اصل کې د مرستو دا ډول رسول کلابندو سرتېرو ته د اکمالاتو رسولو لپاره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال دود شول. له هماغه راهیسې دا په هغو حالاتو کې چې نورې لارې بندې وي او یا ګټورې او خوندي نه وي ثابتې شوې، اړمنو ته د بشري مرستو رسولو تر ټولو اغېزمنه او مهمه حل‌لار ګڼل کېږي.

تایوان په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو ځواکمنې زلزلې ولړزاوه چې شدت یې د ریختر په کچه ۷.۴ درجې و او د دغه ټاپو په ځانګړي ډول ختیځه څنډه کې یې ګڼې ودانۍ او زېربناوې زیانمنې کړې.

په واشنګټن ډي‌سي کې د واشنګټن څلي پر سر لمر سترګه برېښي چې تندر نیولې ده. په تېره اپرېل میاشت کې لسګونه میلیونه خلکو د شمالي امریکا په بېلابېلو برخو کې په بشپړ ډول د لمر تندر نیول ننداره کړل.

په سوډان کې د جګړې له کبله تر ۱۰ میلیونه ډېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او په ګاونډ چاډ کې یې اړولي دي. په سوډان کې ګډوډي وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې یې اردو له چټک غبرګون ځواک سره د واک پر سر جګړه پيل کړه.

په جنوبي افریقا کې د افریقا ملي کنګرې واکمن ګوند چې د سپين‌پوستو لږکیو پر وړاندې مبارزه یې رهبري کړې او له درو لسیزو راهیسې یې پر دغه هېواد واکمني وکړه، د مې په ټاکنو کې د پارلمان اکثریت څوکۍ له لاسه ورکړې او ماته یې وخوړه.

ډونلډ‌ ټرمپ د پنسلوانیا په بټلر سیمه کې د یوې غونډې پر مهال هله په بېړه له دریځه څنګ ته کړای شو چې له ورڅېرمه ودانۍ یوه وسله‌وال پرې ډزې وکړې. د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوریت‌غوښتونکو لخوا دغه نوماند وروسته ولیدل شو چې پر مخ یې وینې راماتې دي. پر دریځ له ده ګردچاپېر امنیتي کسان تاو شول او په داسې حال کې یې خوندي ځای ته بدرګه کړ چې ده خپل لاس موټی کړی او هسک نیولی و.

په پاریس کې په خورا په زړه پورې انداز د ۲۰۲۴ کال المپیک لوبو پرانیسته وشوه چې زرګونه ورزش کوونکو د 'سین' سیند په اوږدو کې پر پلونو، سمندرغاړو او تلپېچو یا د بامونو پر څنډو نندارې وړاندې کړې.‌ د دغو لوبو پای‌غونډه اېفل ټاور ته څېرمه په ټروکاډيرو کې ترسره شوه چې رڼاګانو یې اسمان روښانه کړی و.

د پاریس اولمپیک سیالیو پر مهال د سرفر (د سمندر څپو سره پر تخته لوبه کوونکي) ګابریل میدینا یوه زړه راښکونکي عکس د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خلکو پام ورواړاوه. فرانسوی عکاس جیروم برویلټ پوهېده چې په سمندر کې د ورځې له تر ټولو لویې څپې سره د سرفر د لوبېدو پر مهال یې د داسې ځانګړې شېبې عکس اخیستی چې ډېر به مشهور شي.

د حماس مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو پر ضد د لبنان په صیدا کې احتجاجونه وشول. دې ډلې چې په فلسطین کې پر غزې واکمنه ده، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې مشر یې ایران ته د مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون ته تللی و او هلته په تهران کې پخپل هستوګنځي کې د اسرائيل په برید کې وژل شوی دی.‌

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په کلیفورنیا کې یوه ځنګلیز اور تر ۱۵۰۰ کیلومتر مربع ډېره سیمه وسوځوله، ګڼې ودانۍ یې ویجاړې او زرګونه خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ایستل. یو سړی په دې تور ونیول شو چې د ادعا له مخې، هغه موټر یې یوې درې ته ورټیله کړی و چې اور یې اخیستی و او هماغه د دغه ځنګلیز اور لامل شو.

په جولای میاشت کې روسیې د اوکرايين پر بېلابېلو ښارونو توغندیز بریدونه وکړل چې په کيېف کې د ماشومانو یو روغتون هم ولګېد او ویجاړ شو. د اوخمادیت په نوم په اوکرايين کې د ماشومانو د درملنې تر ټولو دغه لوی روغتون کې دوه تنه د ویجاړي په ترڅ کې مړه شول.

جیزل پيلیکو څو میاشتې د هغو ۵۱ نارینه‌و د محاکمې مرکزي کس وه چې پر دې یې جنسي تېری کړی و؛ په دوی کې یې مېړه هم و چې دې ۵۰ کاله ګډ ژوند ورسره کړی. د خپلې پېژندګلوۍ د پټ ساتلو له حقه تېره شوه او د زړورورتیا او مقاومت سمبول وګرځېدله ځکه چې حاضره شوه چې د تورنو کسانو د جنایتونو جزیات د هوا پر څپو، خبري وېبپاڼو او خواله رسنیو خپاره شي.

د اسرائیل او حماس د جګړې پر مهال د سیمې پرېښودو په اړه د اسرائيل تر یوه امر وروسته یو شمېر هغه فلسطینيان په یوه ویجاړ شوي موټر کې ناست دي چې د خان یونس له ختیځې څنډې راکډه شوي دي. هلته د جګړې له پیله یو کال وروسته په اکتوبر میاشت کې اسرائيلي ځواکونو یو ځل بیا د غزې په شمال کې له ملکي خلکو وغوښتل چې سیمه پرېږدي. په دې ترڅ کې سلګونه زره غزه مېشتي جنوبي څنډو ته کډه کولو ته اړ ایستل شول. خو په جنوبي څنډه کې د اسرائيلو بمباریو دوام وکړ او ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړ چې په غزه کې هېڅ ځای هم د ملکي وګړو لپاره خوندي نه دی.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ډېموکرات ګوند نوماندې او د ولسمشر مرستیالې کمله هرېس د لاس‌وېګاس په هري رېډ نړیوال هوايي ډګر کې له خبریالانو سره خبرې وکړې. هغه د نوادا لیدو ته روانه وه، هغه سیمه چې د هوور اوبو بند لپاره مشهوره ده او د ټاکنیزو سیالیو یو مهم ډګر دی. د ۲۰۲۴ کال د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د برخلیک ټاکلو په برخه کې دا ایالت مهم رول لوبوي.

د هسپانیې په ختېځ کې سخت ورښتونه د سېلابونو راوتلو لامل شول چې تر ۲۰۰ ډېر کسان یې په ترڅ کې مړه شول. د یو کال هومره باران یوازې په څو ساعتونو کې وورېد او ورپسې سېلابونو ودانۍ ویجاړې او له ځانه سره یووړې، پلونه یې ونړول او کوڅې یې له خټو او خځلو ډکې کړې.

له نړیوال فضايي مرکزه د 'ډراګون اینډوور' په مرسته اخیستل شوي عکس کې هریکېن مېلټن توپان ښکاري چې د فلوریډا پر لور ور روان دی. کله چې توپان ځمکې ته ښکته شو نو د بادونو چټکتیا یې په ساعت کې ۲۰۵ کیلومتره وه چې په دغه ایالت کې یې پراخ ویجاړی وکړ.

د جنوبي کوریا ګڼ خلک له بلو شمعو او شعارونو سره د یوه احتجاج په ترڅ کې راټول شول او د ولسمشر یون سوک‌یول د استعفا غوښتنه یې کوله. د هغه پر ضد وروسته له هغه کرکه او غصه راوپارېده چې په دغه هېواد کې یې د پوځي واک یا مارشلا لګولو اعلان وکړ چې یو استبدادي یا د زوراکۍ ګام وګڼل شو.

په سوریه کې د بشار الاسد کورنۍ ۵۰ کلنه واکمني هله پای ته ورسېده چې اسلامپاله وسله‌والې ډلې هیت تحریر الشام په شمال لوېدیځ کې پرخ بریدونه پیل کړل. دې ډلې په ډېرې چټکۍ سره د دغه هېواد دویم لوی ښار حلب ونیو، ورپسې یې پلازمېنې دمشق ته لار پرانیسته او پوځ یې هله له ماتې سره مخامخ شو چې بشار الاسد مسکو ته پښې سپکې کړې.