افغان پناغوښتونکی په سکاټلنډ کې پر یوه ځوانه نجلۍ د جنسي تېري په تور په نهه کالو زندان سزا محکوم شو

د عکس سرچینه، Police Scotland
هغه افغان پناغوښتونکی په نهه کلن زندان سزا محکوم شوی، چې د سکاټلنډ په یوه پارک کې یې پر یوه نجلۍ جنسي تېری کړی و.
رفیع الله احمدزی چې ادعا کوي، د طالبانو له زندانه تښتېدلی و، د تېر کال اګست کې یې د مورای سیمې په یوه پارک کې پر یوه ۱۷ کلنه نجلۍ جنسي تېری کړی و.
رفیع الله احمدزی چې باور کېږي، ۲۱ کلن دی، ادعا کوي چې جنسي اړیکه د دواړو په خوښه ترسره شوې، خو مخکې مجرم بلل شوی و. د اډنبرا عالي محکمې قاضي توماس ویلش د دې پېښې په هکله وویل دا یو بوږنکوونکی او له تاوتریخوالي ډک برید و.
احمدزي دا برید نجلۍ ته له ورتګ او ''ډاروونکو'' خبرو وروسته کړې. خو دی ادعا کوي، چې ګهیځ وختي بهر ته ځکه وتلی و، چې وږی و او په خوراک پسې ګرځېد. نوموړی نه یوازې د جنسي تېري له کبله محکوم شوی، بلکې د ګواښونکي او کنځونکي چلن بېل تورونه هم پرې لګېدلي دي.
پر سې شنبه محکمې ته وویل شول، د رفیع الله احمدزي د کره عمر په هکله یو جنجال شته، خو ویل شوي چې د جنسي تېري پر مهال به یې عمر نژدې ۲۰ کاله و. مدافع وکیل شایون الکسندر وویل، احمدزی په افغانستان کې زېږېدلی و.
نوموړی زیاتوي، احمدزی لا زلمی و، چې د خپل یوه تره لخوا د افغانستان په ملي پوځ کې استخدام شوی و، خو کله چې طالبانو کنټرول ترلاسه کړ، دی یې نیولی و. احمدزي ادعا کړې، له ځینو نورو زندانیانو سره یو ځای له زندانه تښتېدلی و، خو ډزې پرې شوې او یوه مرمۍ یې پر مټ لګېدلې وه.
مدافع وکیل الکسندر وايي، رفیع الله احمدزي په ۲۰۲۳ کال کې برېتانیا ته له رسېدو مخکې ''اوږده او سخت'' مزلونه وهلي دي. مدافع وکیل زیاته کړه: ''دی په داسې حال کې راغلی، چې هېڅ یې نه درلودل، نه کورنۍ، نه ملګري او نه یې هم کوم ملاتړ درلود.''
مدافع وکیل شایون الکسندر وویل، ''د زندان سزا حتمي ده، خو موکل یې یوه داسې هېواد ته د شړل کېدو له خطر سره مخامخ دی، چې ژوند به یې پکې له خطر سره مخامخ وي.''

د عکس سرچینه، JasperImage
قاضي احمدزي ته وویل: "منصفه پلاوي په یوه خوله د رضایت په هکله ستاسو دفاع رد کړه. منصفه پلاوي ته له دې کبله مجرم وبللې چې تاسو د ښکار په انداز ډول عمل کړی، د یوې داسې ځوانې نجلۍ له کمزورۍ مو ګټه پورته کړې چې تاسو یې ان نه پېژنئ او د کوپر پارک پر ناهواره ځمکه مو په بوږنوونکي ډول او له تاوتریخوالي ډک انداز پرې جنسي تېری کړی. هغه څه چې هغه شپه پر هغې تېر شول له شک پرته یوه وحشتناکه تجربه وه."
هغه وویل، په دې قضیه کې یې پېښه کې پر اغېزمنې نجلۍ د اغېز په هکله یو بیان لوستی چې ښيي: ''ستاسو د تاوتریخوالي ډک او ظالمانه چلن پر یوه بې ګناانسان ټکان ورکوونکی او خورا دروند اغېز کړی دی.''
احمدزی د تل لپاره د جنسي مجرمینو په لېست کې شامل شو.
د سکاټلنډ پولیسو لوړپوړي مفتش، سام بوچان وویل: ''رفیعالله احمدزی یو تېری کوونکی دی چې د خپلې غریزې د اشباع لپاره یې له یوې زیانمنېدونکې تنکۍ پېغلې ناوړه ګټه پورته کړې ده. دی اوس د خپلو کړنو له پایلو سره مخ دی.''
هغه زیاته کړه: ''موږ پوهېږو چې دغې پېښې د ډېری ځايي اوسېدونکو لپاره سختې اندېښنې راپیدا کړې وې او هیله لرم چې دا محکومیت او حکم یو روښانه پیغام ولري چې جنسي تاوتریخوالی زموږ په ټولنه کې هېڅ ځای نه لري.''











