پاکستان کې پر نجلۍ د جنسي تېري له توره یو بندي سپين وتلی، خو اصلي تورن څنګه نیول شوی؟

پر ښېښه د یوې ښځې تت انځور برېښي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف عکس
    • Author, احتشام احمد شامي
    • دنده, خبریال

د پاکستان پنجاب ایالت کې د روانې میلادي میاشتې دسمبر په لومړۍ اونۍ کې یو خبر خپور شو چې یوې نجلۍ تر هغه وروسته د ځان سوځولو هڅه کړې چې محکمې پر هغې د جنسي تېري په تور بندي کس په ضمانت خوشی کړ.

دې ۱۷ کلنې نجلۍ په اصل کې پر یوه پولیس د جنسي تېري تور پورې کړی و چې له کبله یې هغه له دندې لرې کړل شوی و.

دا نجلۍ د پنجاب د 'قصور' سیمې ده چې له جنسي تېري یې حمل اخیستی او میندواره شوې وه. وروسته یې ماشوم وزېږېد خو مړ شو.

د دې قضیې هېښوونکې اړخ هله رابرسېره شو چې د پنجاب د عدلي علومو یوه مرکز د دغه نوزېږدي ماشوم ډي‌اېن‌اې معاینه وکړه. په هغې کې جوته شوه چې د ماشوم ډي‌اېن‌اې له هغه پولیس سره یو شان نه ده نو هماغه ده چې محکمې دا تورن پولیس په ضمانت خوشی کړ.

نجلۍ چې د محکمې له دې پرېکړې خبره شوه نو د ځان سوځونې هڅه یې وکړه چې اوس یې د لاهور په جناح روغتون کې درملنه روانه ده.

پولیسو د پنځو نورو هغو کسانو ډي‌اېن‌اې معاینه هم وکړه چې پر دې نجلۍ د جنسي تېري کولو شک پرې و. په پایله کې معلومه شوه چې د ماشوم ډي‌اېن‌اې د دې نجلۍ له سکه تره سره یوشان ده.

پولیسو د دې نجلۍ تره نیولی او په درې ورځني‌ توقیف کې دی.

خو پر دې پېچلې قضیې د پوهېدو لپاره باید درې کاله پخواني وخت ته ور وګرځو؛ هغه وخت چې د دې نجلۍ پلار پولیسو ته عریضه وکړه چې پر لور یې جنسي تېری شوی او وروسته دا کیسه تر محکمې ورسېده.

په عریضه کې څه ویل شوي وو؟

د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د پنجاب ایالت د قصور ولسوالۍ د (ګنډا سېنګ)‌ سیمې تاڼې ته په کړې عریضه کې د دې نجلۍ پلار د محمد رفیق په نوم پر ځايي پولیس تور پورې کړی و چې د ده پر لور یې جنسي تېری کړی دی. د هغه دوې خپلوانې یې هم په دې قضیه کې شریکې بللې وې.

د عریضې یا د اېف‌ای‌ار له مخې، دا نجلۍ د یوې ښځې کور ته په کوم څه پسې ورغلې وه خو هغې په کوټه کې کېنولې وه، جوس یې پرې څښلی و چې دا بې‌خوده کړې وه، محمد رفیق پرې جنسي تېری وکړ او هغې ښځې بهر پېره ورته کوله.

د عریضې له مخې، "کله چې نجلۍ را په خود شوې نو چغې یې پیل کړې دي خو محمد رفیق د وسلې په زور هغه ګواښلې چې که چا ته یې وویل نو دا او مور او پلار به هم ورته ووژني. هماغه وه چې نجلۍ ډاره شوې او کیسه یې پټه کړې ده."

په عریضه کې د محمد رفیق په نوم د دغه پولیس پر خور هم تور پورې شوی چې تر دې پېښې درې میاشتې وروسته د دوی کور ته ورغلې او د هغې مور او پلار ته یې د ماشوم یا د حمل غورځونې دوا ورکړې. ورته ویلي یې دي چې، "د خپلې لور حمل وغورځوئ کنه نو په ټول کلي کې به په شرمونو وشرمېږئ."

دا هغه شېبه وه چې مور او پلار یې پر کیسه خبر شول او کله چې هغوی د خپلې لور معاینه وکړه نو جوته شوه چې لور یې میندواره یا حامله ده.

د نجلۍ پلار تاڼې ته عریضه وکړه چې په ترڅ کې یې دغه محمد رفیق نومی پولیس د جنسي تېري په تور ونیول شو چې که جرم پرې ثابت شي نو د پاکستان د جزا قانون د ۳۷۶ مادې له مخې په لږترلږه لس کاله بند محکومېدای شي چې د بند اعظمي حد یې ۲۵ کاله دی او جریمه هم لري. په قضیه کې دوه ښځې د دغه قانون د ۱۰۹ مادې له مخې جرم ته د هڅونې په تور تورنې شوې وې.

ډي‌اېن‌اې

د ماشوم ډي‌اېن‌اې له تورن پولیس سره توپیر درلود

د محمد رفیق په نوم تورن شوی پولیس که یو خوا ونیول شو نو بلخوا له دندې هم وشړل شو او پرې سربېره د قضیې د لا څېړنې لپاره محکمې ته هم معرفي شو.

د پولیسو په تفتیش کې ډېر واضح لیکل شوي وو چې دا جرم محمد رفیق کړی او باید سزا ورکړل شي. خو د روانې دسمبر میاشتې پر پنځمه نېټه محکمې د دې قضیې د اورېدنې پرمهال د تورن ضمانت ومانه او هغه یې خوشی کړ.

د هغه ضمانت وروسته له هغه ممکن شو چې د پنجاب د عدلي علومو ادارې د ماشوم او د محمد رفیق د ډي‌اېن‌اې معاینې په اړه خپل رپوټ محکمې ته وسپاره. د هغوی دا معاینه د پولیسو تحقیقاتي ډلې په غوښتنه شوې وه. دغه مرکز ویلي چې د جنسي تېري په پایله کې د زېږېدلي ماشوم ډي‌اېن‌اې له تورن محمد رفیق سره تړاو او سمون نه لري او دا د هغه بچی نه دی.

نو په داسې حال کې دا پوښتنه پيدا شوه چې ښه نو، بیا دا ماشوم دی د چا؟

د دسمبر پر پنځمه نېټه چې د محکمې له پرېکړې زړه‌ماتې شوې نجلۍ خپل کلي ته لاړه او د ځان سوځولو هڅه یې وکړه نو دا کیسه د خبرونو سرټکی شوه. له همدې سره د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز له سره د قضیې د پلټنې امر وکړ او د حقیقت موندنې یوه ځانګړې کمېټه یې هم وټاکله چې دا شکونه ورک کړي چې ګواکې د دغه پولیس د ژغورنې هڅې روانې دي.

د مریم نواز په لارښوونه د پنجاب د ښځو خوندیتوب ادارې مشره حنا پرویز بټ قصور سیمې ته لاړه او د قضیې په اړه یې معلومات راټول کړل. وروسته جناح روغتون ته لاړه چېرې چې د جنسي تېري د قرباني شوې نجلۍ درملنه روانه ده او له هغې یې هم جزیات ترلاسه کړل.

تره یې څنګه پړ وبلل شو؟

د پولیسو د پلټنې برخې سره پوښتنې وې چې که د جنسي تېري په ترڅ کې له نجلۍ زېږېدلی ماشوم د محمد رفیق نه دی نو بیا د ماشوم پلار څوک دی؟ نجلۍ پر محمد رفیق ولې تور پورې کړی او په دې قضیه کې خو به نور څوک نه وي ښکېل؟

د قصور ولسوالۍ امنیه قومندان یا د پولیسو مشر محمد عیسی خان بي‌بي‌سي ته وویل چې د لا پلټنو لپاره پرېکړه دا وشوه چې باید د محمد رفیق د ډي‌اېن‌ معاینه له سره وشي او د دې ترڅنګ د ځینو نورو هغو کسانو هم ورته ټېسټ باید وشي چې پر نجلۍ د جنسي تېري ګمان پرې کېږي.

د محمد عیسی خان په وینا، د نجلۍ پر نژدې خپلوانو هم شک و چې که تېری بهرني چا نه وي‌ کړی نو شاید د خپل کور سړی یې وي نو هماغه وه چې د پنځو داسې کسانو نوملړ چمتو شو.

دی وايي، "په دې پنځو کسانو کې د نجلۍ تره هم و، ځکه چې هغه له دوی سره په یوه کور کې اوسېده."

نو چې کله د نجلۍ د تره معاینه کېږي، د هغه ډي‌اېن‌اې د جنسي تېري په پایله کې له پيدا شوي ماشوم سره سر خوري او نیول کېږي. وروسته محکمې ته وړاندې کېږي او محکمې پولیسو ته په توقیف کې د هغه د درې ورځو لپاره د ساتلو او ترې د پوښتنو ګروېږنو سپارښتنه کوي.

کله چې له محمد عیسی خان پوښتنه وشوه چې نجلۍ ولې پر محمد رفیق نومي پولیس د تېري تور پورې کړی و؟ نو هغه په ځواب کې دا تایید کړه چې د محمد رفیق هم له دې نجلۍ سره اړیکه وه.

دی زیاتوي، "د محمد رفیق څلور-پنځه جریبه کرنیزه ځمکه وه چې له پلاره په میراث ورته پاتې وه او په خپله یې سرکاري نوکري هم کوله. هغه نجلۍ ته غوړې غورې کړې وې چې واده به ورسره کوي. د نجلۍ تره چې خبر شوی و چې نابالغه ورېره یې له یوه پولیس سره اړیکه لري نو هغه یې ډار کړې/بلېک مېل کړې وه او جنسي تېری یې پرې کړی و چې په ترڅ کې یې هغه میندواره شوې وه."

د دې خبرې له زبادېدو وروسته نجلۍ پولیسو ته په خپل بیان کې ویلي چې هغې ګمان کاوه چې "دا حمل یې له پولیس محمد رفیق اخیستی دی او هغه اوس له واده د تېښتې هڅه کوي."

د دې قضیې پلټن‌ډلې هم ویلي چې تر دغو معاینو وروسته که څه هم محمد رفیق ته له حیثیتي پلوه یو څه د اوړو پوزه ورجوړه شوه خو "له نابالغې نجلۍ سره د ناوړه اړیکو درلودو په تور محکمه سزا ورکولی شي."

دوه لاسونه برېښي چې ولچک دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیسو د نجلۍ تره نیولی، په درې ورځني‌ توقیف کې دی او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

میندو او پلرونو ته د نجلۍ د پلار پیغام

پولیسو د نجلۍ پر پلار شک کړی و چې ښايي په دروغو به یې دا کیسه جوړه کړې وي نو له هغه یې د دروغو معلوموونکې 'پولي ګراف" معاینه وکړه. خو پایله یې منفي وه.

هغه پولیسو ته ویلي چې په خوا او خاطر کې یې هم دا نه ګرځېدل چې خپل تره یې دومره ناوړه کار کولی شي.

د دې ترڅنګ پولیسو ته هغه ويډو هم رسېدلې چې دا نجلۍ پکې په ځان پېټرول اچوي او د ځان سوځولو هڅه کوي.

د نجلۍ پلار ویلي، "زما د ورور څلور اولادونه دي او موږ دواړه په یوه کور کې اوسېږو. زما ورېرونه ما ته مشر پلار وايي. اوس تر دې معاینې وروسته نه خپلو بچیو ته مخ لرم او نه هم خپلو ورېرونو سره سترګې غړولی شم."

دی زیاتوي، "د ماشومانو لپاره تر پلار وروسته د هغه تره تر ټولو باوري اړیکه وي. ما هېڅ فکر هم نه و کړی چې زما سکه ورور زموږ د وینې رشته داسې تورولی او داغمنولی شي چې هم به مې پر لور جنسي تېری کوي او هم به یې ډاروي چې چا ته حال و نه وايي. زه ټول عمر هم هغه کس نه شم بښلی چې زما د لور ژوند یې تبا کړ."

د نجلۍ پلار همدراز وايي، "د خپل ورور هغه ټولې خبرې مې ښې په زړه دي چې راته ویل یې چې د پولیس محمد رفیق په خلاف خبره وکړم. هر ځل به یې داسې خبره کوله چې زما فکر بلې خوا ته هېڅ نه ورتله."

دی زیاتوي چې محمد رفیق هم نه شي‌ بښلی چې د ده د نابالغې لور له عزت سره یې د واده په حرص کې داسې ناوړه لوبه وکړه او په وینا یې، "دا ټول فساد له محمد رفیقه پیل شوی دی. د هغه خلاف به هر ډول قانوني مبارزې ته دوام ورکوم."

د دغه جنسي تېري د قرباني شوې نجلۍ پلار نورو میندو او پلرونو ته په خپل پیغام کې وايي، "زما د لور دنیا خو ړنګه شوه او اوس د مرګ او ژوند ترمنځ په روغتون کې شپې سبا کوي خو زه ټولو میندو او پلرونو ته وایم چې خپل اولادونه په خپله وساتئ او په اوسنۍ زمانه کې د وینې په اړیکې او نژدې خپلوانو باندې هم باور مه کوئ."