کېم جونګ اون وايي د شمالي‌ کوریا او امریکا ترمنځ اړیکي جوړېدای شي

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په یوه کم‌ ساري پیغام کې د خپلو اټومي وسلو او د هغو د عملیاتي واټن پراخولو هوډ څرګند کړی او له متحدو ایالتونو یې غوښتي، چې د دوی اټومي ځواک ته درناوی ولري.

هغه زیاته کړې چې امریکا او شمالي کوریا سره جوړېدای شي خو لومړی باید امریکا دا ومني چې د شمالي کوریا اټومي وسلې پر خپل حال پاتې شي.

د شمالي کوریا مشر دا څرګندونې پلازمېنه پیونګ یانګ کې د واکمن کارګرانو ګوند په نهمه کنګره کې کړې دي.

د دغه ګوند کنګره په هرو پنځو کلونو کې یو ځل وربلل کېږي.

ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ په اپرېل میاشت کې چین ته سفر وکړي.

عام باور دا دی چې کېم غواړي د دغه سفر په درشل کې دغو څرګندونو سره امریکا ته دا پیغام ورکړي، چې د دوی له اړخه خبرو اترو لپاره دروازه پرانیستې ده.

خو هممهاله هغه سویلي کوریا خپل هېواد لپاره "تر ټولو متخاصم بنسټ" بللی او په دې توګه یې له خپل سویلي ګاونډي سره د دیپلوماتیک جوړجاړي د احتمال هیله پر اوبو لاهو کړې ده.

د شمالي کوریا د دولتي رسنۍ (KCNA) د رپوټ له مخې، کېم د واکمن ګوند ګنګرې ته وویل: "که امریکا زموږ اوسني [اټومي] دریځ ته درناوی وکړي، لکه څنګه چې په اساسي قانون کې تدوین شوی ... او له خپلې دښمنانه پالیسي لاس واخلي ... نو د دې هېڅ دلیل نشته چې موږ دې ونه شو کولی چې له متحد ایالتونو سره جوړ شو."

هغه زیاته کړه د امریکا او شمالي کوریا د اړیکو د راتلونکې څرنګوالی "په بشپړ ډول د امریکا په چلند اړه لري".

د شمالي کوریا مشر ویلي، "که سوله‌يیز ګډ ژوند وي یا دایمي تقابل، موږ دواړو لپاره چمتو یو، او انتخاب یې زموږ په لاس کې نه دی."

هغه خپل سویلي ګاونډي ته په خطاب ویلي، "سیول به په دوامداره توګه د خپلو هېوادوالو له ډلبندۍ وباسي".

نوموړي زیاته کړې "دا چې سویلي کوریا موږ سره د پولې درلودلو له جیوپولیټیکو شرایطو نشي خلاصېدای، نو د خوندي اوسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې زموږ له اړوندو مسایلو لاس واخلي او موږ پر خپل حال پرېږي".

یوه شنونکي اې‌اېف‌پي خبري اژانس ته ویلي، د پیونګ یانګ له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې دغه هېواد هوډ لري چې له امریکا سره اړیکې په خپلواکه توګه، له سویلي کوریا څخه له تېرېدو پرته، تعقیب کړي."

د شمالي کوریا مشر د پیونګ یانګ اټومي پروګرام ته هم اشاره درلوده او ویې ویل چې "موږ د اټومي وسلو د شمېر ډېرولو او د هستوي عملیاتي وسایلو پراختیا لپاره پر ځینو پروژو تمرکز وکړو."

شمالي کوریا سره له دې چې اوږدې مودې راهیسې له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ ده، د خپلو اټومي وړتیا پیاوړي کولو ته وام ورکړی.

دغه هېواد په پرله پسې توګه د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکي توغندي، چې له جوړول یې منع شوی، ازمايي.

دولتي خبري اژانس KCNA روانه اوونۍ وویل، چې شمالي کوریا د کېم تر مشرۍ لاندې خپل د جګړې د مخنیوي وړتیا "په بنسټیز ډول ښه کړې" او دا چې اټومي ځواکونه د دغو هڅو محور دی.

په هرصورت، د شمالي کوریا رژیم لخوا سخت محرمیت دا ستونزمنه کړې چې وا ارزول شوي د دغه هېواد پوځ واقعآ څومره پرمختګ کړی دی.

د سټکهولم نړیوالې سولې څېړنیز اېنسټیټیوټ (SIPRI) چې یو خپلواک فکري بنسټ دی، تېر کال اټکل کړی و چې شمالي کوریا شاوخوا ۵۰ بشپړې اټومي سروکې (سرګلولې) او دومره تجریه شوي مواد لري، چې د ۴۰ نورو تولید لپاره کافي دي.

کېم د ۲۰۲۴ کال نومبر کې د دغه هېواد اټومي پروګرام د "بې‌حده" پراخېدو غوښتنه کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال د نړیوال امنیت یوه لار نقشه خپره کړه چې په زغرده یې پکې د شمالي کوریا د اټومي وسلو د له منځه وړلو د هدف څه یادونه نه وه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا اټومي پروګرام په ۲۰۰۳م کال کې له برملا کېدو راهیسې د هر امریکایي ولسمشر د ملي امنیت ستراتیژۍ کې یو ثابت ټکی پاتې شوی دی.

د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام نه یادېدو دا اټکلونه زېږولي، چې د کېم او ټرمپ ترمنځ خبرې اترې، چې وروستۍ ځل ۲۰۱۹ کال کې ترسره شوې وې، ژر بیا پیلېدلی شي.

د ټرمپ پخوانۍ لار نقشه کې، چې په ۲۰۱۷ کال کې د هغه د لومړۍ دورې پر مهال خپره شوې وه، ۱۶ ځله د شمالي کوریا یادونه شوې وه.

په دې تګلاره کې شمالي کوریا یو ګواښ او سرکښه هېواد بلل شوی و، داسې چې "د متحدو ایالتونو پر وړاندې اټومي وسله" وکارولی شي.

خو کیم له اوږدې مودې راهیسې پر دې ټینګار کړی، چې پیونګ یانګ به د خپلو اټومي وسلو پر لمنځه وړل غور ونه کړي.

هغه تېر سپتمبر کې خپل پارلمان ته وویل، "د اټومي بې وسلې کېدو مفهموم وار له مخه معنا بایللې ده. موږ یو اټوم لرونکی هېواد شوی یو."

هغه زیاته کړه، "زه وایم، اټومي‌ بې‌وسلې کېدل به تر ټولو وروستی شی وي، چې له موږ یې تمه کېدای شي."

"که متحد ایالتونه، د نورو د اټومي بې‌وسلې کولو له بې معنا تعقیبه لاس اخلي، واقعیت مني او غواړي چې له موږ سره ریښتینی سوله‌ییز ګډ ژوند وکړي، نو هېڅ دلیل نشته چې موږ ورسره پر مخ ولاړ نه شو."

سږ کال د ګوند د کنګرې د پای ته رسېدو د شېبو په عکسونو کې د کیم پېغلوټې لور، جو ای، هم لیدل کېږي چې په پیونګ یانګ د پوځي پرېډ نندارې لپاره له خپل پلار سره ولاړه ده.

د سویلي کوریا استخباراتي ادارې روانه میاشت پارلمان ته وویل، چې کیم جونګ اون - جو ای چې باور کېږي ۱۳ کلنه ده – تر ده وروسته مشره ټاکلې ده.

د سویلي کوریا ملي استخباراتو وویل، چې دوی به دا له نږدې وڅاري چې ایا هغه د ګوند په کنګرې کې ګډون کوي که څنګه.