تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شماليکوریا امریکا ته تر ګواښ وروسته د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغندی ازمویلی
د سویلي کوریا او جاپان چارواکي وايي، شمالي کوریا نن چارشنبه د لویو وچو ترمنځ واټن ویشتونکی بالېستیک غوندی ازمویلی دی.
د لوی واټن دغه توغندی تر توغول کېدو څه باندې یو ساعت وروسته د جاپان اوبو ته نږدې په سمندر کې پرېوتی.
پیونګ یانګ دا ګام تر هغې څو ورځې وروسته اخیستی چې ادعا یې کړې وه د امریکا یوه څارګره الوتکه یې فضايي حریم ته ورننوتې ده.
دغه هېواد دا ګواښ هم کړی و، چې په راتلونکې کې به دا ډول الوتکې رانسکورې کړي.
واشنګټن د شماليکوریا د هوايي حریم نقض رد کړی او ویلي یې دي، چې د نړیوال قانون له اصولو سره سمې پوځي ګزمې کوي.
د شمالي کوریا لخوا روان کال د نویو وسلو تر ازمویل کېدو وروسته، کوریا ټاپو وزمه کې امنیتي اندېښنې ډېرې شوې دي.
دغه هېواد تېر کال کې هم د ریکارډ کچې توغندي ازمویلي وو چې یو پکې ان متحدو ایالتونو ته د رسېدو وړتیا هم درلوده.
امریکا او سویلي کوریا د دغو تجربو غبرګون کې په کوریا ټاپو وزمه کې ګډ پوځي تمرینونه ډېر کړي.
خو پيونګ یانګ له دې سره سره د توغندیو ازمویل نه دي درولي.
دغه هېواد په تېره اپریل میاشت کې د لویو وچو ترمنځ د یوه هدف ویشتونکي توغندي تر ازمویلو وروسته ویلي وو، چې دا یې تر دې دمه له ټولو ځواکمن توغندی و.
دغه هېواد می میاشت کې فضا ته د یوې څارګرې سپوږمکۍ د توغولو هڅه هم وکړه، خو ناکامه شوه.
د امریکا او سویلي کوریا چارواکو د چارشنبې ورځې له دغه ازمېښت سملاسي وروسته سره کتلي او په یوه اعلامیه کې یې پر ګډې او پياوړې دفاع ټینګار کړی دی.
پر دې سربېره د سویلي کوریا ولسمشر 'یون سوک یول'، چې د ناټو د غړو هېوادنو له مشرانو سره لیدو لپاره لېتوانیا ته تللی، له هغه ځایه د خپل ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته رابللې ده.
شمالي کوریا تر دې مخکې د تېر جون په نیمايي کې دوه لنډ واټنه بالیستیک توغندی توغولي وو.
تر هغې ور مخکې یې په فبرورۍ کې د لویو وچو ترمنځ یو واټن وهونکی توغندی ازمویلی و.
شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره سره په وار وار ویلي چې د اټومي سروکو او نورو لا ځواکمنو وسلو تولید به ډېر کړي.
شنونکي وايي دغه هېواد ښايي د کوریا جګړې د پای ته رسېدو کلیزې په مراسمو کې چې د جولای وروستیو کې لمانځل کېږي، خپلې وروستۍ ځواکمنې وسلې نندارې وړاندې کړي.
پیونګ یانګ دا خپله د بریا ورځ ګڼي.