ډبلیو ‌اېف‌پي: افغانستان کې یوازې له پنځو اړمنو یوه ته مرستې رسولی شو

له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو د کمېدا په لړ کې د خوړو نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې له پنځو اړمنو کسانو یوازې یوه ته اړینې مرستې رسولی شي.

افغانستان کې د دغه بنسټ مشره شا وي لي وايي، دوی پخوا د ۱۳ میلیونه کسانو لاسنیوی کاوه خو اوس یوازې درې میلیونه خلکو ته د مرستې رسولو جوګه دي.

د خوړو نړیوالې ادارې بروکسل کې د اروپايي ټولنې په کوربتوب جوړه شوې یوه غونډه کې پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان بې‌وزلو ته دې بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

(ډبلیو اېف پي) وايي د راتلونکو شپږو میاشتو په اوږدو کې افغانستان د اړمنو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د ملګرو ملتونو اړونده اداره ده چې له څو لسیزو راهیسې له افغانانو سره د مرستو رسولو تر ټولو لوی بهیر پر مخ وړي.

دا پروګرام له نورو هېوادونو او بسپنه ورکوونکو مالي مرسته ترلاسه کوي او بې‌وزلو ته یې رسوي.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ډبلیو اېف پي پروګرا مشرتابه ویلي وو اوسنۍ بودیجه یې راتلونکې اکتوبر میاشت کې پای ته رسېږي او دا د مرستو رسولو برخه کې د بېړنیو شرایطو په مانا دی.

د تر ټولو لویې مرستندویې ادارې په بودیجه کې کمی د بې‌وزله کورنیو لپاره په څه معنا دی؟ یو تن په دې اړه وايي:

"پخوا به دوی ډېره مرسته کوله چې موږ به پرې اباد وو، اوس چې یې موږ ته نه راکوي مشکلات مو ډېر شوي دي. هغه وخت به مو چې د ورځې درې ځله ډوډۍ خوړله اوس یې دوه وخته خورو، چې دوه ځله به مو خوړله اوس یې یو وار خورو."

په ورته وخت کې د ډبلیو اېف پي اجرائیوي مرستیال کارل سکاو بروکسل کې د اروپايي ټولنې په کوربتابه د یوې غونډې درشل کې وویل بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده چې ژمي کې خلکو ته مرسته ورسېږي:

"په دې غونډه کې د ژمي موسم کې له افغانانو سره د مرستې پر پلانونو او د مرستې پر څرنګوالي خبرې کوو،‌ ډبلیو اېف پي افغانستان کې یو ډېر مهم پروګرام لري، په تېرو دوو میاشتو کې موږ مرستې کمې کړې دي. د مرستو رسولو لپاره اوسني شرایط ډېر سخت دي. موږ وکولای شول په اغېزناکه بڼه مرستې ورسوو. نن مرستندویانو ته زما پیغام دا دی چې په افغانستان کې د ژمي په موسم کې نورو پیسو او نور لاسنیوي ته اړتیا لرو".

نوموړي ویلي، د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه سملاسي لاس په کار شي.

بله خوا د ډبلیو اېف پي مشرې سنډې مکین په اېکس یوه پیغام کې لیکلي چې ټوله نړۍ کې د لوږې د بې ساري زیاتوالي له کبله اړینه ده چې د خوراکي توکو د کمښت مخه ونیول شي او د ژوند ژغورنې چارې زیاتې شي چې د لوږې کچه راټیټه شي.

اغلې مکین لیکلي،‌ که دغه ټولنه د نورو ناورینونو د مخنیوي لپاره نورې مرستې ترلاسه نه کړي، نو نړۍ کې به لا نوره جګړه، ناکرارۍ او لوږه رامنځ ته شي.