تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'له عامه پارکونو د ښځو منع کول د دوی پر حقونو یو بل ګوزار دی'
د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو حاکمیت کې دې د ښځو پر وړاندې پر روان پرلپسې کړاو او ځورونې سترګې نه پټوي.
امنسټي انټرنېشتل دا غوښتنه وروسته تر هغه کړې چې وړمه ورځ طالبانو ښځې له عامه پارکونو منع کړې چې دې کار یې افغانستان کې او بهر غبرګونونه راپارولي دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د ښځو د حقونو پرضد پرېکړې باید په سم لاسي ډول بېرته واخیستل شي.
دغه سازمان پرون په یوه بیان کې ویلي، له عامو پارکونو د طالبانو له لوري د مېرمنو منع کول د ښځو پرحقونو یو بل ګوزار دی.
د بښنې نړیوال سازمان په بیان کې ټینګار شوی چې د طالبانو واکمنۍ کې د ښځو حقونه په منظمه او پرلپسې توګه تر برید لاندې دي او د ښځو د حقونو برخه کې د طالبانو هر ډول پرېکړې باید بېرته واخیستل شي.
دې سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو واکمنۍ کې ښځو ته د هغوی د حقونو په نه ورکولو او د سیستماتیک کړاو پر وړاندې دې سترګې نه پټوي.
بیان کې له عامه پارکونو د ښځو د منع کولو په اړه ویل شوي، په دې پرېکړې سره طالبانو مېرمنې له یوه اساسي حقه بې برخې کړې دي چې هغه ازاد تګ-راتګ دی.
دغه راز یې د دوی پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي او د سیاسي مشارکت حق یې هم ترې اخیستی دی.
امنسټي انټرنېشتل وايي طالبانو د مخکني حکومت پرمهال جوړ شوي هغه بنسټونه هم له منځه وړي چې د کورني تاوتریخوالي قضیې به یې څېړلې.
په بیان کې په وروستیو کې د ښځو د حقونو د فعالو نیولو ته هم اشاره شوې ده.
بله خوا د بریتانیا پارلمان کې یوې ډلې ښځو د بهرنیو چارو له وزیر جیمز کلېورلي نه په یوه لیک کې له هغو مېرمنو سره د مرستې غوښتنه کړې چې د طالبانو لخوا ځپل کېږي.
په دې لیک کې راغلي، هر کال یوازې ۱۵۰۰ افغانان بریتانیا کې پنا غوښتلی شي.
خو له اوکرایینیانو سره چلن بدل دی، د جګړې له پیله تر اوسه تر دوو لکو ډېرو اوکرایینیانو ته وېزې ورکړل شوې دي.
دې استازو د هغو افغان مېرمنو لپاره د پنا ورکولو د ځانګړي پروګرام جوړ ېدو غوښتنه کړې چې لخ خطر سره مخامخ دي.
طالبان وايي د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو ټینګار یې دا دی چې د دوی له نظره د اسلامي شریعت په رڼا کې د روغتیا په څېر برخې پرته نژدې نورو ټولو دولتي ادارو کې ښځینه کارمنانې خپلو دندو ته د ورتګ اجازه نه لري. طالبان وايي تنخاوې یې ورکول کېږي.