د طالبانو امر: کابل کې به ښځې او نارینه په جلا ورځو پارکونو ته ځي

په افغانستان کې د طالبانو امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت وايي، ښځې او نارینه به د پلازمېنې کابل تفریحي پارکونو ته یو ځای نه ځي.

یاد وزارت په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، د اونۍ ځینو مشخصو ورځو کې به یوازې ښځې 'چې شرعي حجاب ولري ' د پلازمېنې پارکونو ته ځي او د طالبانو کسان ''مجاهدین او عام خلک حق نه لري، چې دې ورځو کې دې پارکونو ته ورښي. ''

د طالبانو په اعلامیه کې چهارشنبه، پنجشنبه، جمعه او شنبه هغه ورځې بلل شوې، چې د پلازمېنې اوسېدونکي نارینه پکې پارکونو ته تلای شي او دغه راز یکشنبه، دوشنبه او سې شنبه بیا هغه ورځې دي، چې ښځې کولای شي د پلازمېنې پارکونو ته ورشي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د نارینه وو لپاره په ځانګړو ورځو کې هم د طالبانو کسان 'مجاهدین ' چې د تفریح لپاره دې پارکونو ته ځي، اجازه نه لري چې خپل نظامي نښانونه او وسله له ځان سره پارکونو ته یوسي.

د طالبانو په اعلامیه کې دغه راز له ښځو غوښتل شوي، چې د کابل ښار شاوخوا سیمو سیل ځایونو ته د ورتګ پر مهال هم ''شرعي حجاب مراعت کړي '' او که نه ''قانوني چلن به ورسره وشي. ''

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، د سرغړوونې په صورت کې به ''د پارکونو له څښتنانو سره قانوني چلن وشي. ''

له دې مخکې د بشري حقونو فعالانو د طالبانو وروستيو اقداماتو ته چې په ځینو جوماتونو کې سړو ته د حاضرۍ اچول، پر جَمعې لمونځ ته د خلکو اړ ایستل، او له نارینه محرم پرته له سفره د ښځو مخنیوی پکې راځي، توند غبرګونونه څرګند کړي دي دي.

د طالبانو امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت د روان کال په لومړیو کې هغه رپوټونه رد کړل چې وايي، په هرات کې ښځې کافي رستورانتونو ته له تلو منع شوې وې، خو د یاد وزارت ویاند ویلي و: ''په یوه ځای کې د ښځو او نارینه وو د اختلاط مخنیوی باید وشي. ''

د بشري حقونو فعالانو د طالبانو دغه ډول اقداماتو ته توند غبرګونونه څرګند کړي او دا یې د ښځو زندانی کولو په مانا یاد کړي دي.

خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت بیا مخکې ویلي و، په هغو کارونو کې له زوره کار اخېستنه یې رسمي تګلاره نه ده، چې دوی یې نېکۍ ته د خلکو هڅونه بولي.