پاکستان؛ د پنجاب په میانوالي سیمه کې د پولیسو پر پوسته وسله وال برید شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پنجاب ایالت پولیس وايي، د دې صوبې په میانوالي ضلع عیسی خېل کنډل سیمې کې پر یوه ګرځنده پوسته د وسله والو برید کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د پنجاب پولیسو مشر (ای جي) په وینا له لسو تر دوولسو پورې وسله والو پر پوسته برید وکړ، چې د پوستې پر بام د یوه ساتونکي سرتېري په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال ووژل شول.
د پولیسو دا چارواکی ادعا کوي، چې پر کنډل نومي پوستې له دوو لوریو شوی برید د پولیسو په ځوابي ډزو کې ناکام شو. نوموړی زیاتوي برید کې دوه وسله وال وژل شوي او نور تښتېدلي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي، ټي پي) د دې برید مسوولیت منلی دی.
د پنجاب ای، جي پولیس له دفتره په دې هکله یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ''له ترهګرو سره د نښتې پر مهال د پولیسو یو افسر هارون خان په زړورتوب سره د جګړې په حال کې وژل شوی دی.''
په اعلامیه کې راغلي چې اضافي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، چاڼیز عملیات یې پیل کړي او د پېښې په هکله د تحقیقاتو امر شوی دی.







