پاکستان کې پټرول یوه ورځ کې ۲۶ روپۍ ختلي؛ ځینو یې غبرګون کې ویلي "له دې هېواده د تېښتې وخت دی"

د پاکستان ماليې وزارت یو ځل بیا د نفتي موادو لپاره نوې نرخونه اعلان کړي چې د پام وړ ډېروالی په کې راغلی دی.

د تازه نرخونو له مخې پاکستان کې د پرون ورځې پرتله د پټرولو یو لېتر ۲۶ روپۍ او د ډېزلو یو لېتر ۱۷ روپۍ پورته شوی دی، چې له نویو نرخونو سره اوس پټرول نږدې ۳۳۲ پاکستانۍ روپۍ او ډيزل څه باندې ۳۲۹ روپۍ خرڅېږي.

دا نرخ سر له ننه (۱۶ سپټمبر) پاکستان کې پلي شوی چې ورسره د خلکو پراخ غبرګونونه هم پارېدلي.

د پاکستان ماليې وزارت د نرخونو د لوړېد دلیل "د نفتو په نړیوال مارکېټ کې ګراني بللې ده."

بلخوا ویل کېږي چې سعودي عرب کې تېل له پخوا کم ایستل کېږي او په ورته مهال چین کې یې تقاضا ډېره شوې چې دې ټولو د نرخونو په لوړېدو اغېز پرېښی.

که دلیل هر څه او هر څنګه وي، د مخ په لوړېدو نرخونو تاو له عامو پاکستانیانو وځي، داسې چې ‌له ګرانیو تنګ شوي پاکستانیان چې نن له خوبه پاڅېدو سره یو ځل بیا له دې زیاتوالي خبر شوي، ډېرو یې په رسنیو خواشیني او غوسه څرګنده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په وروستیو ۱۵ ورځو کې د نفتي موادو نرخ ۴۱ روپۍ ختلی دی چې دا په کمه موده کې ډېر ډېروالی ښيي.

پر پخواني ټوېټر او اوسني اېکس یو شمېر کارونکو د دې قیمتۍ وروسته یو هشتګ پیل کړی او ګڼ خلک اعتراضي لیکنې کوي.

له دې ډلې یې یوه لیکلي "څه شول هغه خلک چې د پټرولو نرخ ۱۵۰ روپۍ ته ورسېد او تاسې به لاریونونه کول، اوس ولې غلي یاسئ؟"

د موټر سایکلو یوه لوی کاروان چې پټرول پمپ ته په کتار ولاړ وو، له بي بي سي سره خبرو کې په دې خواشیني ښودلي چې 'اوس په پمپونو کې د پنځوسو یا سلو روپو اصلا تېل څوک نه درکوي."

پاکستان کې د نفتي موادو او نورو خوراکي توکو له ګرانۍ سره د غریبو په ژوند چې وار له مخه يي له کړاوه ډک وو، له نوې ګرانۍ سره د کار د دوام ډېرې هیلې نه دي ورپاتې.

د اظهر علي په نوم یوه بل کس د لمر ختو له یوه انځور سره لیکلي؛ زه نن سهار له دې ښکلي منظرې سره راوېښ شوم او فکر مې وکړ چې نن ښه ورځ ده، خو ښه ورځ هغه پاکستان کې شته؟ ده زیاته کړې "زه څومره احمق یم چې داسې فکر کوم."

د طارق خان په نوم یوه کارونکي لیکلي "خلک له دې ګرانۍ دومره په تنګ شوي چې ځان وژنې کوي، مونږ نه پوهېږو چې دا حکومت ولې د سمو تګلارو په جوړېدو نه پوهېږي."

هغه وايي "خلک باید د دې مافیا او غلو په خلاف راووځي، کنه په دې هېواد کې به د غریبو خلکو ژوند لا سخت شي."

د پنجاب پخواني ګورنر یا والي چوهدري سرور په خپله پاڼه لیکلي، "کله د برېښنا بېلونه ډېریږي او کله د نفتي موادو نرخ د تمې خلاف یو دمي ډېر پورته کېږي خو حکومت په دې نه پوهېږي چې د پاکستان غریب عوام له دې ساه کښونکي قیمتۍ څومره تنګ شوي."

دی وايي داسې ښکاري چې د عوامو له حاله هیڅوک نه دي خبر په داسې حال کې چې خلک سخت ناهیلې دي او د نرخونو لوړیدل ردوي.

پاکستان کې یوه مشهور خبریال حامد میر لیکلي " یو وخت و چې د پټرولو نرخ به دوه یا درې روپۍ پورته شو، اوس یو دم ۲۶ روپۍ ټوپ کوي او د برېښنا لوړو بېلونو ځپلي ولس غږ نه وځي."

هغه د حیرانۍ په ډول لیکلي، ۳۳۱ روپۍ به څوک یو لېټر تېل اچوي!

له دې ټولو غبرګونونو سره یوه کس له ژوورې ناهیلۍ لیکلي "مونږ هسې ځانونه خورو، هیڅ هم نه بدلېږي او داسې ښکاري چې د قیمتۍ توفان هم د ودرېدو نه دی."