ظاهر او باطن

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اسد الله غضنفر
- دنده, لیکوال
داسې څوک به شاید تاسې هم لیدلی وي چې د زورور سړي به بې حده احترام کوي او یو بل وخت به، چې له هغه سره زور نه وي، سپکې سپورې پسې وایي.
تاسې به دغسې سړی دوه مخی، چلباز، مکرجن، ورځچاری یا داسې بل څه وبولئ خو ډېر ځله داسې هم کېږي چې هغه پخوانی احترام او اوسنۍ بې احترامي یې دواړه د زړه له تله وي، نه د چل ول، ټګۍ یا چلبازۍ له مخې. که له دغه چا پوښتنه وشي چې ولې دومره بدل شوې؟ ځواب یې شاید دا وي چې زه ورباندې غلط وم، ما ته سم سړی ښکارېده، مګر افسوس چې ډېر بېکاره وخوت.
تر دې ځایه زموږ خبرې د شعور په حدودو کې وې. یعنې دا مو وویل چې یو چا د بل چا درناوی یا نه درناوی د یوه حساب او منطق په اساس کړی دی. ارواپوهنه چې د انسان په لاشعور باندې یعنې د وګړي د شخصیت په هغه برخه باندې هم بحث کوي چې وګړی ورباندې خبر نه دی، د دغسې کس په اړه ممکن بېخي بله خبره وکړي. د ارواپوهانو په نظر که یو څوک د چا تر حد ډېر او غیرطبیعی درناوی کوي، اصلي علت یې ممکن د خپل نفرت پټول وي. دا پټول په لوی لاس او شعوري نه وي، بلکې لاشعوري وي. لاشعوري په دې معنا چې دی له بل څخه کرکه، په غیرارادي ډول، لاشعور ته استوي او په دې نه پوهېږي چې له دغه سړي خو نفرت کوي، بلکې برعکس، فکر کوي چې د زړه له تله ورته ډېر درناوی لري.
یو ماشوم د خوږو سخت شوقي دی خو مور یې ورنه منع کوي. مور ورباندې دومره سختي راوړي چې ماشوم اخر ځان قانع کړي چې د شیریني خوراک بد دی. د ده شعور د شیریني مخالف شي خو په لاشعور کې دی په خوږو میین وي. دی د لاشعور د ارزو د ځبلو لپاره له خوږو سره ډېر مخالف شي او ان تر ځان کمکي وروڼه هم نه پرېږدي چې شیریني وخوري او چې کله یې د خوږو په خوړلو وویني، وهي او ټکوي یې.

د عکس سرچینه، Getty Images
زموږ په ولسي ادب کې د ګیدړې یو مشهور حکایت دی چې د انګورو ورښکي ته یې خوله نه رسېده، ویل یې انګور تروه دي. د دغه حکایت یوه معنا خو دا ده چې بنیادم کله ناکله په اصطلاح ځان کم نه راوړي خو لا ژوره معنا یې شاید دا وي چې له هوسه محروم شوی انسان ځان تېر باسي او په غېر ارادي ډول غواړي خپله هغه ارزو هېره کړي چې د عملي کولو امکان و اجازه یې نه لري او یا یې عمل کول ورته، له اخلاقي او اجتماعي نظره، تشویشونه پیدا کوي.
دغسې چلند په ټولنه کې د ځان ساتلو لپاره یو ډول روحي دفاعي میکانیزم دی. څرنګه چې د وګړي ارزوګانې او د ټولنې غوښتنې سره سمون نه خوري نو وګړی په دغه کشمکش کې خپله ارزو لاشعور ته واستوي او په شعور کې ورسره سخت مخالفت پیل کړي. که څوک له یو شوق سره ډېر افراطي مخالفت کوي، د ارواپوهانو په نظر دا امکان زیات دی چې په لاشعور کې به یې هغه شوق ډېر زورور وي او شدید مخالفت به یې د دې لپاره وي چې د لاشعور په بند کې یې ایسار وساتي.
شیخ صنعان چې بزرګ دی او ډېر مریدان لري، څو شپې سر په سر خوب ویني چې روم ته تللی دی او هورې یوه بوت ته سجده کوي. شیخ په سپینه ږیره روم ته روانېږي. هلته په یوې مسیحي نجلۍ زړه بایلي. نجلۍ یې خپل دین ته اړوي او د ولور د پوره کولو لپاره ورباندې مني چې د سرکوزیو رمه به څروي. د حکایت دغه برخه د ارواپوهنې له نظره راته وایي چې شیخ صنعان په لاشعور کې خپل یو ډېر زورور هوس له ځان او ټولنې پټ کړی او بندي کړی و خو یو وخت بندي لاسبری شو او دی یې د سرکوزیو څرولو ته اړایست.







