د خبر او نظر ازادي

    • Author, اسدالله غضنفر
    • دنده, لیکوال
افغانستان ټلویزیونونه

د عکس سرچینه، Getty Images

په ټولنه کې ممکن ځینې کسان د فکر او بیان ازادي ته د شک په سترګه وګوري او استدلال وکړي چې د دغسې ازادي د غلط استعمال امکان شته، مثلا د مقدساتو د سپکاوي، د ولسونو د جنګولو، د نظام د بې اعتباره کولو یا د وګړیو د نوم بدولو لپاره به استفاده ورنه وشي.

دغه تشویش په هره ټولنه کې شته او په هیڅ ملک کې دا نه دي منل شوي چې د فکر و بیان ازادي دې بې چوکاټه وي. البته چوکاټ د قانون په ذریعه جوړېږي. قانون دا وایي چې رسنۍ باید کومې کومې خبرې ونه کړي. د فکر او بیان ازادي د ځينو ملکونو په قوانینو کې زیاته ده او په ځینو نورو کې زیاته نه ده خو ان هغه ملکونه هم چې د فکر او بیان په اړه یې قانوني چوکاټونه تنګ دي، تر هغو بهتره دي چې په دې برخه کې مشخص مقررات او قوانین نلري.

خبرې په دوو ډولونو وېشلای شو. یوه هغه خبره ده چې صراحت پکې وي، رشتیا دروغ یې معلومېدای شي او اندازه کول یې ممکن دي، مثلا که زه ووایم چې عینو مېنه په کندهار کې ده، د دې ادعا رشتیا او دروغ رامعلومېږي، خو که ووایم چې کندهار ښه یا ښکلی ښار دی، دا بیا داسې خبره نه ده چې دقیقه یې اندازه کړو او د صدق و کذب پته یې ولګوو، ځکه ښایست یا ښه والی دقیق تعریف نه لري، چا ته به هغه ښار ښکلی ښکاري چې ونې پکې زیاتې وي، او بل به هغه ځای ښه بولي چې ناولی نه وي، دریم به د ښار ښه والي ته د کاروبار له نظره ګوري.

د قانون یوه ځانګړنه دا ده چې کلمې یې د معنا په لحاظ دقیقې وي او تعریف کېدلای شي. قانون د خپلو هغو کلمو د تعریف لپاره هم لارې چارې لري چې یو څوک یې د بېلې معنا د اخیستلو ادعا وکړي. له بلې خوا د قانون په تدوین کې هڅه کېږي چې اړوندې موضوع ته له هره اړخه پام وشي، ځکه نیمګړی بحث پخپله د ابهام سبب کېږي.

تونس کې خبریالان د بیان ازادۍ لپاره مظاهره کوي. ارشیف تصویر مې ۵مه ۲۰۲۲

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تونس کې خبریالان د بیان ازادۍ لپاره مظاهره کوي. ارشیف تصویر مې ۵مه ۲۰۲۲

د مثال لپاره به د نوم بدولو موضوع راواخلو. د دنیا ټولې ټولنې دا مني چې په بل چا پورې سپکې سپورې ویل، تومت کول او په دې طریقه د بل انسان عزت ته صدمه رسول، ناسم کار دی. تر دې ځایه موږ یوه اخلاقي خبره وکړه خو که دغه ډول بې عزتي یا هتک حرمت د قانون په ذریعه تعریف نه شي، بیا به په رسنیو کې د یو چا په اړه غږېدل داسې وي لکه په توره شپه کې چې موټر بې څراغه روان وي.

دغسې موټر ممکن بل لاندې کړي او یا پخپله کندې ته ولوېږي. یوازې د قانون په شتون کې وګړیو ته د هتک حرمت دقیق حدود ورمعلومېدای شي. ایا یوازې د ژوندیو انسانانو په غندلو کې احتیاط پکار دی که د مړیو هم ؟ که د مړیو غندل منع وي نو مورخان او نور کسان چې د ماضي په اړه غږېږي، څه باید وکړي؟ ایا یوازې د انسان حرمت پکار دی که د ځینو اشیاوو( مثلا بیرغ) هم؟ هغه اشیا کوم کوم دي چې سپکاوی یې جرم بلل کېږي؟ ایا د پردو ملتونو یا عقایدو سپکاوی ازاد دی؟ اجازه شته چې په طنز اوغیرمستقیمه ژبه غندنه وشي؟ ایا داسې کسان یا مقامات شته چې نیوکه ورباندې منع ده؟ که وي کوم، کوم دي؟ هتک حرمت به څنګه تعریفوو؟ د سالم او ناسالم انتقاد توپیر به څنګه کوو؟ د سپکاوي له موضوع سره اړوند دغسې په سلګونو سوالونه پیدا کېږي چې د قانون جوړوونکي د سپکاوي او نه سپکاوي د حدودو په پیژندنه کې ورته پام ساتي. د هرې ټولنې قانون طبعا د هغې ټولنې د شرایطو او ارزښتونو په رڼا کې تنظیمېږي.

د انټرنیټ او خواله رسنیو شتون د بیان ازداۍ کیفیت او کمیت کچه بدله کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انټرنیټ او خواله رسنیو شتون د بیان ازداۍ کیفیت او کمیت کچه بدله کړې.

په تېرو زمانو کې چې د فکر او بیان د ازادي لپاره د قانون د تدوین اړتیا نه احساسېده، په ځینو نورو دلایلو سربېره دا وجه هم وه چې پخوانی ژوند ساده و. اوسنۍ رسنۍ، اوسنۍ غوښتنې او اوسنۍ رابطې له پخوانو هغو سره د پرتلنې وړ نه دي. البته، پخوا هم چې په کومو ځایونو او وختونو کې د علم او تمدن ډیوه بله وه، هلته د فکر او نظر د ازادي یو عرف او دود موجود و، مثلا د علماوو مناظره د اسلامي تمدن یو پخوانی دود دی چې د مختلفو نظرونو د شتون او زغملو څرګنده نخښه یې بللای شو. یقینا که په اسلامي تمدن کې مختلف نظرونه نه زغمل کېدای، دا ناممکنه وه چې د فارابي، غزالي یا رازي په څېر د خورا متفاوتو او متضادو نظریو خاوندان فکرونه تولید کړي او بشر ته نوي څه وبخښي. د علم د ودې په سپېڅلې چاره کې یوازې هاغه ټولنې برخه اخیستی شي چې موجوده پوهه تر تنقید پورته نه ګني او د تصحیح لاره یې پرانیستې پرېږدي.

په اوسني وخت کې د هغو ټولنو چارې لا بهتره دي چې وګړي یې د قانون په چوکاټ کې د فکر او بیان زیاته ازادي لري.

په ټولنه کې چې په فکر او بیان باندې بندیزونه زیات شي، خلک په معنوي او اخلاقي لحاظ تاوان کوي، ځکه د زړه او خولې په خبره کې یې فرق راځي. په دغسې ټولنه کې بې عدالتي زیاتېږي، ځکه د کمزورو کسانو د اعتراض جراات کمېږي. دغه راز د فکر او بیان د ازادي په لاره کې زیات بندیزونه د رشتیا او دروغو تر منځ فرق ختموي او حقیقت ته رسېدل مشکل ګرځوي چې په تاوان کې یې ټول لوري شریک دي.

media

د عکس سرچینه، Getty Images

یو تاریخي مثال به راوړو. شوروي اتحاد هغه ملک و چې د بیان ازادي پکې په نشت حساب وه. په ۱۹۱۷ کې چې په روسیه کې انقلابیان کامیاب شول، په اولو میاشتو کې یې د فکر او بیان ازادي ته اجازه ورکړه. دې اجازې علتونه لرل. یو خو د نویو واکمنو کمزورۍ به له دې وروسته معلومېدې او د پخوانو نسکورو شویو واکمنو عیبونه معلوم وو نوغندنه یې اسانه وه، بې خطره وه او بلکې په ګټه وه، ځکه هر چا غوښتل چې ځان له نسکورو شویو بېل وښیي. د بري په پیل کې د فکر او بیان د ازادي بل علت دا و چې انقلابیونو د نورو ځان ته خوشبینو انسانانوغوندې ګومان کاوه چې د دوی مخالفان بد وو او دوی ښه دي او په ښو پسې به نو خلک ولې بد وایي؟

د دې ازادي عمر لنډ و. هغه وخت ژر پسې راغی چې د مخالف نظر خاوندان واجب القتل وبلل شول.

د فکر او بیان د ازادي په اړه په شوروي تاریخ کې بله مهمه پېښه په ۱۹۵۶ کې د کمونیست ګوند لویه غونډه وه چې په وروستۍ ورځ یې شوروي مشر خروسچف خپلو کمونیستو ملګرو ته ځینې سپینې خبرې په دې شرط وکړې چې پټې به یې ساتي. خروسچف وویل چې مخکینی شوروي مشر ستالین، چې دېرش کاله یې قدرت په لاس کې و، بیخي زیات ظلمونه کړي دي. ده وویل، تر دې وروسته به دومره واک چا ته نه سپارو چې نیوکه ورباندې سخته شي او غرق مو کړي. خروسچف په دې غونډه کې د خپل پخواني مشر او ملګري د حیرانوونکو غلطیو د یادولو په وخت څو ځله وژړل او په ناستو کسانو کې ځینې بېهوشه شول. دوی په لسګونو کلونو په رسنیو کې او په خپل منځ کې یوازې د ستالین تعریفونه اورېدلي وو،مګر اوس یې غوږونو بېخي نااشنا خبرې اورېدې.

که څه هم دغه رپورټ باید پټ پاتې وای خو دنیا ورباندې خبره شوه او د نړۍ کمونیستان یې سره ووېشل. ځینې د ستالین پلویان پاتې شول، ځينې مخالف او یو ګڼ شمېر نور یې په خپله نظریه بې باوره شول.

د شوروي پراودا ورځپاڼې پنځوسمې کلیزې په مناسبت خپور شوی پروپاګند بنر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شوروي پراودا ورځپاڼې پنځوسمې کلیزې په مناسبت خپور شوی پروپاګند بنر

له ستالین څخه راوروسته شوروي باندې دا نیوکه زیاته کېده چې خپل ګڼ سیاسي مخالفان او د بېل نظر خاوندان روغتونونو ته استوي چې ګواکې عقلي مشکلات لري. موږ دا هم ویلی شو چې دغسې چلند خامخا قصدي نه و، بلکې د حکومت اخلاصمنو مامورینو د یو اړخیزو تبلیغاتو تر اثر لاندې په رښتیا فکرکاوه چې هر څه سم روان دي او ناراضان که دښمنان نه وي نو روحي ناروغان دي، علاج یې پکار دی.

په شوروي کې د فکر او بیان د اظهار د پالیسي په اړه بله مهمه پېښه د دغه نظام د ژوند له وروستیو وختونو سره تعلق لري چې ګورباچف واکمن شو او خلکو د خولې پرانیستلو اجازه ومونده. له ازادۍ سره معلومه شوه چې یوازې ستالین نه و، بلکې ابۍ ټوله بۍ. دغه شي په نظام باندې اعتبار ته وروستۍ لغته ورکړه.

د شووري تجربه او نورې تجربې ښیي چې د متفاوت فکر او نظر مخنیوی ټولنه او چارواکي دواړه ژوبلوي.دا یوه داسې معامله ده چې تاوان پکې یو په څو وي. د ستونزو پټ ساتل ستونزې یوازې سر په سر کوټه کوي، کموي یې نه.

شوروي اتحاد د انټرنیټ تر زمانې له مخه ختم شو. د انټرنیټ زمانې د قدرت خاوندانو ته له فکر او بیان سره د مخالفت بیه لا لوړه کړې ده، ځکه د خبر او نظر مخنیوی اوس تر پخوا مشکل شوی دی او دا هم پکې شته چې د پټولو نتیجه اپوټه شي، یعنې هغه خبر چې سرکار یې خپرېدل نه غواړي، په خواله رسنیو کې لا زیات خپور شي.