تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه پروفیسر او د انجینرۍ کتابونو لیکوال چې له تدریسه په وېلډېنګکارۍ کې ډېرې پیسې ګټي
کبیر ابو بلال چې په دې رپوټ کې مو یې ژوند ته کتنه کړې د نایجیریا په یوه پوهنتون کې یوازې استاد نه بلکې داسې څوک دی چی د زاریا ښار کې د لاس کسب او کار هم کوي.
په نائجیریا کې وېلډېنګکارۍ (نښلونګ) ته د یوه معمولي کسب او کار په نظر کتل کېږي، له همدې کبله پروفیسر کبیر د وېلډېنګکارۍ هټۍ له خلاصولو سره ډېر خلک په ځانګړي ډول خپل ملګري په ځان پورې حیران کړي.
له بي بي سي سره خبرو کې نوموړي ویلي 'د پروفیسرۍ تر څنګ د وېلډېنګ په کار نه شرمېږي بلکې د ده په ټکو "زه په وېلډېنګکارۍ کې له استادۍ ډېرې پیسې جوړوم."
۵۰ کلن کبیر ابو بلال د نایجیریا له سترو پوهنتونو څخه په یوه پوهنتون کې د انجینرۍ برخه تدریسوي.
دی له ۱۸ کالونو ښونکی دی او د برق په انجېنرۍ یې ډېری کتابونه هم لیکلي دي.
د نوموړي یو ملګری پروفیسر جبرائیل وايي ګڼ خلک او د دوی نور ملګري د پروفیسر کبیر په اړه حیران دي خو د ده په ټکو " په ټولنه کې مونږ داسې فکر کوو چې ځینې خلک د ځینو کارونو لپاره ډېر لوی دي خو داسې نده ، دی چې څه کوي دا د شرم خبره نه بلکې د ستاینې وړ کار دی او مونږ هیله لرو چې نور خلک له دې چارې درس واخلي."
دی وایي خلک باید په دې پوه شي چې زدکړې او سواد د کوم کار مخه نه ډب کوي بلکې زه دې ته حیران یم چې په ډېرو ټولنو کې هغو کسانو ته ولې په بل نظر کتل کېږي چې اسناد په لاس او کار کوي.
دا خبره دلته لا ښه صدق کوي ځکه چې د یوې څېړنې له مخې د افریقا په دغه ګن مېشتي هېواد نایجیریا کې له پوهنتونو فارغه ۴۰ سلنه خلک د کار په موندلو نه بریالي کېږي.
کبیر ابو بلال دوه لسیزې وړاندې د نائجیریا په زاریا نومي ښار کې د کار لپاره وړوکی ځای پرانېست خو وروسته په ۲۰۲۲م کې د پروفیسرۍ رتبې لوړیدو سره لا لوی دوکان ته وکوچېده ځکه چې د نوي دندې په دغه ښار کې د ده د وېلډېنګکارۍ کار لا پسې وغوړېده.
دا پروفیسر وايي چې له ماشومتوبه یي د شیانو له خلاصولو او بیا جوړولو لېوالتیا لرله او له همدې کبله دې کار ته راغی.
"د دې هیلې او لېوالتیا په پایله کې مې کار ځای پرانېست."
په دې کار ځای کې نه یوازې دا چې دی په فزیکي بڼه بوخت دی بلکې له دې درکه یې ښه مالي ګټه وټه هم کړېده.
د افریقا په نائجیریا کې له اوږدې مودې راهیسې د پوهنتون ښوونکي له کمو معاشونو سر ټکوي. په دغه هېواد کې د ډېرو ښوونکو د میاشتې معاش له ۳۹۰ ډالرو تر ۵۵۵ ډالرو رسېږي.
پروفیسر ابو بلال وايي "د وېلډېنګکارۍ له کبله زه تر ډېره په ځان متکي یم او له همدې درکه مې یو ښه موټر موندلی هغه هم مرسیډس بېنز."
د ژوند په دې پړاو کې ډېر وخت داسې هم شوي چې ده ان د هغو خلکو مالي ملاتړ او لاسنیوی کړی چې د ده کار ته یې په ښه نظر نه کتل.
په دغه ورکشاپ کې له ده سره د تنکي عمر شاوخوا لس شاګردان دي او دی ورته هلته د وېلډېنګ کار ور زده کوي.
استاد ابو بلال دلته خلکو ته د یو کال لپاره زدکړې ورکوي او کله چې هنر زده کوي نو خپله بېل کار پیلوي.
یوه ۱۸ کلن ځوان جبرائېل ادم بي بي سي ته وویل "ما دلته په ورکشاپ کې ډېر څه زده کړي، زه اوس ډېر شیان له یوه بل سره نښلولی شم."
هغه زیاته کړه "د شاګرد په توګه دی مونږ ته د میاشتې لس زره نائرا (نائجیریایي روپۍ) راکوي او تر څنګ یې د هرې ورځې خوراک پیسې هم راکوي."
پروفیسر ابو بلال وايي د ده پنځه زامن یوازې په کتابونو او درس پسې نه دي بلکې د ده په ټکو "زه دوی د هرې رخصتۍ په ورځ دلته راولم چې دوی وګوري مونږ دا کار څنګه کوو؟"
هغه زیاته کړه "زه غواړم دوی هم دا کسب زده کړي او یوه ورځ یې پخپله وکړي."
د پروفیسر ابو بلال دغه کار که څه هم ځییې خلک حیران کړي خو د ده لپاره د پوهنتون تر څنګ ځکه غوره بریښي چې دواړه ځایه اوس د څه ور زده کولو هڅه کوي هغه که په پوهنتون کې محصلینو ته وي او که په ورکشاف کې زدکونکو ته.
دی وايي "زما دا ډېر خوښېږي چې چاته څه ور زدکړم."