امریکا: هیلري توپان کمزوری کېږي، خو لا هم وژونکی کېدلی شي

نیجر

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د مکسیکو لوېدیځو ساحلونو ته د ارام سمندر توپان په نژدې کېدو سره د امریکا هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د کلیفورنیا په ګډون د امریکا په سوېل لوېدیځ کې د خونړۍ سېلاب راوتو خطر شته.

یاده اداره وايي، د ارام سمندر توپان هیلري دمګړۍ په خپله ډلبند کې دویمه درجه توپان دی چې چټکتیا یې په یوه ساعت کې ۱۷۵ کیلومتره ده.

د توپانونو ډلبندي له یوه تر پنځو وي او د دوی د ځواک له مخې ډلبندي کېږي؛ یعنې له کمزوري تر ځواکمن توپانه.

ټاکل شوې وه، چې هیلري د شنبې په ورځ لومړی مکسیکو ته ورسېږي.

هوا پېژندونکي وايي، کلیفورنیا ته له رسېدو وروسته به دا توپان کمزوری شي.

دا په تېرو ۸۰ کلونو کې لومړنی سمندري توپان دی، چې امریکا ته رسېږي.

هيلري تر دې وړاندې د درېیمې درجې ځواکمن توپان و چې په یوه ساعت کې یې ۲۱۰ کیلومتره سرعت درلود او له هغه مخکې یې په خپله ډلبندي کې څلورم ځای درلود.

د یاد هېواد د هوا پېژندنې اداره وايي، سوېلي کلیفورنیا او سوېلي نوادا کې به سخت وروښتونه وشي چې ان تر ۲۵ سانتي پورې د باران د ورېدو وړاندوېینه شوې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ وویل، چې د دې هېواد د بېړنیو حالاتو د تنظیم کولو ادارې وار له مخې خپل چمتووالی نیولی دی.

نیجر

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK

"وار له مخې یې کارکوونکي او مرستې په سیمه کې ځای پرځای کړې دي. د اړتیا په صورت کې مرستې کولو ته چمتو دي."

نوموړي وویل: "زه له ټولو هغو کسانو چې د توپان په لاره پراته دي هیله کوم، وار له مخې چمتو ووسي او سیمه ییزو مسولینو او لارښوونکو ته غوږ ونیسي."

د مکسیکو ځینې برخې هم د سېلاب له خطر سره مخ دي چې حکومت یې د ژغورنې ډلې جوړولو لپاره ۱۸،۰۰۰ سرتېري چمتو کړي دي.

د سیمې په ښارونو کې ځایي چارواکو اوسېدونکو ته د شګو کڅوړې چمتو کړي چې کورونه له سېلابونو پرې وژغوري.

په مکسیکو کې توپانونه معمولي خبره نه ده.

کارپوهان وايي چې د امریکا په متحده ایالاتو او د نړۍ په یو شمېر نورو سیمو کې د هوا سختې او غیرعادي پېښې د انسان له خوا د اقلیم د بدلون تر اغېزې لاندې رامنځ ته کېږي.

تېره جولای میاشت د ریکاډونو د ثبت راهیسې تر ټولو ګرمه میاشت یاده شوې.

د روانې اګست میاشتې په پیل کې هوايي چې لګېدلي ځنګله اور ۱۱۱ کسان ووژل.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو مرګونی اور وژونکی اور بلل شوی دی.