د امریکا هوايي ایالت ځنګلیز اور له کبله د مړینې شمېر ۵۳ کسانو ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد د هوايي ایالت په مایوې ټاپو کې د لګېدلو اورونو له کبله په یوه اعلامیه کې د ځنګلونو دا اور ''ستر ناورین '' بللی دی.
د یادونې ده چې اوس د دې اورونو لګېدو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۵۳ تنو ته رسېدلی دی او د اټکل له مخې ویل کېږي چې تر ۱۰۰۰ پورې کسان لا هم بې درکه دي.
د امریکا ولسمشر دې اعلان سره بیا په ټاپو کې د بیارغاونې چارو لپاره د فدرالي حکومت مالي مرستې ته لار هواره شي. امریکايي چارواکو مخکې اندېښنه څرګندخ کړې، چې ښايي دا شمېر نور هم زیات شي.
مخکې د هوايي ایالت والي جوش ګرین د سټلایټ ټیلیفون له لارې له سي این این ټلویزني شبکې سره په یوه مرکه کې وویل، ''په خواشینۍ سره وایم چې دا شمېر به لوړ شي. ''
والي ګرین په دې ایالت کې د ۱۹۶۰ کال راغلي څونامي یادونه وکړه، چې ۶۱ کسان پکې وژل شوي وو او په خبره یې کېدای شي د اوسنۍ اورلګېدنې له کبله د مړینې شمېره تر هغه هم واوړي.

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکي وايي، د اورلګېدنې له کبله د اوښتي زیان کره معلومات ستونځمن دي، خو لږ تر لږه ۲۷۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي. زیات زیان د دې ټاپو په لاهینا تاریخي ښارګوټي کې اوښتی، چې د سیلانیانو لپاره د خوښې وړ ځای بلل کېږي.
په ځنګلي ونو، بوټو کې دا اور د سې شنبې پر ورځ ولګېد او د هوریکن ډورا نومي سمندري توفان چټکو بادونو خورا ژر لور پر لور خپور کړ.
د امریکا هوا پېژندنې امریکايي مسوولین وايي، که څه هم ډورا سمندري توفان له هوايي ایالته په یوه څه واټن کې تېر شوی، خو بیا یې هم د بادونو سرعت کچه په یوه ساعت کې ۹۷ کیلومترو ته رسېده.
د اور له خپرېدو وروسته زرګونه ځايي اوسېدونکي او سیلانیان لنډ مهاله پناه ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د مایوې هوايي ډګر رسماً په یوه پناه ځای اوښتی او له دې ځایه اټکلاً ۱۱۰۰۰ کسان د هوايي نورو ټاپوګانو یا د امریکا مرکزي سیمو ته تللي دي.
بل لور د امریکا دفاع وزارت تائید کړې چې سمندري پوځیانو هغه ۱۴ کسان ژغورلي چې له شاوخوا لګېدلي اوره یې سمندر ته پناه وړې وه.

د عکس سرچینه، Jeff Melichar/TMX/Reuters
د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند پېټریک رایډر په وینا د ملي ګارد ۱۳۴ پوځیان د اور وژنې، مرستو رسولو او خلکو ایستلو چارو لپاره ګومارل شوي دي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې، چې راتلونکو ورځو کې به د همدې فعالیتونو لپاره نور پوځیان هم سیمې ته واستول شي.
هوايي ایالت په ارام سمندر سیمه کې د خپل ستراتیژیک موقعیت له کبله یو شمېر پوځي مرکزونه لري.









