د هواوي اورلګېدنه؛ د مړو شمېر ۸۰ تنو ته رسېدلی

اور

د عکس سرچینه، Los Angeles Times via Getty Images

چارواکي وايي د هواوې ټاپو په ماوي کې د اورلګېدنې له کبله تر اوسه د اتیا تنو د وژل کېدو پخلی شوی.

داسې وېره شته چې د قربانیانو شمېر به نور هم لوړ شي. دا په امریکا کې د طبیعي پېښو له اړخه تر ټولو لویه ناوریني پېښه ده.

اور وژونکي هڅه کوي د لاهینا تاریخي ښارګوټي په ګډون -چې په بشپړ ډول ویجاړ شوی- په څو سیمو کې اورونه کنټرول کړي.

د هواوي لوی څارنوال "د هر اړخیزې بیا کتنې" اعلان وکړ.

په ورته مهال، داسې پوښتنې راپورته شوې چې ایا چارواکو اوسېدونکو ته په کافي اندازه خبرداری ورکړی او که نه.

دولتي چارواکو لاهینا د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره د خلکو پر مخ بېرته پرانیست، هلته د روانې اونۍ پیل کې د اور لمبې غځېدلې وې چې په چټکۍ یې د ساحلي ښار ډېره برخه ویجاړه کړه.

دا سیمه اوږد تاریخ لري او په کال کې شاوخوا دوه میلیونه سیلانیان ورځي.

د هوناپیلاني په لویه لار کې – چې لاهینا ته یوازېنۍ غځېدلې لارې دي – ګاډي سره خوله – په خوله شوي، کورنۍ ستړې ستومانه ښکاري او د اکمالاتي لاریو چې اوبه، تېل، خواږه او تشناب کاغذونه پکې بار وو، ولاړ دي.

خو ددې ځای له‌ پرانیستل کېدو څو ساعته وروسته، لاره له بېړنیو خدماتو پرته د عامو خلکو پر مخ بېرته وتړل شوه.

د ویډیو تشریح، د هواوي له اوره یوه ژغورل شوي د خپلې تېښتې وېدیو ډکه کړې ده

چارواکو بي بي سي ته وویل، پولیس د "وضعیت" کابو کولو لپاره ورغوښتل شوي خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د لاهینا ایستل شویو اوسېدونکو وروسته وویل دوی باوري دي چې کورونه به یې لوټل شوي وي، خو پولیسو لا تر اوسه د دوی دې اندېښنې ته ځواب نه دی ویلی.

لا هم هلته ایستل شوې کورنۍ د لارې د بندښت له کبله په یو مایل کتار کې پاتې دي.

وړاندې، والي جوش ګرین خبرداری ورکړی و چې اوسېدونکي به "له داسې ویجاړۍ سره مخامخ شي چې په ځپل ژوند کې یې نه وي لیدلی".

او د لاهینا په ختیځ کې د ساحلي ګاونډ پاوکوکالو کې د ټاکډران کورنۍ ۲۳ بند پاتې غړي له خپلوانو سره راټول شوي چې د اوښتي زیان جاج واخلي.

هواوي

د عکس سرچینه، AFP

له دوی څخه یو هم ۲۶ کلن براین اګویران دی چې په لاهینا کې د اور تر ټولو بد حالت کې پاتې شو، ده د اوبو په سطلونو ورڅېرمه اور مړ کړ او په معجزه یې خپل کور وژغوره.

خو دی نه غواړي بېرته ولاړ شي.

ده وویل: "هر کله چې زه خپلې سترګې وتړم، ارماجیډون وینم". ده وویل چې لاهینا به هېڅکله همداسې پاتې نه شي.

دی د نورو ماوي اوسېدونکو په شان دا وېره لري چې د مړو شمېر به نور به ملوړ شي.

دا وېره د جمعې پر ماښام هغه وخت لا پسې ډېره شوه چې د کاناپالي – د لاهینا شمال- کې اوسېدونکو ته د وتلو امر وشو ځکه چې هلته د تېلو یوه پمپ کې اور لګېدلی و، خو دوه ساعته وروسته اور مهار کړل شو.

لوېدیځه ماوي چې هلته لاهینا او کاناپالي هم موقعیت لري، بې برېښنا او بې اوبو دي. د ځنګلي اور منځ کې د قربانیانو د لټون عملیات دوامن لري.

دا ټاپو د امازون د بنسټګر جیف بیزوس په ګډون د ډېری شتمنو خلکو استوګنځای دی.

ده او مېرمن یې راین سانچیز د اور له قربانیانو سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو (۷۹ میلیونه پونډو) مرستې ژمنه کړې.

لا تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو دا روښانه ده چې توپاني بادونو او وچې هوا د اور د لمبو په پراخولو کې مرسته کړې ده.