"د کور تلاشۍ پر مهال مې د موسیقۍ الې پټولې، ځان راته مجرم او محکوم ښکارېده"

- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
بي بي سي دې رپوټ کې د خوندیتوب په موخه د ځینو مرکه کوونکو نومونه اړولې دي.
"فکر مې نه کاوه چې موسیقي به یوه ورځ ماته په ګواښ بدلېږي، کله چې طالبان راغلل ما به تل خپل د موسیقۍ آلو ته کتل او ورته ځورېدلم به، چې نور یې نه شم غږولی. داسې احساسوم لکه د وجود یوه برخه مې چې نه وي."
دا خبرې د ۲۵ کلنې رزما دي، چې تکړه افغانه موسیقي غږوونکې ده.
رزما د موسیقۍ داسې یوه آله غږوي، چې افغانستان کی تر ډېره نارینه وو لپاره منسوبه بلل کېږي.
نوموړې اووه کاله د تبلې برخه کې مسلکي زدکړې کړي او په نړیوالو دریځونو کې یې د افغانستان او نورو هېوادونو له هنرمندانو سره غږولې ده.
خو اوس یې نوره ځکه نه شي غږولی چې د طالبانو حکومت یې پر اورېدلو او غږولو بندیز لګولې دی.
هغه په ۲۰۱۸ کال د ښکلو هنرونو پوهنځي موسیقۍ څانګه کې له تبلې برخې یوازینۍ فارغه محصله وه، چې د لیسانس زدکړې یې بشپړې کړې او ماسټرۍ ته یې لار وموندله.
نوموړې وايي: "تبله غږولو به ماته یو ډول انرژي راکوله، او کله به مې چې غږوله او خلکو تشویقولم نو زه به ډېره خوشاله کېدم."
رزما وايي، کلونه یې د خپلې موسیقۍ په وسیله د سولې پیغام رسولی او خپه ده چې شل کاله وروسته یو ځل بیا طالبانو د "اوبال" په نامه پر موسیقۍ بندیز ولګاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
"۲۰۱۷ کال کې کله مې چې سویس کې یوه کنسرت کې موسیقي غږوله او د ډېرو بهرنیانو له خوا وهڅول شوم، د سټېج پر سر مې وژړل او ځان سره مې دا فکر کاوه چې زه د یوه جګړه ځپلي هېواد وګړې یم او د موسیقۍ په وسیله د سولې پیغام رسوم."
د ۲۰۲۱ کال اګست په ۱۵مه افغانستان کې یوازې جمهوري نظام و نه پرځېد، بلکه ورسره د موسیقۍ هغه شور او غږ هم غلی شو، چې تېرو شلو کلونو کې د افغانانو د حجرو، بنډارونو، ښادیو، موسیقۍ د انستیتیوتونو، پوهنتونونو او عامه ژوند یوه لویه برخه ګرځېدلې وه.
دا موسیقي یوازې د نارینه وو له خوا نه، بلکه د ګڼو افغانو ښځو او نجونو له خوا غږول کېده، چې دې برخه کې یې کلونه خواري او مسلکي زدکړې هم کړې وې.
خو د طالبانو حکومت بیاځلي واکمنېدو او بندیزونو هر څه د ۱۹۹۶یمو کلونو په څېر بدل کړل.
د جمهوریت له سقوط وروسته د افغانو ښځینه موسیقي غږوونکو ژوند

د عکس سرچینه، Getty Images
رزما چې کله بي بي سي پښتو ته د افغانستان له سقوط وروسته خپل هنري ژوند سره د خدای پامانۍ کیسه کوله، ستونی یې غریو ونیوو، داسې لکه زما پوښتنې یې چې تېرې ترخې ورځې ور په زړه کړې وي.
څو شېبې غلې وه بیا یې داسې حال کې چې غږ یې لا هم لړزېده زیاته کړه: "کله چې طالبانو کور په کور تلاشي پیل کړه، زمونږ په کور کې د موسیقۍ آلې وې رباب، هارمونیم او دوه جوړه تبلې. حیرانه وم چې چېرته یې پټې کړم مونږ بلاک کې اوسېدو او د پټولو هېڅ ځای مو نه درلود، بل چا راته خپل کور کې ساتلې نه، ځکه هر څوک په وېره کې و. هغه مهال مې داسې احساس کاوه چې زه یوه ترهګره یم او هڅه کوم خپل ټوپک، بم او انتحاري واسکټ پټ کړم. ځان راته مجرم او محکوم ښکارېده."
هغې درې ځله کور په کور د تلاشۍ پر مهال هڅه کړې وه، چې خپلې تبلې خوندي وساتي خو سره له ډېرو هڅو طالبانو د هغې یوه جوړه تبلې وموندلې او ماتې یې کړې او د هغې په وینا: "خوشاله په دې یم چې له نېکه مرغه دوی بریالي نه شول چې یوه جوړه نورې تبلې مې چې له هنده ځان ته راغوښتی وې پیدا کړي."
رزما په ۲۰۲۱ کال کې د بي بي سي د سلو ښځو په ډله کې هم راغله، نوموړې هغه مهال یې بي بي سي ته ویلي و چې، وېره لري طالبان د افغانستان موسیقۍ برخه کې تېر تاریخ په مونږ تکرار نه کړي، خو هغه وېره یې بې ځایه نه وه.
نسرین او مات وایلون یې

د عکس سرچینه، Getty Images
د نسرین هنري ژوند بیا له رزما یو څه په توپیر کې و. د نسرین د ژوند نغمې د وایلون په تارونو کې نغښتې وې او په وینا یې"د هغې په غږولو یې احساسوله چې وجود کې یې ساه پوکی کېږي."
هغې له ماشومتوبه وایلون غږول خوښېدل، نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې د دولسم ټولګي له فراغت وروسته دې برخه کې مسلکي زده کړې پیل کړي.
نوموړې د هنرونو پوهنځي د موسیقې څانګې وایلون برخه کې تخصصي زدکړې کولې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول. د طالبانو حکومت لومړی د موسیقۍ ډیپارټمنټ بشپړ وتاړه او وروسته یې په دې شرط بېرته پرانیسته، چې د ساز برخه یې ترې لیري کړه او یوازې ترنم یا ترانه یې پرېښوده.
بي بي سي ته د هنرونو له پوهنځي ځینو سرچینو ویلي، طالبانو د موسیقۍ څانګې نوم هم اړولی، په "تصنیف او ترانه" یې بدل کړی او نصاب کې یې هم بدلون راوستل شوی دی.
نسرین وايي فراغت ته یې ډېر مزل نه و پاتې چې د وخت حاکمانو له خوا موسیقي "اوبال" وګڼل شوه او د دې له ګوتو یې وایلون وغورځاوه.
هغه وايي"هغه وایلون چې زه به یې ښادولم او ماته یې انرژي راکوله په خپل لاس مې مات کړ. اوس چې هم کله هغه شېبه را په زړه شي بې اختیاره مې له سترګو اوښکې روانېږي."
"طالبانو راباندې اول د موسیقۍ ټولګی بند کړ بیا یې راباندې پوهنتون وتاړه"

د عکس سرچینه، FRESHTA RASHID
۲۲ کلنه فرشته رشید د غزني د جاغوري اصلي اوسېدونکې ده. دا له خپلې کورنۍ سره هلته اوسېږي خو کله چې په ۲۰۲۱ کال کانکور آزموینه کې د کابل پوهنتون هنرونو پوهنځي موسیقي دیپارتمنت ته بریالۍ شوه، له خپلې کورنۍ او ټاټوبي لیرې د کابل پوهنتون لیلې ته راکډه شوې وه.
فرشته چې کانکور کې یې لومړی انتخاب موسیقي وه او په "په لوړو نومرو" ورته بریالۍ شوې وه وايي، لویه هیله یې وه چې ګیتار زده کړي خو په وینا یې:"کله چې بریالي شولو زه او یوه بله ټولګیواله مې وو. طالبانو مو د موسیقۍ ټولګې بشپړ بند کړ چې دې برخه کې د زدکړو اجازه نشته بیا یې زه او هغه د سینما برخې ته راوستو زه د سینما ټولګي ته هم تر هغې راتلم چې پوهنتونونه یې راباندې وتړل، خو ټولګیوالې مې بیخي پوهنتون پرېښود او نوره هېڅ رانغله."
آغلې رشید وايي، طالبانو یې دوه ځله حق تر پښو لاندې کړی، یو ځل یې د خپلې خوښې پوهنځي کې د زدکړو اجازه نه ده ورکړې، او په دویم ځل یې پرې د پوهنتون دروازې وتړلې.
هغه وايي، سره له دې چې د جمهوریت وروستیو کې د کابل ښار ځینو برخو کې د موسیقۍ بېلابېلو الو د زدکړو کورسونه جوړ شوي و، خو د اقتصادی ستونزو له امله یې د تلو وس نه لرله او په خبره یې"ټوله تمه یې پوهنتون ته وه چې هلته به خپلو هیلو ته رسېږي او له کوم لګښت پرته به په مسلکي ډول ګیتار زده کوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان جمهوري حکومت له سقوط وروسته، د موسیقۍ برخې ګن متخصصین او زده کوونکي د خپل هنر او سر د خوندي ساتلو لپاره بهر هېوادونو ته تللي، له دې ډلې د افغانستان موسیقي غږوونکو ښځینه ډله "زهره ارکستر" ده چې د افغانستان د موسیقۍ انستیتوت یې مشري کوي.
دا ډله هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته وپاشل شوه له دوی یې ځینې امریکا، یو شمېر المان او پاتې هغه پرتګال ته کډه شوې.
خو افغانستان کې پاتې موسیقي غږوونکې نجونې د خپلو موسیقۍ آلو په څېر غلي او خاموشه پاتې شوې.













