فوټبال: افغان لوبډله او نوی روزونکی یې کویټ او قطر سره بخت ازمويي

افغان فوټبال

د عکس سرچینه، AFF

    • Author, فېروز مشعوف
    • دنده, ورزشي شنونکی

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به نن پنجشنبې (د نومبر ۱۶مه) د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام ته د غوراوي پړاو په سیالیو کې د قطر له لوبډلې سره مخ شي، دغه راز د همدې میاشتې په ۲۱مه نېټه د کویټ له لوبډلې سره لوبه لري.

افغانستان د دغو سیالیو په الف ډله کې د قطر، هند او کویټ له لوبډلو سره دی. په زړه پورې خبر دا ده چې د تېر ځل په شان دا ځل بیا هم افغانستان د نړیوال جام غوراوي پړاو په سیالیو کې له هند او قطر سره په یوه ګروپ کې دی، یوازې په دې توپیر چې دا ځل د بنګله دېش پر ځای له کویټ سره مخ کېږي.

د دغو مهمو سیالیو له پیل مخکې او له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان فوټبال او د فوټبال د ملي لوبډلې حالت ډېر ښه نه دی.

د منګولیا پر وړاندې د افغانستان تر بریا او د نړیوال جام په لومړني ګروپي پړاو کې د لوبډلې د پرمختګ او له ملي لوبډلې څخه د عبدالله المطیري د ګوښه کېدو شور او اختلاف د افغانستان فوټبال لوبډله له نویو خنډونو او ستونزو سره مخ کړې ده.

د مالي ستونزو او د افغانستان د فوټبال لپاره د فیفا او د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله، په افغانستان کې د فوټبال کورني پروګرامونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوي او ترڅنګ یې د فوټبال فدراسیون کارکوونکو ته معاشونه هم نه دي ورکول شوي.

د راتلونکو سیالیو څخه مخکې له ملي لوبډلې د ۱۸ تجربه لرونکو لوبغاړو تګ هم د افغان فوټبال وضعیت تر بل هر وخت ډېر اندېښمن کړی دی.

ستونزه له کومه پیل شوه؟

له لوبډلې د تجربه لرونکو لوبغاړو د تګ کیسه له هغه ځایه پیل شوه چې د سعودي فوټبال فدراسیون له لوري د ملي لوبډلې لوبغاړو ته دېرش زره ډالره ډالۍ ورکړل شول. هغه پیسې چې ټاکل شوې وه په تاجکستان کې د منګولیا پر وړاندې د ملي لوبډلې له لومړۍ بریا وروسته لوبغاړو ته ورکړل شي.

خو لکه څنګه چې د ملي لوبډلې اعتراض کوونکي لوبغاړي ادعا کوي، د ملي لوبډلې د لوبغاړو د ډالۍ څخه لس زره ډالر د فدراسیون مشر، عمومي منشي او د اجرایوي بورډ د غړو ترمنځ وېشل شوي دي.

خو د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر له رسنیو سره په خبرو کې دا ټولې ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، په دې اداره کې هېڅ فساد نه دی شوی. د سعودي عربستان د ډالۍ لس زره ډالر اوس هم له فدراسیون سره شته، چې په پام کې ده د افغانستان د کورني فوټبال لوبغاړو د روزنې او ملاتړ لپاره ولګول شي.

له ملي لوبډلې څخه د مشر له امله خپه کېدل؟ "تاسو د خپل هېواد لپاره لوبه وکړئ"

افغان فوټبال

د عکس سرچینه، AFF

د افغانستان د فوټبال د مشهورو لوبغاړو غصه او اعتراض چې هر یو یې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په ملي لوبډله کې په پرله پسې توګه لوبېدلي دي، په داسې حال کې چې ملي لوبډله ورته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري، د فوټبال د مینه والو له اعتراض سره مخ شوي دي.

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو نظرونه بېلابېل دي او ځینې خلک د اوسني حالت پړه د فوټبال پر فدراسیون ور اچوي، خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې لوبغاړي باید یوازې د فدراسیون د مشر او یا د فدراسیون د غړو له امله نه، بلکې د افغانستان لپاره په ملي لوبډله کې پاتې شوي وای.

اشلي وېسټ ووډ او د افغان فوټبال ستونزمنه لاره

پر ټولنیزو رسنیو د فوټبال مینه والو د اعتراضونو او نهیلۍ څپو پر مهال باالاخره د افغانستان فوټبال فدراسیون په کابل کې د ملي لوبډلې لپاره د نوي مشر روزونکي د ګمارنې خبر ورکړ.

اشلي مایکل ویسټ ووډ خپل لوبیز ژوند د مانچسټر یونایټډ اکاډمۍ کې د سر الېکس فرګوسن تر روزنې لاندې پیل کړ. دا ۴۷ کلن مشر روزونکی د انګلنډ په فوټبال کې له لومړۍ څخه تر دریمې درجې کلاسونو تجربې لري.

هغه په هند او اندونیزیا کې یې د روزونکي په توګه کار کړی او اوس یې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي یو کلن تړون دنده پر غاړه اخیستې ده.

ښايي په دې پوهېدل ډېر ستونزمن نه وي چې ویسټ ووډ د افغانستان د فوټبال په تر ټولو بدو شرایطو کې د افغانستان د فوټبال د مشر روزونکي په توګه خپله دنده پیل کړې.

افغان فوټبال

د عکس سرچینه، AFF

او ښايي په راتلونکو دوو لوبو کې به د هغه شتون له لوبډلې سره په تخنیکي برخه کې ډېره مرسته ونه شي کړای.

له قطر او کویټ سره تر لوبو وروسته به افغانستان په مارچ میاشت کې له هند سره مخامخ شي. په دې معنی چې د افغانستان فوټبال فدراسیون، ایشلي ویسټ ووډ، لوبغاړي او باالاخره فیفا د اوسني کړکېچ پای ته رسولو لپاره درې میاشتې نور وخت لري.

د سعودي عرب کوربتوب څومره ګټور دی؟

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له څو کلونو راهیسې د افغانستان د امنیتي حالاتو له امله په کابل کې د خپلو سیالانو د کوربتوب اجازه نه لري او باید په بل هېواد کې د هغوی کوربه شي.

په تېرو کلونو کې تاجکستان له افغانستان سره د فوټبال د نړیوال جام او د اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالیو د کوربه هېواد په توګه همکاري کړې وه، خو بیا د فوټبال فدراسیون پرېکړه وکړه چې د سعودي عرب د فوټبال له فدراسیون سره تر هوکړې وروسته په دغه هېواد کې د افغانستان کورني لوبې ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په دې باور دی چې د افغانستان د فوټبال د خراب مالي وضعیت له امله سعودي عرب د تاجکستان پرتله ملي لوبډلې ته زیاتې اسانتیاوې برابروي.

خو دا هم باید هېره نه شي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په تېرو کلونو کې له قطر سره د تاجکستان په سياليو کې يوازې یو ځل، ۱-۰ ماته خوړلې وه. بله دا چې افغان لوبډله د سعودي عرب پرتله په تاجکستان کې ډېر کورني نندارچیان او مینه وال لري، د دغه هېواد په مصنوعي چمنونو او هوا کې لوبې کول نه یوازې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د لوبغاړو لپاره ستونزمن نه دي، بلکې دا له نورو لوبډلو سره په لوبو کې له افغان لوبډلې سره مرسته کوي.

د سعودي طبعي چمنونه به ښايي د افغانستان پرتله د قطر او کویټ په څېر ټیمونو ته چې د اقلیمي پلوه له سعودي عرب سره ورته طبعیت لري، ګټور وي.

خو دا هم باید هېر نه کړو چې د افغانستان فوټبال فدراسیون له سخت مالي کړکېچ سره مخ دی او د پوهېدو وړ خبر ده چې د افغانستان فوټبال فدراسیون ولې دا ډول پرېکړه کړې ده.