د امریکا سنا ته وړاندیز: که پاکستان د هند پر ضد د ترهګرۍ ملاتړ کې لاس ولري، پوځي مرستې دې پرې بندې شي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو له خوا یو لایحه وړاندې شوې چې له مخې به یې امریکا د هند پر وړاندې د ترهګرۍ په ملاتړ کې د لاس لرلو په صورت کې پر پاکستان پوځي مرستې بندوي.

د دغه جمهوري غوښتونکي سناتور لخوا وړاندې شوی لایحه د امریکا له کانګرېس څخه غوښتنه کوي، پاکستان باید د هند پر وړاندې د ترهګرۍ او د ترهګرۍ "نیابتي" ملاتړ په ګډون د هر ډول تېري کوونکي ځواک کارولو په اړه راپور ورکړي.

د دې لایحې د متن له مخې، امریکا باید له هند سره اړیکې نورې هم پراخې کړي، چې د چین له ګواښونو سره مقابله وکړي.

د سناتور روبیو لخوا وړاندې شوې لایحه وړاندیز کوي، امریکا باید داسې پالیسي رامنځته کړي، چې له هند سره ځمکنۍ بشپړتیا ته متوجه ګواښونو سره مبارزه کې مرسته وکړي.

لایحه دغه راز وړاندیز کوي، هند دې د روسیې د تجهیزاتو د پېرودلو په اړه د امریکا له بندیزونو څخه معاف شي، "د ټیکنالوژۍ د لېږد په برخه کې، هند باید د امریکا د نژدې متحدینو جاپان، اسرائیل، کوریا او ناټو په څېر چلند وکړي."

بل پلو پاکستان د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي "توندې" څرګندونې رد کړې دي او وايي، (هند باید پر نورو د ترهګرۍ تور پورې کولو پر ځای په بهر کې د خپلو مخالفینو د وژلو او سبوتاژ کولو په اړه کړنو فکر وکړي.)

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند لومړي وزیر د جمعې په ورځ، په خپلو خبرو کې ویلي و، پاکستان د خپل اهمیت ساتلو لپاره ترهګري او "نیابتي جګړې" ته لاره هواروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پاکستان د جولای په ۲۶ مه د لداخ په دراس کې د هند د لومړي وزیر له خوا شوې توندې څرګندونې ردوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، (دا ډول غیر ضروري او توندې څرګندونې نه یوازې سیمه ییزې سولې ته زیان رسوي، بلکې دا ډول څرګندونې د جمو او کشمیر د اصلي لانجې په ګډون د پاکستان او هند تر منځ د شخړو هواري ته هم زیان رسوي.)

د هند لومړي وزیر د جمعې په ورځ د کارګل جګړې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي و، پاکستان په تېرو وختونو کې له هر ډول ناسمو هڅو سره مخ شوی، خو له هغه یې زده کړه نه ده کړې ده.