د افغانستان په دوو ولایتونو کې ترافیکي پېښو مرګژوبله اړولې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
لومړۍ ترافیکي پېښه د سمنګان – مزارشریف پر لویه لاره د دوو موټرو د ټکر او دویمه یې په بادغیس کې د موټر اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
د سمنګان د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ایبک – مزار شریف پر لویه لاره د دوو کورولا ډوله موټرو د ټکر له امله ۱۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې له ډلې یې یوه کس ژوند له لاسه ور کړي او نهه نور ټپیان شوي دي.
تېره ورځ د افغانستان په بادغیس ولایت کې هم د موټر چپه کېدو په پېښه کې دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس د امنیه قومندانۍ د خبر پاڼې له مخې، دغه پېښه د ابکمري ولسوالۍ په "کال بوریدې" سیمه کې د یوه مازدا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په نړیوال کچ پکې د ترافیکي پېښو له امله پېښېدونکې مرکژوبله ډېره ده.
د دغه هېواد د ترافیکو ادارې د شمېرو له مخې، د تېر لمریز کې په لسو میاشتو کې ۳۰۵۰ ترافیکي پېښې ور سره ثبت شوي چې له امله یې زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د ترافیک پولیسو د عمومي ریاست د شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی او له ۴۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي وو.
د دغه ریاست د پلان او پالیسۍ مشر عبدالودود خیرخواه هغه مهال بي بي سي ته ویلي و، د موټر چلوونکو له خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د ترافیکي پېښو د ډېروالي یو لامل دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چارو ماهران د ترافیک پولیسو له خوا پر سړکونو کمزوری څار، پر سړکو د لیک نښو کموالی یا نشتوالی، د موټر چلوونکو ناسمه روزنه او ګڼ نور هغه عوامل ګڼي چې له امله یې ترافیکي پېښې او پکې لوړ شمېر مرګژوبله پېښېږي.
ترافیکې پېښې او پکې پېښېدونکې مرګژوبله په نړیواله کچه د اندېښنې مسله ده.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹ کال کې د سړکونو د خوندي کولو لپاره د نړیوال بېړني اقدام غوښتنه کړې وه. دغه سازمان د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و په نړۍ کې په هرو ۲۴ ثانیو کې یو تن په ترافیکي پېښه کې وژل کېږي.
د دغه نړیوال بنسټ د شمېرو له مخې هر کال په ټوله نړۍ کې په ترافیکي پېښو څه باندې یو میلیون کسان وژل کېږي چې په وینا یې ۹۰ سلنه هغه يې د ټيټ عاید لرونکو هېوادونو وګړي دي.











