سوډان کې د واک پر سر جګړه؛ خلک له پلازمېنې په تېښته دي

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پنځو پرلپسې ورځو د جګړو په دوام، ځایي خلک د سر خوندي کولو په هڅه کې دي.

دا مهال جګړه د پلازمینې په مرکزي سیمو کې روانه ده، چې ګڼ خلک په کې اوسېږي. هلته د یوې درنې چاودنې وروسته د خلکو وېره لا ډېره شوې.

د سوډان د پوځ او چټک غبرګون د ځواکونو (آر اېس اېف) ملېشو تر منځ د درنو او سپکو وسلو جګړه ورځ تر بلې په سختېدو ده او په خرطوم کې یې د ولسي خلکو ژوند سخت ننګولی.

د وسله والو ځواکونو جېټ الوتکې د هوا له لارې د چټک غبرګون د ځواکونو (آر اېس اېف) مورچې په نښه کوي او په لارو او کوڅو کې هم له بېلابېلو وسایلو څخه په استفادې یې د جګړو ډګر تود ساتلی.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، د هوايي ډګر او دفاع وزارت ودانۍ ته ورڅېرمه سیمو کې ګڼ مړي خواره واره پراته دي.

ملګرو ملتونو لږ تر لږه د ۲۰۰ کسان د وژل کېدو پخلی کړی او په سیمه کې د جګړې له کبله مرستندویه کارونه ته پاملرنه سخته شوې.

په سوډان کې د سرې میاشتې کمېټې یوه مسول فرید اېوار ویلي "حقیقت دا دی چې دم ګړی دا نژدې ناممکنه ده چې د خرطوم شاوخوا دي څوک د بشري مرستو خدمات تر خلکو ورسوي. بېلابیلو ادارو د بندو پاتې شویو خلکو د ایستلو غوښتنه کړې.‌ د څلورو وروځو را په دېخوا، خلک اوبه او خواړه نه لري – برېښنا په نوبت ده او په ځینو ځایونو کې په بشپړه توګه پرې شوې

له دې ناامنیو سره په خرطوم کې مېشت بهرني دیپلوماتان او سفارتونه له هرې ممکنې لارې د وتلو هڅه کوي.

سوډان کې شخړې وروسته له هغې پیل شوې چې له لنډ مهاله پوځي حکومت څخه ملکي حکومت ته د واک د سپارلو طرحه وړاندې شوه.

د سوډان دوه لوړ پوړي چارواکي دغه هېواد کې د واک د ترلاسه کولو لپاره د یادې پیل شوې مبارزې او جګړې مشران دي.

جنرال عبدالفتاح البرهان چې د وسله والو ځواکونو مشر او په حقیقت کې د هېواد ولسمشر دی او د نوموړي مرستیال جنرال محمد حمدان دقلو چې په حمیدتي مشهور او د آر اېس اېف قوماندان دی، له یوه بل سره یې د نظر اختلاف په وسله وال هغه اوښتی.

دغه دوه کسان د غیر نظامي حکومت په جوړېدو کې د نظر اختلاف لري.

له ۲۰۱۹ کال راهیسې چې د سوډان ولسمشر عمر البشیر د یوې پوځي کودتاه په ترڅ کې له واکه لېرې شو، دغه هېواد کې پوځي جنرالان واکمن دي.

شخړه کې د ښکېلو غاړو تر منځ د اختلاف یو تر ټولو مهم ټکی پر دغې مسلې دی، چې د چټک غبرګون ځواک ۱۰۰ زره کسان په اردو کې شامل شي او دا چې څوک به د نوي ځواک مشري کوي.