د ټرمپ د ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفو له ګواښ وروسته اروپايي ټولنې د "درناوي" غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، EPA
- Author, مایکل رییس رول
- دنده, د سوداګرۍ خبریال - بي بي سي
د ټرمپ له څرګندونو وروسته د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ کمیشنر وویل دا ۲۷ غړو بلاک ژمن دی چې له امریکا سره د "درناوي" پر بنسټ یو سوداګریز تړون ته ورسېږي، نه د "ګواښونو" پر بنسټ.
د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ کمیشنر ماروش شېفچووېچ د امریکا له سوداګریز استازي جېمزن ګریر او د سوداګرۍ له وزیر هوارډ لټنیک سره له تېلیفوني خبرو وروسته وویل:
"اروپایي اتحادیه پوره ژمنه ده او غواړي یو داسې تړون ترلاسه کړي چې دواړو لوریو ته ګټه ورسوي."
هغه زیاته کړه: "د اروپايي ټولنې او امریکا تر منځ سوداګري بېسارې ده او باید پر متقابل درناوي ولاړه وي، نه پر ګواښونو. موږ د خپلو ګټو د د دفاع لپاره چمتو یو."
د ټرمپ له ګواښونو وروسته، اروپايي حکومتونو خبرداری ورکړی چې لوړ ګمرکي تعرفې به دواړو خواوو ته زیان ورسوي.
د ایرلنډ لومړي وزیر میهال مارټن وویل: "موږ اړتیا نه لرو چې دې لوري ته ولاړ شو. خبرې اترې یوازېنۍ دوامداره او غوره حل لاره ده."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران سېنت-مارټین وویل: "موږ خپل دریځ ساتلی دی: د کړکېچ کمول، خو چمتو یو چې غبرګون وښیو."
د جرمني د اقتصاد وزیرې کاترینا رایشه ټینګار وکړ: "موږ باید هرڅه وکړو چې اروپايي کمېسیون له متحده ایالاتو سره یوې هوکړې ته ورسېږي."
د هالنډ لومړي وزیر ډک شوف خبریالانو ته وویل دی د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ ستراتیژي ملاتړ کوي او زیاته یې کړه: "موږ مخکې هم لیدلي چې په خبرو اترو کې له امریکا سره تعرفې لوړېږي او بېرته راټیټېږي."
ټرمپ پر اروپايي ټولنې د ۵۰ او پر ایفون د ۲۵ سلنې تعرفې لګولو ګواښ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، وړاندیز کوي له اروپايي ټولنې امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یو پوسټ خپور کړ او ویې ویل: "زموږ خبرې ورسره هېڅ پایله نه لري!" هغه ټینګار وکړ چې دا نوې ګمرکي تعرفې به د راتلونکې جون میاشتې پر لومړۍ نېټه پلې شي.
د اروپايي ټولنې پر وړاندې د ټرمپ دا څرګندونې د سوداګریزې جګړې یو نوی ګام ګڼل کېږي. ولسمشر ټرمپ مخکې امریکا ته د اروپايي اتحادیې د ډېریو وارداتو پر وړاندې ۲۰ سلنه ګمرک وضع کړې وه، خو دا تعرفه یې تر لنډې مودې – د جولای میاشتې تر اتمې نېټې نیمایي ته راټیټه کړې وه، چې د خبرو اترو زمینه برابره شي.
ټرمپ همداراز ګواښ کړی چې پر هغو ایفون موبایلونو به هم ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي، چې له امریکا بهر تولید شوي وي او امریکا ته واردېږي.
ټرمپ وویل: "ما له ډېره وخته ټيم کوک ته ویلي چې زه تمه لرم، هغه ایفونونه چې په امریکا کې پلورل کېږي، باید همدلته په امریکا کې تولید او پراختیا ومومي، نه په هند یا بل کوم هېواد کې."
هغه زیاته کړه: "که دا کار ونه شي، نو د اپل شرکت به اړ وي چې لږ تر لږه ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه امریکا ته ورکړي."
له هغه وخته چې ټرمپ بېرته سپینې ماڼۍ ته راستون شوی، پر بېلابېلو هېوادونو یې ډول ډول ګمرکي تعرفې وضع کړې دي او په نورو نوو تعرفو یې هم ګواښ کړی. هغه دا کار د امریکا د تولیداتو د پیاوړتیا او د امریکایي دندو د بهرني رقابت پر وړاندې د ساتنې یوه لاره بولي.
ګمرکي تعرفه پر هغو توکو لګول کېدونکې کورنۍ مالیه ده چې یو هېواد ته واردېږي. دا مالیه د وارد شوي مال د ارزښت مطابق محاسبه کېږي او واردوونکی شرکت یې پرې کوي.
د امریکا پر وارداتو د لوړې ګمرکي تعرفو د احتمال له امله، د نړۍ ګڼو مشرانو اندېښنه ښودلې، ځکه چې دا کار به نه یوازې په نړۍ کې د تر ټولو لوی اقتصاد لرونکي هېواد (امریکا) کې د محصولاتو د پلور بیه لوړه کړي، بلکې شرکتونه به هم له جدي ستونزو سره مخامخ کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، له اروپايي اتحادیې سره معامله "ډېره سخته" ده او دا ټلواله په بنسټیز ډول د دې لپاره جوړه شوې چې له امریکا د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې ګټه واخلي.
هغه زیاته کړه: "زموږ خبرې ورسره هېڅ پایله نه لري! له همدې امله، زه وړاندیز کوم چې د ۲۰۲۵ د جون له لومړۍ نېټې پر اروپايي اتحادیې ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي."
ټرمپ دا هم وویل که محصول ته په امریکا کې جوړ یا وده ورکړل شي، هېڅ ګمرکي تعرفه به نه لګېږي
ولسمشر ټرمپ له اروپايي اتحادیې پر وارداتو ګمرکي تعرفې لګولي، چې هدف یې د امریکا له اوږدمهاله سوداګریز کسر سره مبارزه کول دي – خو په داسې حالت چې د وارداتو ارزښت د صادراتو له ارزښت لوړ وي.
د امریکا د حکومتي معلوماتو له مخې، تېر کال امریکا اروپايي اتحادیې ته ۳۷۰.۲ میلیارده ډالر صادرات درلودل، خو له اتحادیې یې ۶۰۵.۸ میلیارده ډالر واردات کړي وو.
ټرمپ څو ځله د اروپايي اتحادیې (په ځانګړې توګه له جرمني) له خوا امریکا ته د موټرو صادراتو له امله خپله نارضایتي څرګنده کړې ده - ځکه چې له امریکا اروپا ته د موټرو صادرات کم دي.
د وولوو موټرو شرکت اجرائیه مشر د ټرمپ د ګواښ په غبرګون کې وویل، "پېرودونکي به اړ شي چې د تعرفو له امله د رامنځته شوې اضافي بیې لویه برخه پخپله ورکړي."

د عکس سرچینه، Reuters
د وولوو شرکت رئيس هاکان سامویلسون رویټرز خبري اژانس ته وویل، که ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي، دا به د دې شرکت وړتیا محدوده کړي چې خپل د EX30 ماډل برېښنايي ګاډي چې په بلجیم کې جوړېږي، په امریکايي بازار کې وپلوري.
خو ده دا احتمال هم یاد کړ چې ښايي ډېر ژر یو تړون ته ورسېږي. هغه زیاته کړه: "نه د اروپا او نه د امریکا په ګټه ده چې د دواړو تر منځ سوداګري بنده شي."
که څه هم ټرمپ د ځینو لوړو ګمرکي تعرفو پلي کېدل ځنډولي، خو له اپرېل میاشتې راهیسې پر هغو موټرو چې د امریکا بهر تولید شوي، ۲۵ سلنه مالیه لګول کېږي.
د ټرمپ له خوا د اپل شرکت ته خبرداری وروسته له هغه راغی چې د ټېکنالوژۍ دې لوی شرکت اعلان وکړ، اکثره د ایفون موبایلونو او نورو وسایلو تولید به د چین پر ځای نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
د اپل اجرائیه مشر ټیم کوک د همدې میاشتې په پيل کې وویل، د امریکا لپاره د راتلونکو میاشتو ډېری ایفونونه به په هند کې جوړېږي او ویتنام به د ایپډ او اپل واچونو (اپل لاسيګړیو) د تولید اصلي مرکز وي.
د ټرمپ د ګواښونو پر وړاندې، اروپايي سټاک بازارونو (د لندن FTSE100 شاخص په ګډون) د غرمې پر مهال د پام وړ سقوط وکړ.











