د ټرمپ لخوا اعلان شویو تعرفو په امریکا او نوره نړۍ کې د ونډو بیې غورځولې دي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا دغه هېواد ته پر ټولو واردېدونکو توکو د نویو تعرفو د جزییاتو له اعلانه د یوې ورځې له تېرېدو وروسته د نړۍ لروبر د دغو تعرفو سیاسي او اقتصادي اغېزې راڅرګندې شوې او تقریبآ هر ځای د ونډو بیې په کمساري ډول پرېوتې دي.
پخپله امریکا کې هم د ونډو بازارونه دوه زره شلم کال کې د کورونا وبا له اوج راهیسې تر ټولو ډېر پریوتي.
متحدو ایالتونو کې د ونډو 'اېس اېنډ پي ۵۰۰' بازار چې د پنځهسوه غټو امریکايي کمپنیو ونډې پکې پلورل کېږي، له ۴ اعشاریه ۸ سلنې کمښت سره د کورونا وبا له خپرېدو راهیسې تر ټولو بده ورځ تجربه کړه.
امریکا کې د ونډو د دغه بازار له پرانیستل کېدو مخکې په اسیا او اروپا کې هم چې ورځ پکې مخکې پیلېږي، د ونډو بازارونو د ټرمپ دغو نویو تعرفو ته پراخ منفي غبرګون ښودلی و.
د اسیا-پسفیک سیمې د ونډو بازارونه د دویمې پرله پسې ورځ لپاره هم کښته پاتې دي.
نایکي، اپل او ټارګېټ ونډې تر ټولو زیاتې او له ۹ سلنې ډېرې راپرېوتې دي.
نایکي د سپورتي بوټانو او جامو د تولېدونکې کمپنۍ، اپل د اېفون جوړونکی شرکت او ټارګېټ زنځیرهيي پلورنځي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
هاخوا ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د هېواد اقتصاد به یې پر ټولو وارداتي توکو له دغو لږترلږه ۱۰ سلنه اعلان شویو تعرفو سره "وده" وکړي.
هغه له بهره پر واردېدنکو توکو دا تعرفې د دې لپاره لګولې چې له یوې خوا خپل فدرالي عواید ډېر کړي او بل خوا شرکتونه په امریکا کې پانګونو ته وهڅوي.
د امریکا جمهوریپال ولسمشر پلان لري چې د چین او اروپايي ټولنې په څېر د خپلو سوداګریزو شریکانو په ګډون د نړۍ له ګڼو هېوادونو پر ورتلونکو توکو تعرفې تر دې نورې هم لوړې کړي.
مکرون: اروپايي کمپنۍ دې امریکا کې پانګونه وځنډوي

چین تر دې دمه له ۵۴ سلنه او اروپايي ټولنه له ۲۰ سلنه تعرفو سره مخ ده. دوی دواړو پنجشنبه د ځوابي ګامونو ګواښ وکړ.
د فرانسې ولسمشر ایمانېول مکرون له اروپايي شرکتونو وغوښتل چې په امریکا کې پلان کړې پانګونه وځنډوي.
تعرفه له نورو هېوادونو څخه پر واردېدونکو توکو باندې وضع شوې مالیه ده.
د ټرمپ لخوا چارشنبه په دې تړاو اعلان شوی پلان دا ډول تعرفې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسوي.
سوداګرو اندېښنه څرګنده کړه چې دغه تعرفې انفلاسیون زیات او اقتصادي وده درولی شي.
هممهاله د سوداګرۍ نړیوال سازمان هم ویلي دوی "ژوره اندېښنه لري" چې د تعرفو له کبله ښايي سږ کال د سوداګرۍ اټکل شوی حجم یو سلنه راکم شي.











