د قربانۍ غوښه څومره وخت په یخچال کې ساتلی شئ چې روغتیا ته مو ګواښ پېښ نه کړي؟

د قربانۍ غوښه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اختر په ورځ ډېره غوښه خوړل د چا لپاره ګټوره ده؟ او هغه خلک چې روغتیايي ستونزې لري باید په دې اختر کې له کومو نورو خوراکي توکو سره غوښه وخوري؟ او تر ټولو مهمه دا چې کنګل شوې غوښه کې د تغذیي موادو سالم ساتلو لپاره ساده لاره کومه ده؟
    • Author, آسیه انصر
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو،‌ اسلام اباد

که تاسو په دې ورځو کې ټولنیزو رسنیو ته وګورئ، د اختر ډېر انځورونه په کې خپرېږي چې ښيي له غوښې پاخه بېلابېل خواړه لکه سالندونه یا ‍ښورا، کباب شوې خوښه، بریاني په دسترخوانو اېښې او مېلمستیاوې پکې لیدل کېږي.

دلته یوه ستونزه هم شته هغه دا چې د قرباني ډېره غوښه ټوله شوې وي او خلک په دې فکر کې وي چې څنګه یې تر ډېره وخته وساتي؟ له همدې کبله په ټولنیزو رسنیو د قربانی غوښې د ساتلو بېلابېلې تجربې هم خپرېږي.

د دې هر څه ترڅنګ یوه پوښتنه بیا بیا پوښتل کېږي او هغه دا ده، چې څومره غوښه باید وخوړل شي چې روغتیا ته ګټوره تمامه شي او ایا د اوږدې مودې لپاره کنګل شوې غوښه د تازه غوښې په څېر د روغتیا لپاره ګټوره ده؟

د کارپوهانو په وینا، غوښه د اوسپنې او ویټامین بي ۱۲ په شمول د مهمو منرالونو ځانګړتیاوې لري او د انسان روغتیا لپاره مهم ده، خو د دې ټولو ترمنځ توازن ساتل خورا مهم دی.

د اختر په ورځ ډېره غوښه خوړل د چا لپاره ګټوره ده؟ او هغه خلک چې روغتیايي ستونزې لري باید په دې اختر کې له کومو نورو خوراکي توکو سره غوښه وخوري؟ او تر ټولو مهمه دا چې کنګل شوې غوښه کې د تغذیي موادو سالم ساتلو لپاره ساده لاره کومه ده؟

دې مقاله کې موږ هڅه کړې چې له تغذیه پوهانو او د بي بي سي له څېړنو د دې پوښتنو ځواب ومومو.

له غوښې خوړلو سره اوبه باید وڅښئ

غوښه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په داسې حالت کې د غوښې خوړل او د قربانۍ غوښې ساتل هم یوه لویه ننګونه ګڼل کېږي.

د پاکستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې سږکال لوی اختر په خورا ګرم موسم کې راغلی.

په داسې حالت کې د غوښې خوړل او د قربانۍ غوښې ساتل هم یوه لویه ننګونه ګڼل کېږي.

همدارنګه هغه خلک چې د غوښې خوړلو سره مینه لري څنګه دې ګرم موسم کې خپل د معدې سیسټم روغ ساتلی شي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د اسلام اباد نړیوال شفا روغتون ډاکټره زینب غیور وايي:

''د اختر په ورځ خلک ډېره غوښه خوري او د دې زیان دا دی چې که یو څوک نورې روغتیايي ستونزې ونه لري، نو په یو وخت کې د ډېرې غوښې خوړلو اغېز په داسې کس د قبض او معدې تیزابیت په بڼه راڅرګندېدلی شي.''

''په یو وخت کې د ډېرې غوښې خوړل کولی شي د یوه عادي او روغ کس لپاره هم د هاضمې ستونزې رامنځته کړي او که څوک د زړه ناروغي یا د یوریک اسید ستونزه ولري په یو وخت کې د ډېرې غوښې خوړلو له کبله له روغتیایي ستونزو سره مخامخېدلی شي.''

زینب غیور وايي، که تاسو نورې روغتیايي ستونزې نه لرئ، نو ''د امریکا د روغتیا لارښوونو سره سم تاسو کولی شئ په یوه ورځ کې شاوخوا یو پاو سره غوښه خوړلی شئ. خو د اختر په شپو ورځو کې موږ په یوه ورځ کې ډېره غوښه خورو.''

د مستو او سلاد خوړل

یخچال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په داسې حال کې هغه کسان چې د انیمیا یا د وینې کمښت لري اختر کې چې کله هم غوښه خوري نو لیمو دې هم ورسره خوري‌ چې زیاته وسپنه یې بدن کې جذب شي.

ایا د ډېرې غوښې خوړلو له زیانه مخنیوي لپاره کومه لاره شته؟

د دې پوښتنې په ځواب کې زینب غیور وویل، غوره حل لاره یې دا ده، چې موږ خپل هایډریشن ښه کړو یا د بدن د اوبو اړتیا پوره کړو. یعنې څومره چې شونې وي اوبه وڅښو او هرکله چې موږ غوښه خورو، اړینه ده مستې او سلاد ورسره وخورو، ځکه چې مستې او سلاد زموږ خوړو لپاره پری او پروبیوټیکونه (د هاضمې سیسټم لپاره ګټور باکتریا) دي چې زموږ د هاضمې سیسټم په ښه ساتلو کې مرسته کوي.

نوموړې د هغو کسانو لپاره چې ځيګر (ینې) خوړل یې خوښېږي سهار له ناشتې مخکې یوې پیالې مستو خوړلو وړاندیز کوي.

''معمولا، د اختر په ورځو کې سهار مهاله د ینې خوړلو دود شته دی. ځکه چې ینه اوسپنه او ویټامین اې A ډېر لري. غوره ده، چې د ځيګر له خوړو مخکې یوه کاسه مستې وخورئ''.

د تغذیې متخصصه زینب وايي، غوښه په اسانۍ نه هضمېږي او د هاضمې سیسټم باید د دې لپاره سخت کار وکړي، نو ''غوره ده چې په منظم ډول دمه په دمه ډېرې اوبه وڅښئ، د بدن مالګه مو باید کمه نه شي او ار ایس ORS هم کارولی شئ.''

له چای، کافي او سړو مشروباتو د ډډه کولو مشوره

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د زینب غیور په وینا، هغه کسان چې د بډوډو (ګردو) ناروغي لري او یا د زړه تکلیف لري هغو لپاره زیاته غوښه خوړل زیان رسولی شي.

د متخصصینو په وینا، د پاکستان په خلکو کې د وینې کمښت (اینیما) یوه عامه مسله ده.

د زینب په وینا: ''کله چې په وینه کې د اوسپنې او ویټامین بي۱۲ کچه راټیټه شي، سره غوښه یې ښه سرچینه او حل لاره ده. که موږ دا په خپل معمول ورځو کې یا د اختر په ورځو کې وخورو، دا به زموږ د عمومي روغتیا لپاره ښه وي، خو که موږ یې زیاته وخورو دا زیان رسوي.''

د زینب غیور په وینا، هغه کسان چې د بډوډو (ګردو) ناروغي لري او یا د زړه تکلیف لري هغو لپاره زیاته غوښه خوړل زیان رسولی شي.

د تلسیمیا ناروغان ته چې اوسپنه نه ورکول کېږي، غوره ده چې د غوښې خوړو سره چای یا کافي وڅښي ترڅو اوسپنه جذب نشي او دا د تلسیمیا ناروغ لپاره ستونزې رامنځته نه کړي.

په داسې حال کې هغه کسان چې د انیمیا یا د وینې کمښت لري اختر کې چې کله هم غوښه خوري نو لیمو دې هم ورسره خوري‌ چې زیاته وسپنه یې بدن کې جذب شي.

د زینب په وینا دا دوه مختلفې قضیې دي: د ځینو خلکو لپاره د اوسپنې اخیستل اړین دي او د ځینو لپاره د اوسپنې جذبېدای شي د دې لامل شي چې د دوی روغتیا ته زیان ورسوي.

ډېری خلک د غوښې او کباب خوند دوه برابره کولو لپاره نوشابې وڅښي ایا دا هایډریشن یا د بدن د اوبو اړتیا لپاره ګټه لري؟

''د دې پوښتنې په ځواب کې نوموړې وویل، چې له غوښې سره سوړ څښاک ښه غوراوی نه دی، بلکې د ترو یا لیمو اوبو کارول غوره دي. تروې او د لیمو اوبه هم د اوسپنې په جذب کې مرسته کوي، پداسې حال کې چې نوشابې د هغې بدیل نه دي.''

د کنګل شوې او تازه غوښې د تغذیوي موادو په ارزښت کې توپیر

غوښه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا غوره ده، چې د غوښې لږه اندازه کنګل کړئ د دې پر ځای چې په یو وار یخچال مو له ناکنګل شویو خوړو ډک کړئ.

په اختر کې ډیری خلک اضافه غوښه کنګل کوي چې وروسته یې بیا د خوراک لپار وکاروي، خو داسې انګیرنه هم شته، چې د هغې تغذیي ارزښت یا ګټې یې په خپل ځای نه پاتې کېږي.

زینب غیور وايي: ''که غوښه له لارښوونو سره سمه په یخچال کې کنګل شي، یعنې په یوه کڅوړه کې کېښودل شي او د یجچال د سړوخې درجه بدله نه شي، د کنګل شوې غوښې په تغذیوي وادو کې یې هېڅ توپیر نه راځي.''

"که تاسې په پرله پسې توګه یخچال خلاص وئ یا برېښنا په پرله پسې توګه ځي د یخجال د سړوخې درجه په یوه حال نه پاتې کېږي بیا ستونزه جوړېدی شي."

د هغې په خبره، که د غوښې لویې کترې (ټوټې) جوړې شي او په کڅوړه کې شي‌ همدارنګه د یخچال د سړوخې کچه هم بدله نه شي بیا نو د تازه غوښې او کنګل شوې غوښې په ګټه کې هېڅ توپیر نه وي.

ایا خواړه په یخچال کې د تل لپاره خوندي پاتې کېږي؟

د بي بي سي د څېړنې پر بنسټ کنګل شويو خواړو کې د باکتریا وده بنده وي. که له غوندي کولو مخکې په سمه توګه یې بسته بندي شوې وي له دې سره د ضایع کېدو مخه یې نیول کېدای شي.

د دې څېړنې له مخې خواړه پرته له دې چې خراب شي تر نامعلوم وخته کنګل کېدای شي.

هغه خواړه چې په یخچال کې دننه هوا ورته رسېږي کېدای شي له 'فریزري سوځېدنې' سره مخامخ شي او له دې کبله یې دنني غوړ خرابه شي.

څېړنې ښیې چې د وخت په تېرېدو سره د ټولو خواړو کیفیت، خوند او جوړښت به د کنګل کېدو له کبله اغېزمن شي.

بي بي سي ځینې لارښوونې لري، چې خواړه څومره وخت لپاره کنګل کېدای شي پرته له دې چې خوند یې اغېزمن شي، خو دا مهمه ده چې نور عوامل یې هم سبب کېدای شي.

په یاد ولرئ، څومره ژر چې خواړه کنګل کېږي، د خرابېدو احتمال یې لږ وي.

دا غوره ده، چې د غوښې لږ مقدار کنګل کړئ د دې پر ځای چې په یو وار یخچال مو له ناکنګل شویو خوړو ډک کړئ.

خواړه په یخچال کې تر څومره وخت کېښودلی شو؟

غوښه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پسه غوښه چې سره شوې وي او ښه بسته بندي شوې وي له نهو میاشتو تر یوه کاله د کنګل په شکل ساتل کېدای شي.

د بي بي سي پر بنسټ ساسچونه په یخچال کې د دوو میاشتو لپاره ساتل کېږي، کوفته یا د سرې غوښې کوچنۍ ټوټې تر څلورو میاشتو پورې خپل تغذیوي مواد سالم ساتلی شي.

د چرګ غوښه چې ښه بسته بندي یې شوې وي او کمه هوا په کې وي تر یوه کاله هم ساتل کېدای شي.

د پسه غوښه چې سره شوې وي او ښه بسته بندي شوې وي له نهو میاشتو تر یوه کاله د کنګل په شکل ساتل کېدای شي.

د چرګانو ټوټې هم له ۶ میاشتو تر نهو میاشتو پورې کنګل کېدای شی په دې شرط چې د یخچال دروازه بیا بیا ځلې خلاصه نه شي او برېښنا هم پرې قطع نه شي چې د یخچال حرارت درجه په یوه مشخصه کچه کې وي.