د قطر امیر: اسرائيل عربي سیمه د خپل نفوذ ساحه ګرځول غواړي

 د قطر امیر شیخ تمیم بن آل ثاني او د سعودي شهزاده محمد بن سلمان

د عکس سرچینه، Reuters

د قطر امیر د عربي – اسلامي هېوادونو سرمشریزې پرانیستغونډه کې وویل، چې "د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو 'خوب و خیال' دا دی چې عربي سیمه تر اسرائیلي نفوذ لاندې راولي.

د دوحې سرمشریزه کې د ۲۲ عربو په ګډون د ۵۷ اسلامي هېوادونو مشران او استازي سره غونډ شوي دي.

شیخ تمیم بن حمد آل ثاني دا هم وویل، تېره اونۍ دوحه کې د حماس پر مذاکراتي ډلې د اسرائيل د برید "موخه د خبرو ناکامول" وو.‌

د قطر امیر زیاته کړه چې اسرائیلو کې سخت‌دریځي د توکمپالنې ترهګریز سیاست مخته وړي.

په ورته وخت کې دې سرمشریزې ته د عربي هېوادونو د ټولنې مشر وویل، د قانون پر سرغړونه چوپه خوله پاتې کېدل د ټول نړیوال قانون تر پښو لاندې کولو په مانا دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي حسین طاها وویل، نړیواله ټولنه باید اسرائيل پر دوحه د برید له کبله محاسبه کړي.‌

هغه وویل "پر قطر برید د فلسطیني ولس پر ضد د روانو جنایتونو لړۍ ده".

هغه خپله ډاډ څرګند کړ چې د دې سرمشریزې پایلې به د عربي ـ اسلامي یووالي او همغږۍ پیاوړتیا سبب شي او هڅې او دریځونه به یو موټی شي.

د اردن پاچا بیا خپله وینا کې وویل، پر قطر د اسرائیل برید دا زبادوي چې د اسرائیلو ګواښ هېڅ حد نه لري. هغه زیاته کړه چې نړیوالې ټولنې اسرائیلو ته اجازه ورکړې چې تر قانون ځان لوړ وګڼي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان قطر کې له سرمشریزې وړاندې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له اسرائیلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

دوحې ته له روانېدو دمخه، پزشکیان وویل، "اسلامي هېوادونه له دې جعلي وجود سره خپلې اړیکې پرې کولی شي او تر خپله وسه خپل یووالی او همغږي ساتلی شي".

هغه هیله وکړه چې سرمشریزه به د اسرائيلو پر وړاندې د اقداماتو په اړه "یوې پایلې ته ورسېږي".

په قطر کې د عربي او اسلامي هېوادونو یوه بېړنۍ غونډه جوړه شوې ده چې تېره اونۍ په دوحه کې د حماس د مشرانو پر ضد د اسرائیل د هوايي برید ځواب په اړه بحث وکړي.

لا تر اوسه روښانه نه ده چې کومې عملي پرېکړې به وشي، ځکه شنونکي وایي هر ډول پوځي غبرګون له بحثه بهر دی.

د دوحې سرمشریزه کې "عربي ناټو" ته هیله که د "ابراهیمي موافقو" یاد

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او مېرمن یې هم دې سرمشریزې ته ورغلي

د عکس سرچینه، قنا

د عکس تشریح، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او مېرمن یې هم دې سرمشریزې ته ورغلي
د دوحې له سرمشریزې مخکې د ایران ولسمشر اسلامي هېوادونه له اسرائیلو سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅول

د عکس سرچینه، قنا

د عکس تشریح، د دوحې له سرمشریزې مخکې د ایران ولسمشر اسلامي هېوادونه له اسرائیلو سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅول

تر دې وړاندې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د "دوه ګونو معیارونو" له پلي کولو لاس واخلي او اسرائیل ته سزا ورکړي.

دا د حیرانتیا خبره ده چې د قطر پلازمېنه د اسرائیلي برید په ځواب کې پر داسې مهال د عربي-اسلامي سرمشریزې کوربه توب کوي، چې د ابراهیمي تړونونو د لاسلیک پنځمه کلیزه ده او د اسرائیلو او عربي هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي کوي.

دغه پېښه او د ابراهیمي تړونونو پنځمه کلیزه په داسې وخت کې راځي چې منځنی ختیځ له اسرائیلو سره د سیاسي کړکېچ د زیاتېدو شاهد دی، په داسې حال کې چې د غزې جګړه چې نژدې درېیم کال ته د داخلېدو په حال کې ده، د سیمې هېوادونه په خپلو لمبو کې سوځولي دي.

قطر، چې د جګړې د پای ته رسولو په منځګړیتوب کې یې مهم رول لوبولی دی، له لبنان، ایران، یمن او سوریې وروسته د سیمې پر هېوادونو هغه وروستی هېواد و چې اسرائیلو برید پرې وکړ.

په داسې حال کې چې دوحې له قاهرې او واشنګټن سره د خپلو هڅو د دوام په اړه خپل هوډ ددې لپاره څرګند کړ چې په غزه کې جګړه ودرول شي، د فعالانو غبرګونونه بېلابېل وو، ځینو د جدي ګامونو هیله څرګنده کړه او ځینو د ګډ اقدام په اړه ناهیلي وښودله.

دا سرمشریزه په ګډه د عربي هېوادونو د اتحادیې ـ چې ۲۲ هېوادونه پکې شامل دي ـ او د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري جوړه شوې، چې په دې ډول تر ټولو لویه سیمه ییزه غونډه وي.

"ګډ عربي ځواک"

AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د يکشنبې په ورځ د هغه اعلامیې پر مسودې خبرې وکړې چې د تېرې سې شنبې د قطر پر ضد د اسرائیلي برید په اړه جوړه شوې وه، چې د عربي ـ اسلامي بېړنۍ سرمشریزې پر مهال مشرتابه ته وړاندې شي.

راپورونو ویلي چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هڅه کوي د عربي ملاتړ د بیا ترلاسه کولو لپاره د ناټو په څېر د "ګډ عربي ځواک" جوړولو مفکوره راژوندۍ کړي، هغه څه چې فعالانو او شنونکو ورته د "عربي ناټو" نوم ورکړی دی، چې د هر هغه عربي هېواد د دفاع لپاره وي چې برید پرې کېږي.

د ټولنیزو شبکو کارن د قطر د پخواني لومړي وزیر حمد بن جاسم آل ثاني منشور ته غبرګونونه ښودلي چې په کې یې په سرمشریزه کې د عربي،‌ خلیجي او اسلامي هېوادونو په کچه د عملي او روښانه پرېکړو پر اعتبار ټینګار کړی دی.

هغه د "ایکس" په یوه ټویټ کې زیاته کړه چې د سرمشریزې پرېکړې باید هڅه وکړي "هغه بې‌پروايي او وحشت ودروي او مهار کړي چې اسرائیل یې پر ګڼو هېوادونو تپي، د هغه څه هاخوا چې اسرائیل یې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه بولي او د هغې سپکاوی د عربي او اسلامي نړۍ په وړاندې پای ته ورسوي."

خو "کویتي حر" هیله څرګنده کړه چې سرمشریزه دې له اسرائیل سره د اړیکو د پرېکولو او له عربي او اسلامي هېوادونو خه د اسرائیلي سفیرانو د شړلو پرېکړه وکړي.

همدارنګه پر ټوېټر د "الضاحية الجنوبية" په نامه یوه اکونټ غوښتنه وکړه چې سرمشریزه دې یو روښانه او ښکاره پیغام ورکړي، داسې چې "امت نور د پخوا په څېر ویشلی نه دی او پر یوه برید په حقیقت کې پر ټولو برید ګڼل کېږي."

یاد حساب چې د لبنان بېرغ یې د خپل عکس پر ځای ټومبلی، ټینګار وکړ چې نړۍ باید بې له کوم شک پرته پوه شي چې "د اسرائیل لپاره د لوېدیځ ملاتړ خورا درنه بیه لري او دا بیه به په عربي نړۍ کې له لوېدیځو ګټو پرې کېږي."

"د اشغال د مخنیوي لپاره پیلامه"

د حماس د لوړ پوړو چارواکو عزت الرشق (کیڼ اړخ ته، ښکته) او موسی ابو مرزوق (ښي اړخ ته) - د ارشیف عکس د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۲مه په قاهره کې د پخلاینې تړون له لاسلیک کولو وروسته.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د حماس د لوړ پوړو چارواکو عزت الرشق (کیڼ اړخ ته، ښکته) او موسی ابو مرزوق (ښي اړخ ته) - د ارشیف عکس د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۲مه په قاهره کې د پخلاینې تړون له لاسلیک کولو وروسته.

د حماس غورځنګ د عربي او اسلامي هېوادونو او د نړۍ د اغېزناکو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو غوښتنه وکړه چې د اسرائیل بایکاټ وکړي او هغه په سیاسي او اقتصادي توګه منزوي کړي او هغه څه پای ته ورسوي چې دوی "اسرائیلي احمقانه عمل" وباله چې د نړيوال قانون پر وړاندې بې پروایي کوي.

دغه غورځنګ د يکشنبې په ورځ په يوه بېړنۍ يادونه کې غوښتنه وکړه چې "پر غزه، لوېدیځې غاړې او بيت المقدس برید او نسل‌وژنه درولو" لپاره فشار راوړل شي او د اسرائیل مشران نړيوالو محکمو ته راکاږل شي.

د غورځنګ یو مشر عزت الرشق غوښتنه وکړه چې د دوحې سرمشریزه دې په تاریخي اجماع بدله شي د دې لپاره چې د "نسل‌وژنې او قومي تصفیې جګړه په غزه کې ودروي، او په لوېدیځه غاړه، قدس، لبنان، سوریه، یمن، تونس او قطر کې د صهیونیستي اشغال جنایتونه پای ته ورسوي."

هغه په یوه خبري څرګندونه کې وویل، د اسرائیل لومړی وزیر "ټوله سیمه د چاود پر څنډه دروي" او هڅه کوي منځنی ختیځ له سره رسم کړي او پرې واکمن شي، "د هغو غیبي افسانو د پلي کولو لپاره چې له ستر اسرائیل سره تړاو لري."

"مړه زېږېدونکې"

د قطر په دوحه کې د عربي-اسلامي بیړنۍ سرمشریزې لپاره د چمتووالي غونډه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د قطر په دوحه کې د عربي-اسلامي بیړنۍ سرمشریزې لپاره د چمتووالي غونډه

خو په مقابل کې ځینې غږونه د دوحې له سرمشریزې د ناهیلۍ څرګندونه کوي او وایي ګټه نه لري. هغوی واشنګټن ته د قطر د لومړي وزیر پر وروستي سفر هم نیوکه وکړه، چې پر دوحه د اسرائیل له برید وروسته د تېرې جمعې په ورځ ترسره شو.

په دغو کې د یمن سیاستوال او پوهاند شیخ حسین حازب هم شامل و، چې سرمشریزه یې په سختو ټکو وغندله او ویې ویل چې دا "مړه زېږېدونکې ده" او زیاته یې کړه هغه ژبه چې اسرائیل او امریکا پرې پوهېږي "د عربي رژیمونو له وسه وتلې ده" ـ په ښکاره توګه یې د زور ژبې ته نغوته وکړه.

همدارنګه حمد ناصر منیف وړاندوېینه وکړه چې سرمشریزه به یوازې په غندنه او استنکار پای ته ورسېږي، په داسې حال کې چې ډاکټر هشام وویل له سرمشریزې یې یوازینۍ تمه دا ده چې قهرېدلې دوحه له اسرائیل سره د ګازو له معاملې وژغوري، هغه معامله چې نوموړی "د مصر پر ستوني د چړې" اېښودل وبلل.

احمد حفصي د عربي هېوادونو اوسني وضعیت ته په پام سره د (عربي ناټو) مفکوره لیرې وبلله چې فعالان یې چیغې وهي، هغه هېوادونه چې په قطر کې د اسرائیل له برید وروسته یې له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو د پرېکړو له ځنډولو ډډه کړې ده.

"د سنوار لویه لاسته راوړنه"

AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

سرمشریزه له هغې پنځمې کلیزې سره هممهاله ده چې د ابراهیمي موافقې د سپتمبر په ۱۵مه نېټه لاسلیک شوې وې. سره له دې چې دغه موافقې د غزې د جګړې پر وړاندې تر اوسه ټينګې پاتې دي، د واشنګټن د نژدې ختیځ د تګلارو د انسټیټیوټ په وینا، خو لا هم له نوو پېچلتیاوو سره مخ دي، لکه د اسرائیل او سعودي ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو د خبرو نه محدود ځنډ.

په روان سپتمبر کې د انسټیټیوټ په یوه تازه راپور کې راغلي چې د حماس وژل شوي مشر یحیی السنوار، یوه "لویه لاس ته راوړنه" لرله، په دې معنا چې د غزې د جګړې پر وړاندې یې د عربانو غوسه داسې لوري ته واړوله چې "د اسرائیل ـ سعودي د اړیکو عادي کېدو خبرې له فلسطین قضیې سره بیا وتړي"، په داسې حال کې چې پخوا داسې نه وو.

راپور زیاتوي "څومره چې پر غزه د اسرائیل برید د فلسطیني دحکومت لپاره له سیاسي لیدلوري پرته روان وي، د ابراهیمي موافقو د پراختیا هڅې به پرمختګ ونه کړي ـ په ځانګړي ډول چې سعودي پکې شامل شي."